کابلوف: طالبان غواړي مسکو کې افغان سفارت ته یوشمېر ډېپلوماټان واستوي

د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۰مه په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له استازي ضمیر کابلوف سره ویني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالب چارواکي نه غواړي چې په مسکو کې سفیر لیرې کړي خو له روسیې غواړي چې د افغانستان په سفارت کې یوشمېر نور ډېپلوماتان ومني.

د تاس خبري اژانس د فبرورۍ ۱۰مې له رپورټ سره سم، کابلوف اېزویستیا ورځپاڼې ته وویل "د افغانستان اوسنیو چارواکو زموږ څخه غوښتي چې دوه یا درې نور ډېپلوماتان ومنو، لطفاً له دې خبر اوسئ چې دا یو اضافي معمول دی، دوی په دې لټه کې نه دي چې اوسنی سفیر لیرې کړي."

کابلوف زیاته کړه، "موږ تاییدو چې د طالبانو ډېپلوماتان راځي. تر دې وروسته به دا د افغان مشرتابه او د هغو د سفارت داخلي چاره وي، موږ به په دې کار کې لاسوهنه و نه کړو."

تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي تاس خبري اژانس ته ویلي ول چې مسکو دا واقعیت نه ردوي چې طالبان ښايي په روسیه کې د خپل ډېپلوماتیک ماموریت د کارکوونکو د زیاتولو لپاره څو تنه د لوړې یا د منځنۍ کچې ډېپلوماتان ورولېږدوي.

طالبانو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په پای کې په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې طالبانو پاکستان ته یوشمېر ډېپلوماټان وراستولي چې هلته یې کار پیل کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دا خبر رسماً نه وو تایید کړی خو د وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې په افغان سفارت او قونصلګریو کې د طالبانو د استازو له ټاکنو خبر دی. دې چارواکي زیاته کړې وه چې ښايي دا کار د سفارت او قونصلګریو د انتظامي چارو په ښه ډول ترسره کولو لپاره شوی وي.

سره له دې چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام د تېر کال د اګست پر ۱۵مه وپرځېد، خو لا هم د تېر حکومت له لوري ګومارل شوي سفیران او ډېپلوماتان دندو ته دوام ورکوي.

طالبان ادعا کوي چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې له سفیرانو او ډېپلوماتانو سره تماس لري خو اکثره سفیران وايي چې د طالبانو د حکومت استازیتوب نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان د نسکور شوي حکومت ډېپلوماټان خپله دنده پرمخ بیايي او ملګرو ملتونو د طالبانو نومولی سفر سهېل شاهین رد کړی دی.

د روسیې او پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.