احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د اسلامي نظرياتي کونسل يوې غړې سمعيه راحيل قاضي وویل، دا د يو اسلامي ملک فريضه ده چې هغه خپلو غیر مسلمه وګړیو ته پورا حقونه ورکړي او د هغوی د مندرونو او کليساګانو حفاظت یقيني کړي.
یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶ م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلیک سکول تر خونړي ترهګریز برید وروسته د پاکستان پارلېمان د یوه اییني ترمیم له مخې د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه.
بلوڅ ملتپال ګوندونه دریځ لري چې په بلوچستان کې اوس مهال حالات دې ته جوړ نه دي چې هلته سرشمېرنه یا مردم شماري وشي.
د پاکستاني وزيراعظم سلا کار امير مقام وايي د قبايلي سيمو اويا فيصده نه زيات خلک غواړي چې يادې سيمې خېبرپښتونخوا کې شاملې کړل شي نو په دې لړ کې يې د جميعت علماء اسلام سره خبرې روانې دي چې د اصلاحاتو مخالفت دې پرېږدي.
د شمالي وزيرستان هما خان محسود مشال راډيو ته وويل چې اول يې د افغانستان پحقله څرګندونې دومره ښې نه وې خو دې پروګرام د لارې ورته معلومه شوه چې رښتيا څه دې او دروغ څه دي.
اسلام اباد: د پاکستان په سېنټ کې د بهرنیو چارو د قايمه کمېټۍ غړی سنېټر داود خان اڅکزی وايي ، پاکستان باید لومړی په خپلو تګلارو کې بدلون راولي هغه ځکه چې د پاکستان امن د افغانستان له امن سره تړلی دی.
خیبر پښتونخوا حکومت ته دې په دې غونډه کې د رېل منصوبو، موټروې، اوبو او بجلۍ پروژو او صنعتي زونونو او تجارتي مرکزونو غوښتنه وکړي او که غوښتنې يې ونه منل شوې نو سخت غبرګون دې وښيي نو امکان شته چې د چين او پاکستان حکومتونه يې غوښتنې ومني.
د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې چودري نثار علي خان وويل چې اصف علي زرداري ته پاکستان ته د ستنېدو لپاره د څه قسمه معاملې کولو ضرورت نشته ځکه چې نه خو يې نوم په ممنوع الخروج لیسټ کې شامل دی او نه هم پرې څه قسمه بنديز شته.
د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري اتلس مياشتې له ملکه بهر پاتې کېدو ورستو د جمعې پر ورځ هېواد ته راستون شو. تېره ورځ په کراچۍ کې د خپل ګوند غړو ته په وينا کې نوموړي وويل چې پيپلز ګوند به جمهوريت ته وده ورکوي
چودري نثار علي خان وویل په سلګونو کلوميتره لیرې نه د امريکا هېليکاپټرې راغلې نه یوازې زموږ د خودمختارۍ سرغړونه يې وکړه بلکې يو تن يې دلته ووژلو او د هغې مړې يې له ځانه سره یووړ.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب په لاهور هائيکورټ کې يو درخواست جمع کړل شوی دی په کوم کې چې د سرشميرنې په ترڅ کې د نرښځيانو شمېر نه مالومولو ويره څرګنده کړل شوې ده.
تر حملې وروستو له پوليسو سره سره پوځ او رېنجرز هم په سيمه کې موجود دي او حالات اوس سم دي
' دا مهال په پاکستان کې ېو سل اوه نوي (۱۹۷) افغاني سکولونه او لېسې دي چې پکې د دوه نيمو زرو نه زيات استادان زده کونکو ته درس ورکوي.'
د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانو د پاکستان او افغانستان ترمینځ په ترینګلیو اړیکو اندېښنه ښودلې او غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې خپلمینځۍ شخړې په خبرو هوارې کړي.
د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به د راتلونکي کال تر پایه خپل هېواد ته ولېږل شي.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي، چې له چارشنبې به له پاکستانه د راجستر افغان کډوالو خپل هېوادو ته د لېږلو لړۍ تر درو مياشتو وځنډوي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سږ کال په جنورۍ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې به د خپلې دندې موده پوره کېدو سره به د پوځ مشري خپل ځایناستي ته وسپاري.
د پاکستان د پلان او پراختیا وزارت په خپل یو تازه راپور کې وايي چې په دغه هیواد كې د غربت مجموعي کچه ۳۸ اعشاريه اته (۸) فيصده ده.
دا مهال د پاکستان په يولسو ښارونو کې ۲۵ پاک – ترک سکولونه او کالجونه چلېږي چې پکې تر يولسو زرو پورې زده کونکي تعلیم حاصلوي.
یو شمېر سياسي ګوندونه وايي چې د پاکستان وفاقي حکومت د تصدیقولو په نامه په ټول ملک کې د پښتنو په لکونه شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې پکې له عام ولس سره سره سرکاري کارکوونکي هم شامل دي.
نور وښیئ