د پښتنو پر فرهنګ، موسیقۍ او تخلیقي اظهار د حملو لاملونه څه دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډیو په اوونیزه خپرونه سازونه زنځیرونه کې د پښتو موسیقۍ مزل ته کتنه کوو. په خپرونه کې د هغو سندرغاړو او موسیقارانو کیسې اورئ چې د خپل هنر له وجې له ګواښونو، بندیزونو، محدودیتونو او ان له بریدونو سره مخامخ شوي دي. تېره اوونۍ موږ د پښتنو او د موسیقۍ ترمینځ پر تړاو خبرې کړې وې. د دې خپرونې په دویمه برخه کې د پښتنو پر فرهنګ، موسیقۍ او پر تخلیقي اظهار د بریدونو د لاملونو معلومولو هڅه شوې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.