پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت د یو فرمان له لارې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ناقانونه سازمان ګرځولی، د غورځنګ مشران وايي د اکتوبر ۱۱مې جرګه به په هر حال کې کوي. په خيبر کې د کېدونکې دې جرګې په اړه د خیبر پښتونخوا يو صوبايي وزیر پښتون یار خان وايي د پي ټي اېم غوښتنې قانوني دي خو په جرګه کې د ګډون په اړه به یې ګوند پرېکړه کوي. په اونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې دا ځل پر همدې موضوع بحث شوی دی.

په داسې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یو فرمان له لارې د ترهګرۍ مخنيوي د قانون د لاندی پښتون ژغورنې غورځنګ یو ناقانونه سازمان ګرځولی دی، د غورځنګ مشران وايي د خپل ولس لپاره سوله ایزه مبارزه کوي او د ۱۱ اکتوبر قامي عدالت غونډه به په هر حال ترسره کیږي. د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر پښتون یار خان وايي، په غورځنګ بندیزونه وفاقي حکومت لګولي. نوموړی زیاته کړی چې د غورځنګ غوښتنې قانوني دي خو په جرګه کې د ګډون په اړه به یې ګوند پریکړه کوي.نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی

ـــــــــــــــ