پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي. وزیر او د غورځنګ یوشمېر نور غړي د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو د پارونو په تورونو ګرفتار دي او مقدمې یې په عدالتونو کې روانې دي. خو غورځنګ دا تورونه ردوي او وايي، ټولې هلې ځلې د پاکستان له قانون سره سمې کوي. ویډیويي رپورټ.