احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک ګوندونه وايي له پرون راهيسې يې پينډۍ او لاهور کې پيل کړې مظاهرې به يې د غوښتلو تر منلو کېدو پورې دوام وکړي. تحريک انصاف دريځ لري چې موجوده حکمرانانو په درغليوو کې ککړو کسانو سره دې حساب وشي.
د سعودي عرب د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان دورې پر مهال له وزيراعظم نواز شريف سره په اسلام آباد کې ملاقات کړی او د سيمي د صورتحال په ګډون په مختلفو څانګو کې خپل مينځي مرستې زياتولو د ارادې څرګندونه يې کړې ده.
په پارلېمان کې د خیبر استازي حاجي شاه جي ګل اپریدي مشال راډيو ته وویل، د قبایلي سیمو اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ ورته د هغو سپارښتنو په اړه تفصیل ورکړ چې وزیراعظم ته یې استولې دي. اپریدي وویل، په سپارښتنو کې د ځېنو نکاتو ورزیاتولو او د ځېنو هغو بدلون لپاره به کمېټۍ ته خپل لیکلی نظر ورکوي.
په پارلېمان کې د کورمې استازي ساجد حسېن توري هم د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار او د اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې هغو سیمو ته د صوبې یا ګلګت بلتستان په څېر قانوني او اییني حیثیت ورکول د قبایلو په ګټه نه دي.
پښتنو ملتپالو ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوالو ته دې چې دلته یې کورونه اخیستي دي او يا کاروبارونه کوي، اسانتېاوې ورکړل شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم به د پاکستان او افغانستان (۷۰) تعليم يافته هلکانو او جينکو ته د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو د سياسي طور طريقوپه ښه ډول خبر شي.
نثار مومند وايي، چې د روانې مياشتې (اګست) په درويشتمه (۲۳) نېټه آل فاټا سياسي اتحاد په باچا خان مرکز پيښور کې خپله غونډه رابللې ده چې پکې به د راتلونکې لپاره کړنلار ټاکي.
په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویانده دنیا اسلم خان وايي افغانستان ته په خپله خوښه ستنېدونکیو کډوالو سره د پخوا په پرتله په زیاته اندازه مرستې کېږي، خو یوازې هغه کډوال دغه مرستې تر لاسه کولی شي چې په پاکستان کې د اوسیدو لپاره ورسره د مهاجرت ځانګړي کارتونه موجود وي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي دي چې عملیات ضرب عضب په خپلې اخري مرحله کې دې، ليدلي او ناليدلي دښمن ته به د تيښتې موقعه نه ورکړې کېږي او ورته يقين دې چې ډېر ژر به د هېواده د وسله والو خاتمه وکړې شي.
د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو او عکسونو له وجې شهرت ترلاسه کونکې قنديل بلوڅ د وژنې په قضيه کې مفتي قوي نومولی دی.
د دوشنبې په سهار کوټه کې شوي ځانمرګي برید کې د دوه کېمره مينانو د وژنې وروسته په پاکستان کې د ۲۰۰۰م کال راهیسې د وژل شویو خبريالانو او کېمره مينانو شمير ۱۱۷ تنو ته ورسېد.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي پاکستان د ادعاو باوجود د حقاني شبکې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي او ياده ډله هره ورځ په افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د پاکستاني سفيرانو کنفرنس ته وويلي دي چې پاکستان د نړۍ د نورو ملکونو نه کومې هيلې لري نو پکار ده چې دا ملکونه د پاکستان دغه انديښنو ته خپل پام راوګرځوي.
په جولای مياشت اسلام آباد کې د ترکي سفير صادق بابر هم مطبوعاتو ته ويلي ول، حکومت يې ټولو ملګريو هېوادونو ته خواست کړی دی چې په خپلو خپلو ملکونو کې دې د ګولن ګروپ د هلو ځلو مخنيوی وکړي.
په پاکستان کی د افغان سکولونو مدیرانو په اسلام آباد کې د افغانستان له سفير عمر زخېلوال سره د لیدو مهال شکایت وکړ چې پولیس یې ځوروي
د سيفران لپاره د سېنېټ قايمه کميټۍ وایس چيېرمېن سېنېټر تاج محمد اپرېدي ويلي دي چې په پاکستان او افغانستان کې ميشتو قبايلو په تګ راتګ بنديز لګول د دواړه ملکونو په ګټه نه دی.
په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم د پاکستان او افغانستان اوويا (۷۰) تعليميافته هلکانو او جينکو ته به د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو له سياسي طور طريقو په ښه ډول خبر شي.
د دنيا اسلم خان وينا وه چې له پاكستانه پخپله خوښه ستنېدونكیو راجستر افغان كډوالو ته له تېرې مياشتې د يو اېن اېچ سي آر لخوا چې کوم زيات امدادي رقم ورکول کېږي نو هغه به هم لاسليکېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېتر عثمان کاکړ وايي، عمران خان غواړي چې وزیراعظم شي نو ځکه دا ډول ناجمهوري بیانونه ورکوي. ده وویل، داسې ویناګانې ډېموکراسۍ ته تاوان رسوي.
پر دې لوحو په اردو ژبه لیکل شوي: ((د تګ خبرې زړې شوې، د خدای لپاره اوس راشه)). پر لوحو د جنرال راحیل شریف لوی عکس یا انځور هم چاپ شوی دی.
نور وښیئ