د پاکستان انتخاباتي کمېشن یو ځل بیا په کراچۍ ډېوېژن کې کېدونکي بلدياتي انتخابات ځنډولي دي.
ټاکل شوې وه چې په کراچۍ او حيدراباد کې د اکتوبر پر ۲۳مه بلدياتي انتخابات وشي خو انتخاباتي کمېشن د سيند حکومت په غوښتنه انتخابات د درو مياشتو لپاره وځنډول.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۱۸مه په خبرپاڼه کې ويلي چې دا پرېکړه يې پر همهغه ورځ د کمېشن د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې يوه غونډه کې وکړه.
په بیان کې راغلي چې د سیند چيف سېکرټري د اکتوبر پر ۱۴مه له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې وه چې په هغه صوبه کې د سېلابونو له کبله حکومت د ۱۶،۷۸۵ پوليسو له کمښت سره مخامخ دی او د امنيت لپاره کافي ځواک نه لري نو بلدياتي انتخابات دې د درو مياشتو لپاره وځنډول شي.
خبرپاڼې زياته کړې چې د سيند د كورنيو چارو وزارت هم انتخاباتي کمېشن ته لیکلي چې پوځ او نيمه پوځي ځواک رېنجرز د رايو اچولو په مرکزونو کې دنده نه شي ترسره كولاى.
انتخاباتي کمېشن وايي چې ۱۵ ورځې وروسته يو ځل بيا غونډه کوي او له اړوندو ادارو څخه به د نظرونو او وړانديزونو تر اخيستو وروسته د انتخاباتو کره نېټه ټاکي.
دا هم وګورئ:
د سیند صوبې د بلدیاتي ټاکنو په مهال ۲ کسان وژل شوي او ۲۰ زخميان ديغير رسمي نتيجې: ازاد امېدواران د بلوچستان په بلدیاتي ټاکنو کې مخکې ديد خيبر د بلدیاتي ادارو منتخب استازي د پرمختیايي چارو لپاره پیسې غواړيدا درېيم ځل دی چې په کراچۍ کې بلدياتي انتخابات ځنډول شوي دي.
په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.
ټاکل شوې وه چې په دویم پړاو کې په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې د جولای پر ۲۴مه نېټه انتخابات وشي خو د پشکال د بارانونو له کبله د اګست تر ۲۸مې وځنډول شول.
تر هغې وروسته بيا هلته د سېلابونو له کبله د اکتوبر پر ۲۳مه بلدياتي انتخابات اعلان شوي ول چې اوس د درو مياشتو لپاره وځنډول شول.
بلخوا پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو د پرېکړې خلاف عدالت ته تګ اعلان کړی دی.
د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي دي.