په پاکستان کې دننه د 'هزاره ګانو هستوګنه

د کوټې په څنډو کې د هزاره ګانو مېنې (ښارګوټي) ته یو ور.   

یو هزاره هلک په کوټه کې د یوې غونډۍ پر سر پتنګ الوځوي. په وروستیو کې پر هزاره توکمیو لږه کیانو د بریدونو زیاتېدو پس د پاکستان امنیتي ادارو د دوی د هستوګنې ځینې سیمې کلابندې کړي او پوستې یې لګولې دي.   

په کوټه کې د هزاره ګانو ماشومان په یوه ښونځي کې. ډېری هزاره ګان شییعه ګان دي چې پرله پسې د سني تندلارو هدف ګرځي. 

یو هزاره ټېکسي ډرایور. هغه په بمي چاودنه کې د خپل یوه وژل شوي ملګري نوم په خالونو کښلی دی.  

یو هزاره وګړی د یوه خپلوان پر مړي ژاړي چې د ۲۰۰۱۱ز کال په اکټوبر کې  ۱۳ تنه کار ته پر لار  وسله والو ووژل. د پاکستان په فرقه ییزه ترهګرۍ کې هزاره ګان د خپلې جوتې ځانګړې څهرې له کبله هم زیات په نښه کېږي.  

په کوټه کې یو هزاره ترکاڼ. که څه هم د دوی نسب لاهم لانجمن  دی، خو ډېری پر دې اند دي چې دوی د چنګېز خان له پوځ راپاته دي چې په ۱۳م پېړۍ کې یې پر افغانستان یرغل کړی وو. 
 

ساحل له کوره تر وتو مخکې د خپلې مور لاسونه کښلوي. دغه ۳۰ کلن وايي، که څه هم امنیتي پوستې د دوی د ژغورنط لپاره جوړې دي خو له دې سره دوی له نورو ټولنو خپلځان پرې احساسوي.  

یوه هزاره ګۍ نجلۍ د ۲۰۱۹ز کال پر ۲۱م جون د کلتور ورځې په تړاو خپل دودیز کالي اغوستي دي

د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې هزاره ګان بیا بیا د تندلارو وسله والو ډلو لخوا تر هدفي بریدونو لاندې وي چې له کبله یې دوی د خپلې ژغورنې لپاره پر خپلو مېنو دېوالونه راجار اېستلي دي.