په پاکستان کې د افغان کډوالو د کیمپونو مشران او د ښوونځیو استادان وايي، ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) له شاوخوا درو کلونو راهیسې په ابتدايي مکتبونو کې د نصاب بدلولو ته دوام ورکړی او تعلیمي ژبه یې انګرېزۍ او اردو ته اړولې چې له کبله یې نه یوازې ښوونکي او ماشومان له مشکلاتو سره مخامخ شوي بلکې ماشومان په مورنۍ ژبه له زده کړو هم بې برخې شوې دي.
یو اېن اېچ سي ار وايي، د نصاب د ژبې بدلولو او عصري کولو اقدام یې ځکه کړی دی چې افغان ماشومان هم د پاکستانیو هغو په څېر ښه تعلیم وکړای شي او په راتلونکې کې د لوړو زده کړو زیاتې موقعې ولري.
د نصاب او د تعلیمي ژبې بدلون
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو مشر بریالي میاخېل د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، له یو اېن اېچ سي اره یې غوښتنه کړې وه چې نصاب او ژبه یې په پړاوونو کې بدل کړي خو هغوی یو کال د لومړي، دویم او درېیم ټولګي او بل کال یې د څلورم او پینځم ټولګي نصاب او ژبه بدل کړل. "د ابتدايي [ښوونځیو]، یعنې تر پینځمه پورې یې [نصاب] بدل کړی دی خو په لېسو کې اوس هم افغاني نصاب دی."
د ده په خبره، په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو په "ټولو" ښوونځیو کې نصاب بدل شوی او اوس پکې "پاکستانی نصاب" ښوول کېږي.
په پېښور کې د افغان کډوالو د یوه لومړني ښوونځي سرښوونکی محمد ضمیر وايي، افغان ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو له حقه بې برخې شوي دي. "هر ماشوم دا حق لري چې په مورنۍ ژبه خپله زده کړه وکړي. ابتدايي دوره چې ده تر پینځم پورې، هر ماشوم دا حق لري خو دا حق زموږ له ماشومانو اخیستل شوی دی نو دا یو قسم مشکل ماشوم" ته پېښ شوی دی.
داسې زما په معلوماتو کې نه شته چې د یو اېن اېچ سي ار له طرفه یا زموږ د [ملګرو سازمانونو] له طرفه هغوی ته ویل شوي چې تاسې میډیا ته مه ځئ.قیصر اپرېدی
په بلوچستان کې هم په یوشمېر کیمپونو کې افغان ښوونکو ګیله وکړه چې یو اېن اېچ سي ار نه یوازې ماشومان په مورنیو ژبو له زده کړو بې برخې کړي دي بلکې د مرحلو پرځای يې په تېرو دوو کلونو کې نصاب او د تعلیم ژبه بدله کړه.
دې ښوونکو له مشال راډیو سره د نوم نه ښوولو او غږ نه ثبتولو په شرط خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په وروستیو کې یې د نصاب او تعلیم ژبې بدلولو په اړه له رسنیو سره خبرې کړې وې چې تر هغې وروسته یو اېن اېچ سي ار خبرداری ورکړ او له خبریالانو سره یې له خبرو منع کړل.
دوی زیاتوي چې اوس ورته یو اېن اېچ سي ار ویلي دي چې له رسنیو سره تر خبرو مخکې به ورڅخه اجازه اخلي.
د پنجاب د میاوالۍ د کوټ چاندنا پنډغالي مشر غازي خان سلیمانخېل وايي، هلته د افغان کډوالو په ښوونځیو کې تعلیم له پخوا راهیسې په اردو ژبه دی.
دی وايي، څو ځلې یې له یو اېن اېچ سي اره غوښتنه وکړه چې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره کړي خو داسې و نه شول. "ساینسي مضامین په اردو کې دي، بیا د انګرېزۍ ژبې مضمون دی، اسلامیات په اردو کې دی، د اردو [ژبې مضمون هم شته] او پښتو یو اضافي کتاب دی. موږ [په بیا بیا] د دې مطالبه کړې چې په پاکستان کې او په خاص ډول په کیمپونو کې چې مکتبونه دي په هغې کې په کار دا ده چې په پښتو او فارسي دواړو کې درس وښوول شي، ځکه چې کله دا ځوانان وطن ته ولاړ شي او درس جاري ساتل غواړي نو بیا مشکلات لري."
نوی نصاب او د استادانو روزنه
سلیمانخېل وايي، په پنجاب کې افغان ښوونکو پخوا روزنه ترلاسه کړې وه خو مشخصاً په اردو ژبه په تدریس کې ستونزې نه لري.
خو په پېښور کې د افغان کډوالو د ښوونځي سرمعلم محمد ضمیر وايي، لومړی په ۲۰۱۹ز کال کې او بیا په دویمه مرحله کې په ۲۰۲۰ز کال کې د ابتدايي مکتبونو نصاب او ژبه بدل شول.
استادان یې وروزل خو هغسې خو روزل شوي نه دي چې څنګه لازم وو.محمد ضمیر
دی وايي، له هغه وخت راهیسې یو اېن اېچ سي ار ښوونکي تر کافي حده نه دي روزلي. "استادان یې وروزل خو هغسې خو روزل شوي نه دي چې څنګه لازم وو. ۱۰ ورځې یې په ۲۰۲۰ز کال کې او شپږ ورځې یې په ۲۰۲۱ز کال کې وروزل."
اخوا په بلوچستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې ښوونکي وايي، د استادانو د روزنې یوشمېر پړاوونه ترسره شوي دي، خو دوی غوښتنه کوي چې یو اېن اېچ سي ار دې ماشومان په مورنۍ ژبه له زده کړو نه بې برخې کوي.
د یو اېن اېچ سي ار دریځ
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ویاند قیصر اپرېدی وايي، افغانان له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسي او د یو اېن اېچ سي ار دا پالیسي ده چې په کومو هېوادونو کې چې کډوال له اوږدې مودې راهیسې میشت وي، هلته باید ماشومانو ته د کوربه هېواد تعلیمي نصاب وښوولای شي.
اپرېدی وايي، د افغان کډوالو په ښوونځیو کې یې د ابتدايي ښوونځیو د نصاب او ژبې بدلولو پرېکړه ځکه وکړه چې افغان ماشومان عصري تعلیم ترلاسه کړای شي.
دا هم وګورئ:
د کډوالو نړيواله ورځ: پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند څنګه دی؟د بلوچستان په سرانان پنډغالي کې افغان زده کوونکي ماشومانپاکستان کې یوه نړیواله اداره له افغان زده کوونکو سره مالي مرستې کويپه پاکستان کې د افغان کډوالو په کیمپونو کې له تېرو څه د پاسه څلور لسیزو راهیسې ماشومانو د افغانستان نصاب لوست او په خپله مورنۍ ژبه یې زده کړې کولې.
اپرېدی وايي، د نصاب او ژبې بدلولو لپاره یې د افغان کډوالو له مشرانو سره هم مشورې کړې وې او بیا یې اقدام وکړ.
د ده په خبره، له یو دوو مضمونونو پرته چې ښايي په اردو کې وي، د ټول نصاب ژبه انګرېزي ده او ماشومان پښتو هم د یوې ژبې په توګه لولي. "پښتو هم [ښوول کېږي] او انګرېزي خو ظاهره ده په انګرېزۍ ژبه به وي او نور د ساینس مضامین او [ریاضي] ځکه په انګرېزۍ ژبه دي چې اوس چې په دنیا کې یا په پاکستان کې [پرمختللی] نصاب دی، نو موږ غواړو چې [افغان] ماشومان هم هغې [سطحې] ته ورسي.
قیصر اپرېدي همداراز وویل چې د نوي نصاب ښوولو لپاره یې ځوان استادان ګومارلي او د ټولو ښوونکیو روزنیز بهیر ته یې دوام ورکړی دی. د ده په خبره، په تعلیمي چارو کې د یو اېن اېچ سي ار ملګرې ناحکومتي ادارې، وخت په وخت ښوونکي روزي او د روزنې بهیر دوامداره دی.
اپرېدي دا تور رد کړ چې ګواکې یو اېن اېچ سي ار ښوونکي له رسنیو سره له خبرو ګرځولي دي. دی وايي، استادان او د ښوونځیو مشران حق لري چې خپل نظر ووايي او د بیان ازادي یې "بشري حق" دی.
غږیز رپورټ دلته واورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
اپرېدي زیاته کړه چې "داسې زما په معلوماتو کې نه شته چې د یو اېن اېچ سي ار له طرفه یا زموږ د [ملګرو سازمانونو] له طرفه هغوی ته ویل شوي چې وي چې تاسې میډیا ته مه ځئ" او له رسنیو سره "خبرې مه کوئ."
د افغان کډوالو لپاره تعلیمي ستراتیژي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې په پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو د تعلیم درې کلنه ستراتیژي خپره کړه چې پکې راغلي چې هغه اداره په نړیواله توګه کډوالو ماشومانو ته د کوربه هېوادونو د نصاب ښوول هڅوي ځکه چې په دې توګه بیا هغوی په اسانۍ لوړو زده کړو ته لار پیدا کوي.
یو اېن اېچ سي ار لیکي، په پاکستان کې له رجسټر ۱۴ لکه افغان کډوالو څخه یې یوازې ۳۲ فیصده په کیمپونو او پاتې یې په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې اوسي.
په رپورټ کې راغلي چې د ۲۰۱۹ز کال تر پای پورې شاوخوا پینځه لکه ماشومان په ښوونځیو کې د داخلېدو عمر ته رسېدلي ول.
رپورټ وايي، تر ۲۰ فیصده زیات افغان ماشومان وار له مخه د پاکستان په سرکاري ښوونځیو کې داخل دي او داسې ښکاري چې نور افغانان به هم له کیپمونو څخه ښارونو ته مخه کړي نو ځکه دا اړینه ده چې د کډوالو ښوونځیو نصاب هم بدل شي او په دې توګه افغان ماشومان د "ښه کیفیت ابتدايي، ثانوي او لوړ تعلیم ته لاسرسی ولري."