"کفايت شاه باچا د مينې او امن سړی وو"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا پر ژوند او هنر خبرو او د هغه سندرو ته ځانګړې کړې ده. نوموړی د سېپټمبر پر درېيمه د صوابۍ په خپل کلي زیده کې خپلو شخصي دوښمنانو وواژه. د سيمې دوه پېژندلیو سندرغاړو، ګوهر جان او بختيار خټک، باچا د يوه ځانګړي سبک لرونکي سندرغاړي په توګه ياد کړ. د صوابۍ يو نوميالي شاعر او ليکوال او د پېښور پوهنتون يو استاد نورالامين يوسفزی بيا په دې اند دی چې باچا په سندرو کې ولس ته د مينې او امن درسه ورکاوه او زياتوي چې د هغه تشه به په ګرانه ډکه شي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.