"۲۰۲۱ز د پاکستانیو خبريالانو لپاره له ستونزو ډک کال وو"

په پاکستان کې خبریالان د بیا ازادۍ لپاره د مظاهرې پر مهال. انځور- ارشیف

پاکستاني خبريالان وايي، دوی په ۲۰۲۱ز کال کې هم له يوشمېر ستونزو سره مخامخ ول خو د پخوا په پرتله يې ستونزې زياتې شوي دي.

د دوی په وينا، وژنې، تښتونې، وهل ټکول، بندېزونه، له کاره ګوښه کېدل او ګواښونه هغه څه دي چې په پاکستان کې يې د خبريالانو ژوند تريخ کړی.

د دې هېواد يو نومیالی خبريال حامد مير وايي چې هلته صحافتي ازادي تروړل شوې ده. "دا خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې په پاکستان کې صحافتي ازادي د پخوا په نسبت ډېره کمه شوې ده. او تاسو له داسې چا څخه پوښتنه وکړه چې هغه خپله په ۲۰۲۱ز کال کې له تيرو اوو مياشتو راهيسې د غېر اعلانيه بندېز ښکار دی. د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف په دور کې پر ما څلور مياشتې بندېز لګول شوی و خو دا ځل يې اووه مياشتې شوي دي. زما لپاره دا د مشرف تر دور هم بدترين دور دی. هغه وخت (۱۹۹۹ز – ۲۰۰۸ز) پر پاکستان مشرف واکمن و او اوس يې هم پاتې شوني واکمنان دي."

د ۲۰۲۱ز کال په مې میاشت کې جيو ټېليويژن حامد میر له هغه وروسته د کېپيټل ټاک خپرونې له کوربه توب څخه ليرې کړ چې هغه په اسلام اباد کې پر خبریال اسد طور تر بريد وروسته د یوې احتجاجې مظاهرې پر مهال د پاکستان د پوځ د ځينو جنرالانو پر ضد خبرې کړې وې.

په اسلام اباد کې د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۵مه د شپې مهال د خبريال اسد علي طور کور ته دننه ځينې وسله لرونکي کسان ورغلل او د ده په وينا پښې او لاسونه يې وروتړل او تشدد يې ورباندې وکړ.

تر دې وړاندې د اپريل پر ۲۰مه د پاکستان د برېښنايي رسنيو د نظم ادارې پر پخواني مشر او پر پوځي ايسټېبلشمېنټ منتقد خبریال ابصار عالم باندې هم د خپل کور مخ ته بريد وشو او نوموړی په مرمۍ ولګېدی او ژوبل شو.

خبريال مطيع الله جان بيا د ۲۰۲۰ز کال د جولای پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د امنيتي ځواکونو جامې په غاړه کسانو وتښتاوه او ۱۲ ساعته وروسته يې بیرته خوشې کړ.


حکومت ويلي ول چې د دې پېښو عاملين به ژر ونيسي خو تر اوسه نه دې نيول شوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۸مه د خبريالانو د ژغورنې کمېټې په خپل کلني راپور کې وويل چې پاکستان د نړۍ په هغو يوشمېر هېوادونو کې شامل دی چېرې چې د خبريالانو وژونکي او پر هغوی بريد کوونکي په خلاصه پښه ګرځي او حکومت د دوی په محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې دا راپور له هغه دوې ورځې وروسته خپور شوی چې د اکتوبر پر ۲۶مه د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان ( ار اېس اېف) په خپل يو بيان کې د پاکستان حکومتي چارواکي تورن کړي ول چې پر ټولنيزو رسنيو يې د يوې خبريالې عاصمه شيرازي پرضد له کرکې او تشدده ډک کېمپېن را پارولی دی. دغه پاريس مېشتي سازمان ويلي چې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف ملاتړيو له هغه وروسته په عاصمه شيرازي پسې خوله خلاصه کړې چې کله هغې پر بي بي سي اردو وېبپاڼې د پاکستان پر خرابېدونکي اقتصاد او د حکومت لخوا د نه پاملرنې په اړه ليکل کړي و.

عاصمه شيرازي مشال راډيو ته وايي چې په پاکستان کې خبريالان د عمران خان په مشرۍ اوسني حکومت پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي. "په پاکستان کې خبريالانو ته کنځل او ډزې دواړه کېږي. دلته يوشمېر خبريالان بېروزګاره شوي، پر هغوی بريدونه شوي، ځورول شوي او تر فشار لاندې راوستل شوي دي چې دا ډول هغوی حق خبره ونکړي. د دوی پرضد هره حربه کارول کېږي. که خبرياله يوه ښځه وي نو کنځلې ورته کېږي، ځورول کېږي او د انټرنېټ له لارې ګواښل کېږي. زما پر کور دوه ځله بريد شوی دی. دا ډول کارونه پخوا هم کېدل خو له بده مرغه په اوسني حکومت کې ډېر په ډاګه شوي دي."

تر دې وړاندې د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان د جولای پر پینځمه نېټه پر خپله وېبپاڼه د هغو ۳۷ حکومتونو يا رياستونو د مشرانو عکسونه خپاره کړي و چې په خبره یې صحافتي ازادۍ ته يې زيان رسولی. ياد سازمان د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم پر صحافتي ازادۍ د بنديز لګوونکیو په نوملړ کې شامل کړی وو.

دا هم وګورئ: عمران خان پر صحافتي ازادۍ د بنديز لګوونکیو لسټ کې شامل کړل شوی

سازمان ليکلي ول، له کله ( ۲۰۱۸ز کال) چې عمران خان د پاکستان وزيراعظم جوړ شوی نو په دې هېواد کې د رسنيو ادارو ته دړکې ورکول کېږي او چې کوم خبريالان د دوی په وينا له سرو کرښو تېرېږي نو تښتول کېږي او تشدد پرې کېږي.

د پاکستان د خبريالانو مرکزي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي چې په دې هېواد کې خبريالان تر يوشمېر بندېزونو لاندې دي. نوموړی زياتوي چې حکومت د "جعلي خبر" په پلمه د رسنيو خوله بندول غواړي. "که حکومت خپله غلطه خبره هم کوي نو هغه د دوی لپاره فېک نيوز (جعلي خبر) نه دی بلکې ډېر سم خبر دی. او که د دوی په مخالفت کې څوک صحيح خبره هم کوي نو د دوی خيال دا دی چې دا بالکل غلطه خبره ده. حکومت دا هڅه هم کوي چې ټولنيزې رسنۍ ختمې کړي. نو چې ټولنيزې رسنۍ ختمې شي، بيا خو د بيان ازادي او صحافتي ازادي ختميږي. حکومت خپله کارکردګي نه لري نو څوک نه زغمي چې پر دوی تنقيد وکړي."

د خبريالانو نړيوال فېډرېشن په وينا پاکستان د خبريالۍ لپاره يو تر ټولو خطرناکه هېواد دی او هلته له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې ۱۳۸ خبريالان وژل شوي دي.

د خبريالانو د حقونو سازمانونه وايي چې په پاکستان کې پر يوشمېر هغو خبريالانو بريدونه شوي يا ځورول شوي چې د امنيتي ادارو يا حکومت پر تګلارو په څرګند ډول نيوکې کوي.

دا هم وګورئ: پاکستان کې پر خبريالانو " نامالومه" حمله کوونکي څوک دي؟ 

د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه تر منظورۍ وروسته د پاکستان ولسمشر د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خبريالانو د ساتنې او د رسنيو د کارکوونکو قانوني مسوده لاسليک کړه چې اوس يې د قانون بڼه خپله کړې ده.

د دې قانون له مخې به حکومت د هر سړي او ادارې لخوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي. پر دې سربېره به د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ساتنې لپاره يو کميسيون هم جوړېږي چې د پاکستان د خبريالانو له مرکزي اتحاديې، قامي پرېس کلب، او د بشري حقونو او د اطلاعاتو او خپرونو وزارتونو څخه به يې غړي اخيستل کېږي.

خو يوشمېر پاکستاني خبريالان او د خبريالانو د حقونو نړيوالو سازمانونو د دې قانون پر شپږمه ماده سختې نيوکې کړې دي.

په ياده ماده کې ليکل شوي چې ټول خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بايد د نورو کسانو نوم يا شهرت ته احترام ولري او داسې مواد خپاره نه کړي چې ملي، نسلي، نژادي، ژبني، مذهبي، فرقه وارانه، کلتوري يا د جنس پر بنياد د کرکې خپرولو ملاتړ وکړي، او يا داسې مواد چې د توپيري چلند، دښمنۍ يا تشدد را پاروونکي وي.

پولیس پاکستاني خبریالان د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون ته نه پرېږدي - انځور له ارشیفه

د خبريالانو د حقونو ادارې وايي چې د دې مادې سم سپيناوی نه دی شوی او حکومت يې د خبريالانو پرضد د هغوی د ازاديو سلبولو لپاره کارولای شي.

خو د پاکستان د ولسمشر لخوا د دې قانوني مسودې د لاسليک مراسمو ته په وينا کې د هېواد د بشري حقونو وزيري شيرين مزاري وويل چې دا ماده په ښه نيت پکې اضافه شوې ده. نوموړې زياته کړه چې په دې قانون کې د خبريالانو او د هغوی د اتحاديو سپارښتنې هم شاملې کړل شوي دي.

همدې مراسمو ته بيا د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري وويل چې پاکستان په صحافتي ازادۍ کې ځانګړی مقام لري. "په نړيوال کچ زموږ په اړه د يو داسې تصوير وړاندې کولو هڅه کېږي چې هلته رسنۍ ازادې نه دي. که په پاکستان کې رسنۍ ازادې نه دي نو بيا خو د نړۍ په هېڅ هېواد کې هم ازادې نه دي. کله چې د صحافتي ازاديو خبره کېږي نو موږ ځان له اسلامي نړۍ سره نه پرتله کوو بلکې له پرمختللي نړۍ سره يې پرتله کوو. زموږ صحافتي ازادي اصل کې له ځينو اړخونو تر پرمختلليو هېوادونو هم مخکې ده."

دا هم وګورئ: د رسنيوو د ازادۍ ورځ: په پاکستان کې مطبوعات څومره ازاد دي؟

پاکستاني چارواکي هلته د مثالي صحافتي ازادۍ ادعا کوي خو د بې پولو خبریالانو نړیواله اداره وايي په پاکستان کې مطبوعات په بشپړ ډول ازاد نه دي او رسنۍ د وسله والو، امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو تر سخت فشار لاندې دي.

د دې ادارې له اړخه د رسنيو د ازادۍ په جوړ کړي نوملړ کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.