پېښور - د کالاش ځوانه سندرغاړې فارسي ګله چې هنري نوم یې اریانا دی، روانه اوونۍ مسلمانه شوې ده.
د نوموړې یوې خپلوانې د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مسلمانېدو پر مهال اریانا په اسلام اباد کې وه.
اریانا هغه مهال خورا نومیاتې شوې وه چې د ۲۰۱۹ز کال په جون کې یې مشال راډیو یوه پښتو ویډیويي سندره خپره کړې وه.
دا هم وګورئ: کالاشيان خپل راتلونکی په خطر کې وينيتر دې مخکې فارسي ګلې د پاکستان په کوک سټوډیو کې هم سندره ویلې وه.
د اریانې خپلوانه وايي، نوموړې په اسلام اباد کې مسلمانه شوې ده.
مشال راډیو په سمدستي ډول له فارسي ګلې (اریانې) سره په رابطې نه ده توانېدلې.
اریانا د کالاش د بمبورېت درې اوسېدونکې ده.
کالاشیان خپل ځانګړی دود، دستور، ژبه او دین لري.
د کالاش ابادي خورا کمه ده او د سیمې مشران یې د دین بدلولو خلاف دي او د ابادۍ کمېدو اندېښمن کړي دي.