ایا د پاکستان حکومت له عمران خان پرته پاتې کېدای شي؟

د پاکستان وزیر اعظم عمران وايي د واک پروا نه کوي پر اصولو درېږي

اسلام اباد - د پاکستان په ټېلېويژن چېنلونو کې د وزيراعظم ليرې کېدو يا حکومت ړنګېدو په اړه تاوده بحثونه تر هغه وروسته معمول ګرځېدلي چې کله وزيراعظم عمران خان د جون پر ۳۰مه په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت وويل چې "واک ځي راځي، انسان بايد پر خپلو اصولو ودرېږي."

هغه وويل چې "هېڅکله" به له اپوزيشن سره د درغلۍ پر سر "جوړجاړی" ونکړي، خو نوموړي په عين حال کې د "ماينس ون" ذکر هم وکړ.

تر دې فارمولې لاندې موجوده حکومت خپل کار ته دوام ورکوي خو يوازې يو تن بدلېږي او د هغه پر ځای بل تن د واک چارې پرمخ وړي.

نوموړی وايي، اپوزيشن غواړي چې پر "ما فشار راوړي او ماينس ون عملي" کړي.

دلته د ماينس ون معنا د وزير اعظم ليرې کول او د هغه پر ځای د واکمن تحریک انصاف ګوند يو بل مشر ته د حکومت واک سپارل ده.

عمران خان زیاتوي چې اپوزیشن ته "معلومه نه ده چې که ماينس ون وشي نو بيا به هم هېڅوک دوی پرېنږدي. زه پخپل کور کې اوسېږم او د سفر او امنيت پرته ټول لګښتونه په خپله پرې کوم. دا هر څه لګښتونه زه د دې لپاره کوم چې د خپلې څوکۍ پرېښودو فکر ونکړم."

تر عمران خان مخکې د واکمن پاکستان تحريک انصاف او اپوزيشن له خوا په وروستيو کې په پټه او ښکاره د ماينس ون خبرې کېدلې خو د وزير اعظم له خولې دا بيان هغو خبرو ته نور هم تقويت ورکړ.

د "ماینس ون" بحث لاملونه

د دې بحثونو پارېدو په اړه په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د موجوده حکومت ناسمه کارکردګي او د ګوند دننه ځینې اختلافات يې مهم اسباب دي.

نوموړی وايي: "عام ولس د عمران خان له پاليسيو تنګ شوی. حکومت پر هر محاذ ناکامه شوی. که ګراني ده، که انتظامي معاملې دي يا امنيتي چارې دي، يا بېرزوګاري ده نو حکومت په دې ټولو معاملو او مسايلو کې ناکامه ښکاري."

تحریک انصاف په پارلېمان کې ساده اکثریت نه لري ځکه یې اېتلافي حکومت جوړ کړی

شاهد وايي، عمران خان چې کله وزير اعظم شو نو "ډېرې ژمنې" يې کړې وې خو هغه يې تر اوسه "نه دې پوره" کړي.

د ګوند دننه اختلافات

شمیم شاهد وايي "داسې ښکاري" چې د وزیراعظم د نېږدې ملګري "جهانګير ترين تر تګ وروسته په پاکستان تحريک انصاف کې دننه ډله بندي روانه ده."

په پاکستان تحريک انصاف ګوند کې اوسني اختلافات تر هغه وروسته برسېره شوي چې په مارچ مياشت کې په هغه هېواد کې د بورې يا چيني له بحرانه د دې ګوند د يو شتمن مشر جهانګير ترين له خوا د ګټې اخيستو خبره وشوه.

ترین پر ځان لګېدلی تور رد کړی خو نوموړی وزیراعظم په ښکاره اوس له پامه غورځول شوی البته د عمران خان له دې اقدام سره داخلي اختلافاتو سر راپورته کړی دی.

په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی حسن خان د وزير اعظم ليرې کولو په اړه د بحثونو تر شا پر ولسي شکايتونو سربېره د اسټبليشمنټ رويه هم يادوي.

"داسې فکر کېږي چې اسټېبلشمنټ هم د عمران خان له کارکردګۍ مطمين نه دی. او زياتره الزام په هغوی راځي. دلته پر ځايي کچ د سېلېکټرز (انتخابوونکو) يوه اصطلاح استعمالېږي چې عمران يې [غوره] کړی دی او هغه خپله انتخابات نه دي ګټلي او اپوزيشن ګوندونه هم دا پروپېګنډه کوي. نو په دې وجه هغوی هم اوس بدنامېږي او هغوی لاس ورڅخه راکاږي."

اپوزيشن ګوندونه پر پاکستان تحريک انصاف ګوند تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په پارلېماني ټاکنو کې پوځ او استخباراتي ادارې یې تر شا ولاړې وې او په ټاکنو کې پراخه درغلي وشوه خو پوځ او حکومت په بیا بیا دا ادعاوې رد کړې دي او انتخاباتي کمېشن هم ټاکنې پاکې او رڼې بللې وې.

اپوزیشن څه غواړي؟

حسن خان زياتوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ مرکزي حکومت ته د اپوزيشن له خوا خطر نه شته.

د هغه په وينا، د هېواد دوه لوی اپوزيشن ګوندونه پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند په اوسنيو حالاتو کې د عمران خان ليرې کول يا د حکومت ړنګول نه غواړي:

"د پاکستان مسلم ليګ (ن) د اوسني مشر شهباز شريف پرته، نواز شريف او مريم نواز مسلم ليګ غواړي چې پرېږده عمران خان پېنځه کاله تېر کړي او بدنام شي. دوی وايي، که چېرې اوس له واکه ليرې شي نو ځان به ګرم احساس نکړي چې 'زه خو کار ته پرېنښودل شوم.' نو چې بدنام شي نو بيا به ولس خپله پرېکړه وکړي."

د حسن خان په وینا، البته "شهباز شريف غواړي چې عمران ليرې شي او پر ځای يې بل څوک راشي."

د ده په اند، پيپلز ګوند په سيند کې حکومت لري او په مرکز کې د مضبوط اپوزيشن په توګه کردار ترسره کوي نو هغوی هم نه غواړي چې حکومت ختم شي يا منځمهاله انتخابات وشي.

عدم اعتماد تحریک؟

د پاکستان قامي اسمبلۍ په ۳۴۲ څوکيو کې پاکستان تحريک انصاف ۱۵۶ څوکۍ لري چې ۴۶ فيصده کېږي او ساده اکثريت نه پوره کوي خو په عين حال کې له ځینو نورو وړو ګوندونو سره د اتحاد په نتيجه کې یې حکومت جوړ کړی دی.

د سياسي چارو د شنونکو په خبره، که اپوزیشن په اسمبلۍ کې د وزيراعظم پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړي او بيا بريالی شي نو وزيراعظم نه يوازې له دندې ليرې کېږي بلکې د هغه د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ به له سره انتخابات کېږي او بیا به د نوي وزيراعظم ټاکلو لپاره موجوده اسمبلي رايې اچوي او د بیا به نوی وزیراعظم خپله کابینه جوړوي.

البته که په تحریک انصاف ګوند کې دننه د جوړجاړی په صورت کې د ماينس ون فارمولا عملي شي نو يوازې وزيراعظم او د هغه کابينه له منځه ځي خو د قامي اسمبلۍ څوکۍ يې پر ځای پاتې کېږي.

حسن خان فکر نه کوي چې ماينس ون فارمولا به عملي شي خو وايي چې د وزيراعظم د څوکۍ لپاره د ګوند د ځینو مشرانو نومونه اخيستل کېږي: "د شاه محمود قرېشي او اسد عمر ذکر کېږي او د نوي وزيراعظم لپاره تر دوی دواړو زيات د پروېز خټک ذکر کېږي چې هغه د خیبر پښتونخوا دی او مشر سياستوال دی. نو که ماينس ون کېږي نو زيات امکان د پروېز خټک ښکاري. د هغه لپاره به په قامي اسمبلۍ کې دننه انتخابات کېږي خو اوسمهال ما ته نه ښکاري چې داسې کار دې وشي."

د پاکستان په واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف کې د داخلي اختلافاتو خبرې او د ځېنو کسانو له خوا د وزيراعظم جوړېدو ګنګوسې په جون مياشت کې تر هغه وروسته رسنيو ته راووتې چې کله د وفاقي کابينې په غونډه کې په دې اړه "توند بحث" شوی وو.