پینځه جي ټېکنالوژي څه ته وايي او څه ارزښت لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره وايي، د پاکستان د مخابراتو او ټېلېفونونو چارو ادارې (پي ټي سي اېل) په مرسته یې په پېښور کې د انټرنېټ د پینځم نسل یا پینځه جي ټېکنالوژۍ بریالۍ ازموینه کړې ده. دې ادارې د جون پر ۱۷مه ماخوستن مهال پر فېسبوک او ټوېټر په بیان کې لیکلي چې دا په پاکستان کې د پينځه جي شبکې جوړولو لومړۍ تجربه وه او د دې خدماتو د پیل لپاره یې له پي ټي سي اېل سره یو مفاهمتي یادښت لاسلیک کړی. د معلوماټي ټېکنالوژۍ ادارې په وینا، په دې ازموینه کې د مشینونو له لارې د جراحۍ کولو په ګډون، په پاکستان کې په نورو برخو کې د پینځه جي ټېکنالوژۍ د استعمال نمونې وښوول شوې. اوسمهال په پاکستان کې زیاتره موبایل ټېلېفوني کمپنۍ د څلورم نسل یا څلور جي او د درېیم نسل یا درې جي ټېکنالوژۍ انټرنېټي خدمات وړاندې کوي. په اروپايي هېوادونو، جنوبي کوریا، چین، جاپان، امریکا او اسټرالیا کې وار له مخه د پينځه ټېکنالوژۍ ازموینې شوې دي او د دې شبکو پر جوړولو کار روان دی. د معلوماتي ټېکنالوژۍ او د انټرنېټي چارو پوهان وايي، پینځه جي نه یوازې خورا چټک انټرنېټ وي بلکې له لارې یې ډېر کارونه اسانه کېدای شي. د مثال په توګه، د دې ټېکنالوژۍ په وسیله په امریکا کې ناست یو ډاکتر کولای شي چې په پېښور کې د یوه ناروغ جراحي وکړي. پامیر ساحل د پینځه جي ټېکنالوژۍ د کار، ارزښت او په پاکستان او افغانستان کې یې د عملي کېدو لپاره د شرایطو په اړه د جرمني په کایزرزلاوترن تخنیکي پوهنتون کې له څېړونکي اصف حبیبي سره مرکه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.