پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د وژنو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

خانيوال کې د ۲۰۲۱ز کال د فبروري پر ۱۳مه د بلوه ګرو له خوا د مذهب سپکاوي په تور د وژل شوي کس جنازه. عکس له ارشيفه

دا د ۲۰۱۴ز کال د جون مياشت وه. د "نیازمانه" مجلې مدير شعېب عادل په لاهور ښار کې په خپل دفتر کې ناست وو چې ناڅاپه پوليس او تر۱۰ زیات کسان ورننوتل.

د هغو کسانو په لاس کې د لاهور های کورټ د پخواني قاضي محمد اسلام بټي د خپل ژوند په اړه ليکلی کتاب وو چې د عادل شعېب خپرندويه ادارې چاپ کړی وو. په اردو کې "عدالت عالیه تک کا سفر" په نوم د د دې کتاب ليکوال له عقیدوي پلوه احمدی وو. د پاکستان پارلېمان په ۱۹۷۴ز کال کې په ايين کې له ترميم کولو سره احمديان "کافران" ګرځولي ول خو دوی ځانونه مسلمانان بولي.

د بشري حقونو سازمانونو ترڅنګ د احمديانو ټولنه وايي، ځورول کېږي، عبادتخانې يې نړول شوي او وسله والو يې ګڼ کسان وژلي دي.

شعېب عادل د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې دفتر ته ورغلیو کسانو ورباندې تور پورې کړ چې د يوه احمدي د کتاب په چاپولو يې د "مذهب سپکاوی" کړی او پر پوليسو يې فشار اچاوه چې د پاکستان د قانون له مخې دې د ده پرضد د "مذهب سپکاوي مقدمه" درج کړي. "ما ورته وويل چې په دې کتاب کې د مذهب هېڅ سپکاوی نه دی شوی، دا خو د لاهور های کورټ د يو جج کتاب دی، تاسې له هغه څخه پوښتنه وکړئ."

شعېب عادل ژوند ته د ورپېښو خطرونو له کبله امريکا ته کډه شو - انځور له ارشیفه.

خو پولیسو او هغو کسانو عادل تاڼې ته يووړ چې هلته د ده په وينا، پارېدلي کسان ورغونډ شول. "د تاڼې شاوخوا دوه، دوه نيم سوه کسان راغونډ شوي ول او شعارونه يې ورکول چې زما پرضد دې د توهين رسالت مقدمه درج شي. زما نېکمرغي دا وه چې له ځینو ملګرو سره په تماس کې بریالی شوم او ورته مې وويل چې دا کسان ما د توهين رسالت په تور کې له ځانه سره بیايي، نه پوهېږم چې مخکې به څه کېږي خو تاسې چې څه کولای شئ و يې کړئ."

بالاخره د هغه د ملګرو د هڅو په نتيجه کې د ده پرضد مقدمه درج نه شوه او کله چې شپه پخه شوه او پارېدلي کسان کورونو ته ولاړل نو پولیسو شعېب عادل پټ خوشې کړ. نوموړی څو میاشتې پټ وو او بیا امريکا ته کډه شو چې اوس هم هلته ژوند کوي.

شعېب عادل وايي چې دا يې نېکمرغي وه چې سختدريځو کسانو د ده پرضد د مقدمې درجولو لپاره له ځان سره پولیس وروستي ول، ګني د ده په خبره، پارېدلو کسانو به په وهلو، ټکولو وژلی وای.

خو په پاکستان د داسې کسانو شمېر لږ دی چې د 'توهين مذهب' له تورونو سره مخامخ شوي او د شعېب عادل په ډول د پارېدلو کسانو له منګولو بچ پاتې شوي وي.

د دې ځینې مثالونه په خانېوال کې د سږکال فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه د يوه "لېوني"، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې د يوه سري لنکايي وګړي پریانتا کمار او په ۲۰۱۷ز کال کې د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکی مشال خان وژنې دي. خو تر دې وړاندې هم بلوه ګرو د 'مذهب سپکاوي' په تور د عيسويانو کلي، کورونه او تاڼې سوځولې دي.

دا هم وګورئ: د مذهب سپکاوي تورنو کسانو پر کورنیو څه تېرېږي؟

په پاکستان کې د بلوه ګرو له خوا بې له ثبوته او عدالت ته له وړاندې کولو پرته د 'مذهب د اهانت' په تور د خلکو د وژنو زياتېدونکي رجحان د هغه هېواد د بشري حقونو سازمانونه، مدني او د حقونو فعالان اندېښمن کړي دي.

نو په دې صورت کې پوښتنه پیدا کېږي چې د دې کارونو مخنیوی څنګه ممکن دی؟

په دې اړه چې مشال راډيو له قانون پوهانو، د بشري حقونې فعالانو، ديني عالمانو او بانفوذه کسانو سره خبرې کړي نو دوی په يوه خوله ويلي چې په دې لړ کې د لنډمهاله او اوږد مهالو ګامونو پورته کولو اړتيا ده.

جاوېد احمد غامدي د پاکستان يو داسې ديني عالم دی چې په مېليونو پلویان او مینه وال لري. خو د قران او حديث په رڼا کې د اسلامي سختدريځۍ ضد او د دین سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلونونو په اړه د څرګندونو له کبله له ګواښونو سره مخامخ دی او څو کاله مخکې امريکا ته کډه کېدو ته اړ شو.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل، د 'مذهب سپکاوي' په تور د بلوه ګرو له خوا د وژنو د مخنيوي لپاره ګڼ اړخيزه ګامونو ته اړتيا ده. "داسې يو شی نه شته چې په کولو يې دا ختم شي. زموږ طرف ته د پارېدلو ډلو نفسياتي جوړښت د کلونو کلونو تر هلو ځلو وروسته پیدا شوی دی. د دې تر شا مذهبي علم او مذهبي مشران هم دي، ریاست چې کوم اقدامات کړي دي، هغه هم دي، قانون او اخلاقیات چې له پامه غورځول شوي د هغه اغېز هم دی. په وار وار ايين مات شوی چې يو ذهنيت يې پیدا کړی دی، [د هند] په نیمه وچه کې سل، يوه نيم سل کاله د انګرېزانو خلاف مبارزه شوې چې پکې قانون ماتونه د اتلانو د کار په توګه ځلول شوې. د دې ټولو په نتیجه کې يو خاص ډول نفسيات د هجوم يا ډلو په ذهن کې پاخه شوي دي."

که څوک د مذهب سپکاوي په تورد وژنو سمدستي مخنیوی غواړي نو بايد بیا په قران کې د تشريح شوي "حرابه قانون" له مخې قانون جوړ شي.
جاوېد احمد غامدي

غامدي وايي، که دا ټول لاملونه په پام کې ونيول شي او د بدلېدو کوشش يې وشي نو د ده په وينا، ښايي په ۱۰ يا ۲۰ کلونو کې يوه نتيجه ورکړي.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په ځينو پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د دغسې کړنو مخه ونيول شي.

زهره يوسف د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن (هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان) پخوانی مشره ده. نوموړې د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې ټولو ته معلومه ده چې دا داسې يو قانون دی چې خلک يې د خپلې شخصي دښمنۍ لپاره هم کاروي. "د سيالکوټ په کارخانه کې له سري لنکايي وګړي او او له اسيې بي بي سره هم دغسې وشول. له نورو سره هم د شخصي دښمنيو له وجې [دا ډول] پېښې شوې دي. که داسې قانون پرېښوول [هم اړین] وي نو باید پکې داسې اصلاحات وشي چې د هغه دا ډول استعمال و نه شي."

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا ويره لا زیاته کړې ده.

قانونپوه اسد جمال وايي چې کله په عدالت کې د "توهين مذهب" د مقدمې اورېدنه وي نو قاضي یا جج له "سخت فشار" سره مخامخ وي. د ده په وينا، په عدالت کې د مذهبي ډلو ګڼ مشران او ملاتړي ناست وي.

جمال وايي، حکومت بايد د بلوه ګرو له خوا د خلکو د وژنو پېښو ته د امن و امان د مسلې په سترګه و نه ګوري بلکې د دې لپاره يو داسې چاپېریال رامنځته کړي چې ورسره سم، په داسې قضيو کې يو قاضي بې له ويرې فيصله واورولای شي. "تر هغو چې د دې لپاره يوه فضا جوړه نه شي نو د بلوه ګرو له خوا د خلکو د وژلو د پېښو درول ممکن نه دي. د مثال په توګه، د ټیټ پوړ عدالتونو قاضیان بايد باوري وي چې که پر حق ولاړه فیصله واوروي نو لوړ عدالتونه یعنې های کورټ او حکومت به يې ساتنه کوي."

پر قاضيانو د فشار اندازه له دې هم لګېدای شي چې د لاهور جج پروېز علي شاه چې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولې وه له خپلې کورنۍ سره هېواد پرېښی وو. ممتاز قادري د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه تاثير وژلی وو او دعوه یې کړې وه چې هغه "د توهين مذهب قانون پرضد خبرې کړې وې،" نو ځکه یې وواژه. سلمان تاثیر د توهين مذهب په تور له ګرفتارې اسیې بي بي سره تر ملاقات وروسته ويلي ول چې بايد د دین د سپکاوي د مجازاتو قانون ته له سره کتنه وشي چې د ده په وينا، خلک يې د "خپلو شخصي دښمنيو" لپاره کاروي.

خو په پاکستان کې چې کله هم داسې پېښې وشي نو ورسره د سختدريځۍ د رجحان په اړه بحثونه هم تاوده شي. په تېرو درو میاشتو کې د بلوه ګرو له خوا د سري لنکايي وګړي او په خانېوال کې د یوه نفسیاتي یا رواني ناروغ د وژنو له پېښو سره دا بحثونه بیا راپورته شوي دي. ان د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل په دې اړه دوه ځانګړې غونډې هم کړې دي. د فبرورۍ پر ۲۳مه په غونډه کې د هېواد ۱۷ ديني عالمانو د بلوه ګرو له خوا د 'مذهب سپکاوي' په تور وژنې غير شرعي بللې وې.

دا هم وګورئ: دیني عالمانو په سيالکوټ کې د سري لنکايي وګړي وژنه وغندله

د هغې حکومتي شورا مشر قبله ایاز مشال راډيو ته وويل چې حکومت د دغسې پېښو څېړلو لپاره بايد يو ملي کمېشن جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه چې بايد په تعليمي نصاب کې د انساني ژوند د احترام مواد شامل شي او ملايانو ته په کار ده چې په دې اړه په جوماتونو کې ويناګانې وکړي. "زموږ په غونډه کې دا وړاندیز هم وشو چې بايد د جوماتونو پر دېوالونو انساني ژوند ته د احترام د قراني ایتونو او حديثونو [لوحې یا بینرې وځړول] شي چې د خلکو په ذهنونو کې نقش شي او د انساني ژوند د بې احترامۍ پرضد يوه متبادله بیانيه جوړه شي."

د پاکستان پرله پسې حکومتونو د بلوه ګرو له خوا د 'مذهب سپکاوي' په تور وژنې تل غندلې دي او هر ځل يې پوليسو ته په دې لړ کې د ککړو کسانو د نيولو امرونه کړي دي. پوليسو د مشال خان، پریانتاکمار او په خانېوال کې د وژنو په تړاو په لسګونو کسان نيولي دي. د مشال خان په قضيه کې عدالت سزاګانې هم اورولې دي.

د وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د خلکو له خوا د 'مذهب سپکاوي' په تور د وژنو او نورو مذهبي کرکو او شخړو د مخنيوي لپاره دوی د پاکستان پر کچ د کمېټيانو پر جوړولو کار پیل کړی دی. "د پيغام پاکستان په نامه امن کمېټيانې جوړوو. تاسو ته معلومه ده چې د ټولو ديني مسلکونو عالمانو د پیغام پاکستان په نوم يوه متفقه مسوده جوړه کړې وه چې پکې ضابطه اخلاق ټاکل شوي ول، دې ته به قانوني بڼه ورکوو. هم د دې دستاويز له مخې د یونين کونسلونو او ضلعو پر کچ کمېټيانې جوړوو چې د مارچ تر ۲۳مې وړاندې به حتمي بڼه ورکړو."

مولانا اشرفي زياته کړه چې يوه کمېټۍ به له ۲۰ یا ۲۵ کسانو جوړه وي چې پکې به د مدنې ټولنو فعالان، د بېلابېلو مذهبي فکر لرونکو ديني عالمان او انتظامي چارواکي شامل وي.

په حیدراباد کې مظاهرچيان د هغه کس په ملاتړ ورغونډ شوي چې د مذهب سپکاوي له تورونو سره مخامخ طاهر نسيم يې په عدالت کې دننه وواژه. عکس له ارشيفه

خو ځينې کارپوهان او فعالان دا اقدامات کافي نه بولي. دوی وايي چې په هېواد کې د تحريک لبیک په څېر له سختدريځه مذهبي ډلې او له ناقانونه تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت مذاکرات د تندولارو حوصلې لوړوي چې په نتيجه کې يې د بلوه ګرو له خوا د خلکو د وژنو په شان پېښې کېږي.

شعېب عادل وايي چې د بلوه ګرو له لوري د مذهب سپکاوي په تور د وژنو مخنيوی ځکه ممکن نه دی چې د ده په خبره، ریاست هوډ نه لري. "تر هغو چې رياست مجرمان و نه نيسي او سزا ور نه کړي، هېڅ نه شي کېدای. خو رياست له دغو خلکو سره 'ملګری' دی او پر ضد يې هېڅ نه کوي ځکه خو د دوی حوصلې لوړې شي. د سيالکوټ پېښې ته وګورئ، چا ته سزا ورکړل شوه؟ هېڅ هم نه دي شوي. څلور ورځې شور جوړ شي او ختم شي. پوليس خلک هم ونیسي، ۱،۰۰۰ کسان به ونیسي ۶۰۰ به ونیسي خو بیا هېڅ نه کېږي."

خو د پاکستان حکومت په بیا بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکې د سختدريځو ملاتړ يا حوصلې لوړوي. حکومت وايي، هغه سختدريځي يې نيولي چې قانون يې په لاس کې اخیستی او د تحريک طالبان له هغو کسانو سره مذاکرات کوي چې د پاکستان ايين او قانون مني.

په پاکستان کې د سینټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورټي سټډيز په نوم يوې څېړنيزې ادارې د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په راپور کې ويلي چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په تېرو ۷۳ کلونو کې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په ۱،۴۱۵ پېښو کې ۸۹ کسان عدالت ته له وړاندې کېدو پرته وژل شوي دي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې بلوه ګرو وژلي دي.