پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې پرلت ته دوام ورکړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د خوشې کولو پر موضوع یې د سیند له صوبايي حکومت سره رابطې شوې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ. خو د سیند حکومت د پښتین د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. غورځنګ د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی او د وزیر د خوشې کولو غوښتنه کوي چې له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور په درو مقدمو کې بندي دی. نوموړی پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي. د علي وزیر وکیل قادر خان او غورځنګ وايي، صوبايي حکومت دا واک لري چې د وزیر ضد مقدمې ختمې کړي، خو د سیند حکومت وايي، دا کار ځکه نه شي کولای چې قضیې یې په عدالت کې روانې دي. غورځنګ وايي، د وزیر د خوشې کولو لپاره پرلت ته دوام ورکوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.