۲۰۱۹ز کال په انځورونو کې

د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر نهمه مقدونیايان په پلازمېنې سکوپیې کې د هېواد د نوم بدلولو پر ضد د مظاهرې پر مهال. 

د فبرورۍ پر ۲۶مه د میکسیکو د انپارا سیمې یوه نجلۍ له امریکا سره پر پوله له کټارې څخه له یوه کس سره ستړي مه شي کوي. پر دې ورځ د دواړو هېوادونو د عیسویانو ملایانو د کډوالو لپاره دعاګانې وکړې. 

د جنورۍ پر ۲۳مه یو پولیس د وېنېزوېلا په پلازمېنه کراکس کې پر مظاهره کوونکو د ربړ مرمۍ وروي. 

د فبرورۍ پر ۱۱مه ایرانۍ ښځې د هېواد د اسلامي انقلاب ۴۰مې کلیزې په مناسبت انځور اخلي. 

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۷مه په وېتنام کې له شمالي کوریايي مشر کېم جونګ اون سره ستړي مه شي کوي. 

د مارچ پر دویمه د افغانستان په کندهار کې خلک له سېلاوونو څخه د ځان ژغورلو لپاره له خپلو رمو سره خوندي ځایونو ته ځي.

یو کس د مارچ پر ۱۵مه په نیو زیلینډ کې پر جومات په وسله وال برید کې د وژل شویو ۵۰ کسانو په ویر ژاړي. 

د مارچ پر ۳۱مه اوکراینۍ طنزیه اداکار او د ولسمشرۍ نوماند ولادیمیر زېلېنسکي پېنګ پانګ کوي. نوموړي انتخابات وګټل او ولسمشر شو. 

په یونان کې کډوال په احتجاج دي. 

د اپرېل پر ۱۵مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې تاریخي نوتره دیم کلیسا اور واخېست. 

د اپرېل پر ۲۹مه په سریلانکا کې پر کلیساګانو او هوټلونو په برید کې ۲۵۹ کسان ووژل شول. اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري ومنله. 

د مې پېنځمه نېټه: فلسطینیان د غزې پر تړانګه د اسراییلیو هوايي بریدونو ښکار ودانیو ته ورغلي. 

د مې اوومه: احمد سعید رحمان د پلاستیکي پښې تر لګېدو وروسته خوشالي کوي. دا پېنځه کلن ماشوم د یوې نښتې پر مهال ژوبل شو او ډاکترانو ورڅخه پښه غوڅه کړه. 

د مې پر ۲۶مه د شام په ادلېب کې تر وسله وال برید وروسته مرستندویه کارکوونکي خلک ژغوري. 

د مې پر ۲۷مه د روسیې په اېرکوڅک کې د ځنګلونو اور نېږدې کلي وګواښل خو مرستندویه کارکوونکو ګڼ ماشومان له اوره وژغورل. 

د جولای پر لومړۍ نېټه د واشنګټن په سیاټل ښار کې بویېنګ میکس ۷۳۷ الوتکې تر دوو پېښو وروسته له پروازونو منع شوې. 

د شام له راس العین ښار سره یوه ښځه ولاړ ده. په اکتوبر کې ترکیو الوتکو په سیمه بمباري وکړه. 

نوی دلی: د نومبر پر درېیمه هندۍ ښځې په جمنا سیند کې عبادت کوي. 

د نومبر ۱۲مه: د امریکا په سان فرانسېسکو کې د سویډنۍ ماشومې ګرېتا تونبرګ انځور پر یوې ودانۍ لګېدلی. نوموړې د اقلیم بدلون پر ضد فعالیت کوي او حکومتونه اقدام ته هڅوي. 

د نومبر پر ۱۸مه د بلوې ضد پولیس د هانګ کانګ په پولیتخنیک پوهنتون کې د جمهوریت پلویو مظاهره کوونکو ضد د اقدام پر مهال. 

د نومبر پر ۱۹مه روسي پلوي بېلتونپالي د اوکراین په دنېڅک سیمه کې ځمکلاندې بمونه پاکوي. 

بغداد: د نومبر پر ۲۸مه، مرستندویه کارکوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ژوبل مظاهره کوونکی روغتون ته وړي. 

د ډېسېمبر پر دویمه امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هېلېکاپټر ته تر ختو مخکې وینا کوي. په عین وخت کې د امریکا د استازو جرګې د نوموړي پر مواخذه کولو غور پیل کړی وو. 

Russian President Vladimir Putin (right), French President Emmanuel Macron (center), and Ukrainian President Volodymyr Zelenskiy gather at the Elysee Palace in Paris on December 9. It was the first meeting for Putin and Zelenskiy in an attempt to end five years of fighting in the Donbas region of eastern Ukraine controlled by pro-Russia separatists. (Pool via AP/Christophe Petit Tesson)

Migrants collect usable objects in a vacated campsite at Vucjak, northwestern Bosnia, on December 11, 2019. On the previous day, Bosnian authorities evacuated the camp due to the lack of running water and other facilities. (epa-EFE/Zoltan Balogh)

د ډېسمېبر پر ۱۲مه په برتانیا کې په انتخاباتو کې د محافظه کار ګوند بریا، بورېس جانسن بیا وزیراعظم شو او له اروپايي ټولنې څخه د خپل هېواد ایستلو په اړه له پارلېمانه د قانوني مسودې په منظورۍ وتوانېد.