د شفافیت نړیوالې ادارې (ټرانسپیرېنسي انټرنیشنل) ویلي دي چې په پاکستان کې زیاتره خلک فکر کوي چې د هېواد د پولیسو او عدلیې په ادارو کې درغلي تر ټولو زیاته ده.
دې ادارې د ډېسېمبر پر اتمه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هغه هېواد زیاتره خلک فکر کوي چې تر پولیسو او عدلیې وروسته تر ټولو زیاته درغلي د ټېکو او د قراردادونو د داوطلبیو پرمهال کېږي.
د روڼتیا نړیواله اداره وايي، نوی رپورټ یې د پاکستان د څلور واړه صوبو په بېلا بېلو ښارونو کې د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د نظرپوښتنې پر اساس تیار کړی دی.
په رپورټ کې راغلي چې د نظرپوښتنې له ټولو ګډونوالو څخه یې ۴۱.۴ فیصده هغو فکر لاره چې تر ټولو زیاته درغلي په پولیسو او ۱۷.۴ سلنه هغو یې عدلیه یاده کړه چې په اند یې پکې زیات اداري فساد کېږي.
د شفافیت نړیوالې ادارې د پاکستان دفتر وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په هغه هېواد کې د درغلۍ یا اداري فساد په اړه پینځه نظر پوښتنې کړې دي چې پکې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۱ز کال کې شوې وه. د هغې ادارې له تېرو پینځو رپورټونو څخه یې په څلورو کې خلکو فکر کاوه چې د پاکستان د پولیسو په اداره کې تر ټولو زیات اداري فساد کېږي.
د اداري فساد لاملونه
په رپورټ کې راغلي چې د پاکستان خلک فکر کوي، د محاسبې یا احتساب کمزوري او د پولیسو کمې تنخاګانې د درغلۍ لوی لاملونه دي.
محمد عزیز خان په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د بلوچستان او بیا وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر په توګه دنده ترسره کړې. ده د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري زیاتره وخت له تاڼو بهر وي او له ولسي وګړو سره یې زیات سروکار وي، نو ځکه یې په درغلۍ کې د ککړتیا په اړه د خلکو رایه سمه برېښي. د ټرانسپیرېنسي انټرنیشنل "په سروې کې د خلکو خیال دا دی چې پولیس او عدلیه تر ټولو زیاته [درغلي] کوي. د پولیسو تعداد ډېر زیات دی، څو لکه کسان دي او ټول پر سړکونو دي او له خلکو سره یې [رابطه] وي، نو کېدای شي چې خلکو [دا تجربه] کړې وي. کچهریو (کچارو) ته هم حاجتمند خلک ورځي او هلته ورته کسان له سهاره ولاړ وي چې پیسې ترې واخلي."
د درغلۍ کمولو لارې، چارې
عزیز خان وايي، په پولیسو کې د اداري فساد ختمولو لپاره نه یوازې د سرتېرو تنخاګانې زیاتول په کار دي بلکې حکومت یې باید په بیرکونو او پولیس لاینونو کې د ساتلو پر ځای ورته د استوګنې بندوبست وکړي چې هغوی له کورنیو سره و اوسي."له تنخا سره به فرق ضرور راشي. زما یوه بله رایه ده چې پولیس خو د [پوځ برخه] نه وي، نو زه وایم کېدای شي چې له دې سره فرق وشي چې پولیس دې د بیرکونو پر ځای په کورونو کې واوسي. کله چې خلک له خپلو کورنیو سره اوسي، او هره ورځ کور ته ځي نو د هغې اثر وي. او تنخا [زیاتول]، روزنه ورکول هم اثر لري."
دا هم وګورئ: قاضي وجیه الدین: په عدلیه کې ستونزې شته خو درغلي پکې نه کېږيعزیز خان دا یادونه مهمه ګڼي چې پولیس "د ټولنې یوه برخه ده او زیات ځواک او طاقت لري خو تنخاګانې یې کمې دي نو چې څوک ګوري او څه ترې [اخیستای شي] ضرور یې اخلي."
د حکومت او عدلیې دریځ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې د پولیسو په نظام کې اصلاحات کوي. نوموړی اکثر د خیبر پښتونخوا مثال ورکوي او وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت د هغې صوبې د پولیسو په نظام کې اصلاحات کړي دي چې ورسره سم، د خیبر پښتونخوا پولیس اوس په ښه ډول ولس ته خدمات رسوي.
اخوا د پاکستان سپریم کورټ سږکال په سېپټېمبر کې وویل چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست تر پای پورې په هغه عدالت کې تر ۵۲،۰۰۰ زیاتې قضیې د ځنډ ښکار دي. د عدالت په وینا، د پاکستان په های کورټونو او ضلعي عدالتونو کې تر ۱۷ لکه زیاتې مقدمې د ځنډ ښکار دي.
د پاکستان عدلیه وايي، په مقدمو کې د ځنډ تر ټولو لوی لامل د ضلعو پر کچ د قاضیانو کمی دی. د هغه هېواد حکومت ویلي دي چې هڅه کوي نه یوازې د قاضیانو خالي څوکۍ ډکې کړي بلکې نور قاضیان هم وګوماري.
په عین وخت کې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد هم په خپلو ویناګانو کې قاضیانو او وکیلانو ته تاکید کړی دی چې خلکو ته دې په چټکۍ د انصاف ورکول باوري کړي. مشر قاضي په تېرو وختونو کې په عدلي نظام کې هم د اصلاحاتو خبره کړې او زیاتوي، د عدلیې ټول کارکوونکي باید د اداري فساد د مخنیوي هڅې وکړي.