د پاکستان په درو صوبو بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې د وسې په وروستیو بارانونو او سېلاوونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي، لسګونه ژوبل دي او پکې سلګونه کورونه ړنګ شوي دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارو ویلي دي چې د بارانونو او سېلاوونو له وجې په بلوچستان کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ژوبل دي او تر ۷۰۰ زیات کورونه ړنګ شوي دي. د ادارو په خبره، په سیند کې بارانونو او سېلاوونو ۳۸ کسان وژلي دي.
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پرضد د مبارزې د جولای پر ۱۲مه په بیان کې ویلي چې په صوبه کې د ورښتونو او سېلاوونو له وجې درې کسان وژل شوي او څلور ژوبل دي. د ادارې په خبره، د بارانونو او سېلاوونو له وجې تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ بې کوره شوې دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د حکومتي وړاندوینو باوجود ګڼو خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو اوښتو لاملونه څه دي؟ په پاکستان کې د طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې چارو پوه ډاکتر شفیع الله خان وايي، نه یوازې حکومتي بلکې د ټولنې د وګړو د غفلت له وجې دا ډول زیانونه پېښېږي.
نوموړي د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل اکثر خلک "ټوله ذمه واري پر حکومت اچوي او د خپلې ذمه وارۍ خبره نه کوي."
د ده په خبره، د موسمیاتو اداره وړاندوینې او "خبرداري" ورکوي چې خلک ورڅخه خبرېږي خو پر دې سربېره "د ولس او انتظامي ادارو ترمینځ یې [په همغږۍ] د مخنیوي لپاره کار نه کېږي."
ډاکتر خان وايي، له دې پرته د پاکستان حکومتي ادارې په سم ډول د احتیاطي تدابیرو او اعلان کړیو اقداماتو بشپړ "صلاحیت" نه لري او "ولس هم په روایتي توګه دا ګڼي چې قدرتي افتونه د الله کارونه دي" نو ځکه خاص اقدامات نه کوي.
د نوموړي په خبره، د اوبه خور اداره د ټولو سیندونونو، نهرونو او خوړونو نقشې او پلانونه لري خو د هغو خلکو پرضد اقدامات نه کوي چې د سیندونو او خوړونو پر غاړو هوټلونه، کورونه او نورې ودانۍ جوړوي.
په پاکستان کې او د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې په ۲۰۰۵ز کال کې لویه زلزله راغلې وه چې پکې لسګونه زره کسان ووژل او ژوبل شول او یوشمېر ښارونو کې یې ګڼې ودانۍ ړنګې کړې. هغه طبیعي ناورین ته په کتو، پینځه کاله وروسته حکومت د یوه قانون په منظورولو د قدرتي افتونو پروړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارې جوړې کړې چې د ضلعو پر کچ څانګې لري چې د انتظامي او بلدیاتي ادارو د چارواکو تر واک لاندې کار کوي.
د زلزلو وړاندوینه تر اوسه ممکنه نه ده خو د نورو طبیعي ناروینونو لکه بارانونو او سېلاوونو تر اټکل وروسته ضلعي انتظامیې ولس ته خبرداری ورکوي.
دا د ضلعي انتظامیې غلطي هم ده چې ولې خلک په هغو ځایونو کې ابادۍ ته پرېږدي.تاشفین حیدر
د شانګلې ضلعې پخوانی انتظامي مشر تاشفین حیدر وايي، کله چې د ناورین د امکان اټکل وشي نو بیا ضلعي چارواکي له صوبايي ادارو سره رابطې وکړي او په همغږۍ د ژغورنې او مرستندویه چارو پلان تیار کړي، خو هغه اکثر عملي نه شي.
نوموړي د جولای پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل، په هره ضلع کې د مرستندویه او بیارغونې چارو یو اېډېشنل ډېپټي کمېشنر یا انتظامي مشر هم وي، خو "افتونه په هغو ځایونو کې زیانونه رسوي چې [ورڅخه] اوبه تېرېږي [او] هلته ابادۍ شوې دي [لکه] د اسلام اباد ځینې سېکټرونه، په کراچۍ کې ډي اېچ اې او نورې سیمې."
حیدر وايي، هغه ټولې سیمې د اوبو د تېرېدو ځایونه ول خو هلته کورونه او ودانۍ جوړې شوې دي چې "دا د ضلعي انتظامیې غلطي هم ده چې ولې خلک په هغو ځایونو کې ابادۍ ته پرېږدي."
نوموړی زیاتوي چې داسې هم کېږي چې کله "ضلعي انتظامیه قانون عملي کوي نو" ورباندې "سیاسي فشار دومره زیات شي" چې دا کار و نه شي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې شانګله، بر او کوز دیر، بر او کوز کوهستان او چترال له اوسنیو بارانونو څخه د زښت اغېزمنېدو خبرداری ورکړی دی او هغه اووه ضلعې یې حساسې ګرځولې دي.
د هغې ادارې مشر شریف حسین د جولای پر ۱۲مه وویل چې اکثر وخت ولسي خلک د دوی خبرداري جدي نه ګڼي چې له وجې یې له زیانونو سره مخامخ شي. "موږ ته د موسمیاتو محکمه خبرداری راکړي او د بارانونو نقشه [خپره] کړي. موږ خبرداری او نقشه ضلعي انتظامیې ته ورکړو، هغه یې بیا په اړه ګامونه اخلي او له اړونده ادارو سره رابطې کوي."
نوموړی وايي، د طبیعي ناورینونو پر وړاندې صوبايي اداره ضلعي انتظامیو ته "هغه ځایونه او ابادۍ هم په ګوته کوي چې د سیندونو تر غاړې" دي او یا د کمرونو نړېدو پېښو "ښکار کېدای شي خو ولس دا سنجیده نه اخلي او له هغو سیمو نه وځي چې له خطر سر مخامخ وي."
د پاکستان د موسمیاتو ادارې د جولای له ۱۴مې څخه د هغه هېواد په یوشمېر سیمو کې د نورو بارانونو ورېدو اټکل کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې د پشکال د ورښتونو له وجې په سیندونو، نهرونو او خوړونو کې سېلاوونه راتللای شي.
په پاکستان، هند، بنګلادېش او د جنوبي اسیا په نورو سیمو کې د پشکال په میاشت کې خورا زیات بارانونه کېږي. په جنوبي اسیا کې پشکال د جولای په نیمايي کې پیلېږي چې د اګست تر ۱۵مې روانه وي. تر هغې وروسته بادرو (بادو) پیلېږي چې په هغه میاشت کې هم په یوشمېر سیمو کې بارانونه ورېږي.