په پېښور کې د پاکستان ملي لوبې پیل
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د نومبر پر ۱۱مه د پېښور په قیوم لوبغالي کې د پاکستان ملي سیالیو د پرانیستو غونډه وشوه. دا د نهو کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې په پېښور کې د هېواد د سپورټ تر ټولو لویې سیالۍ کېږي. د لوبو او سیلګرۍ چارو صوبايي وزیر عاطف خان مشال راډیو ته وویل، د ۳۳مو سیالیو لپاره یې امنیتي اقدامات کړي چې پکې له ټول هېواده زرګونه ښځینه او نرینه لوبغاړي برخه اخلي. ویډیويي رپورټ وګورئ.