په پاکستان کې د کورونا وایرس د یوه ناروغ کیسه

اسلام اباد کې کارکوونکي پر ګاډو د جراثیمو ضد دوا پاشي

د پاکستان د فیصل اباد ښار اوسېدونکي عباس تر اوونیو پورې د کورونا وایرس د وبا په اړه معلومات غونډول.

۳۴ کلن عباس خبر وو چې دا وایرس د چین له ووهان ښاره خپور شوی او دا چې ځوانان زیات نه اغېزمنوي.

خو دی بیا هم مطمین نه وو.

عباس مشال راډيو ته وویل چې خپله هم "ښه صحت نه لري نو ځکه احتیاط کوي."

عباس د اټېزم په نوم یو ډول ناروغي لري نو ځکه وايي، زیات وخت به یې پخوا هم په کور تېراوه.

د دې میراثي ناروغۍ لرونکي کسان اکثر په خپل ځان کې ورک وي، ګڼه ګوڼه یې نه خوښېږي او خپله یوه دنیا لري.

ورسره عباس د سږو یو ډول ناروغي هم لري چې له کبله یې د سا په اخیستو کې له مشکلاتو سره مخامخ وي. د ده زړه هم له عادي انسانانو لوی دی او اکثر د حساسیت یا الرجۍ ضد دواګانې خوري.

همدا لامل وو چې عباس د نورو خلکو پرتله کورونا وایرس زیات اندېښمن کړی وو.

د مارچ په نیمايي کې نوموړی ناروغه شو. ده د حساسیت ضد دواګانې وخوړې او هره ورځ به یې د ورزش په موخه چکر هم واهه، خو مرۍ یې خرابه شوه، سردرد یې لاره، تبي نیولی وو او ټوخی یې زیات شو.

تودې اوبه څښل، پیاز خوړل یا د ګرمو اوبو بخار د کورونا مخه نيولای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تودې اوبه څکل، پیاز خوړل یا د ګرمو اوبو بخار د کورونا مخه نيوای شي؟

عباس خپلو علاماتو ته په کتو په پاکستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو لپاره پر ځانګړې ټېلېفون کرښې زنګ وواهه.

هغوی ورته وویل چې که روغتیايي حالت یې ښه نه شو نو "دولتي روغتون ته دې ورشي" خو دی وايي چې نه یې "غوښتل چې روغتون ته ولاړ شي" ځکه چې په وینا یې، د پاکستان دولتي روغتونونه "بې نظمه او ناپاکه" وي.

د دې پر ځای نوموړي بل کار وکړ. ده د یوه ملګري په مرسته په شخصي روغتون کې له ډاکتر سره رابطه وکړه.

هغه مهال د پنجاب صوبايي حکومت ټولبند اعلان کړ او خلکو ته یې وویل چې په کورونو کې دې پاتې شي.

عباس له فیصل اباد ښاره بهر د خپلې مور کور ته ورغی او هلته یې ځان ګوښه کړ.

د اپرېل تر اتمې په پاکستان کې په ۴،۰۷۲ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی وو چې پکې شاوخوا نیمايي د پنجاب دي.

په مارچ کې د پنجاب په رایوېنډ کې د تبلیغیانو کلنۍ اجتماع شوې وه چې چارواکي یې د کورونا وایرس د خپرېدو یوه سرچینه بولي.

پاکستانیو رسنیو هم په بیا بیا خلکو ته خبرداری ورکړی چې له حکومتي اقداماتو سره سم دې له خلکو لرې اوسي او همداراز، د ملاریا ضد دواګانې او د وینې د پلازما د انتقال ازمېښتي درملنې دې نه کوي.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟

خو پر دې سربېره چې د ملاریا ضد دواګانو په اړه پاخه او کره ثبوتونه نشته، د پنجاب روغتونونه یې د کورونا وایرس ناروغانو درملنې لپاره کاروي.

د پنجاب د روغتیا وزیرې ډاکترې یاسمین راشد د اپرېل پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د "هایډروکسي کلوروکین په نوم دوا د برېښ لپاره کاروي" او دا "سپارښتنه یې کړې" چې د ملاریا ضد دا دوا دې د کورونا وایرس ناروغۍ یعنې کووېډ – ۱۹ لپاره وکاروي.

د کورونا وایرس په اړه ازموینه ورکوئ؟

عباس د مارچ پر ۲۴مه د کورونا وایرس ټېسټ وکړ.

د معاینې پایلې وښوده چې نوموړی کورونا وایرس لري.

د ده ډاکتر نه غوښتل چې ورته دوا ورکړي خو بیا یې چې روغتیايي وضعې ته ولیدل نو ورته یې د ملاریا ضد دوا ولیکله.

ډاکتر ورته وویل چې د دې دوا له ګواښونو خبر دی خو بله چاره نه لري.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، د کووېډ – ۱۹ د درملنې لپاره باید دا دوا استعماله نشي ځکه چې د نوي کورونا وایرس ناروغي لا هېڅ علاج نه لري او د دواګانو په اړه ازموینې روانې دي.

عباس هم وايي چې په پاکستان کې ځينې ډاکتران په نسخو کې دواګانې بې له فکر او ناروغۍ ته له کتو لیکي.

د دوا تر استعمال وروسته عباس د مارچ پر ۲۶مه خلکو ته ویلي ول چې ښايي مړ شي.

خو دوه ورځې وروسته یې روغتیايي حالت ښه شو.

دی وايي، اوس ښه دی خو بیا هم تر دوو اوونیو ګوښه اوسي ځکه چې هېڅ پته نه لګي، ښايي لا یې هم وایرس په وجود کې وي او نه غواړي چې بل څوک ناروغه کړي.