احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
پروسږ کال په دسمبر مېاشت کې هم د قبايلي سيمو دې استادانود خپلو غوښتنو لپاره په اسلام آباد کې د پرېس کلب په وړاندې احتجاجي مظاهره کړې وه.
په پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه او کورشمېرنه په ١٩٩٨ م کال شوي وه او د هغه وخت په شمېرنه کې د ملک آبادې تر ١٣ کروړه ٥٠ لکو زياته ښودل شوې وه.
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۴ کال په جون مېاشت کې هرې کډوالې کورنۍ ته د شپږ زره روپیو ورکولو وعده کړې وه
د پاکستان له قبایلي سیمو د جنګ له کبله بې ځایه شوې زرګونه کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي. د قبایلي سیمو د افتونو سره د مبارزې اداره وايي شمالي وزیرستان ته په تېر یو کال کې ۲۳۰۰۰ کورنۍ ستنې شوې دي.
د وزیراعظم دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د چارشنبې پر ماښام اوباما په ټیليفون نواز شریف ته وویل چې په دې جګړه کې د پاکستان رول ستايي.
د چارشنبې یا شورو پر ماښام د مظاهره کوونکو مشرانو په اسلام اباد کې د پاکستان اورګاډو چارو وزیر خواجه سعد رفیق په کور کې مذاکرات وکړل.
د مارچ پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري پلویانو احتجاجي ناسته پای کړه. تر دې مخکې حکومت ویلي ول چې که د مظاهره کوونکو له مشرانو سره خبرې نتیجې ته و نه رسېدې نو پر ضد به یې عملیات کوي. په ویډیو کې وینئ چې تر جلسې او نعرو وروسته خلک له اسلام اباده روان دي.
دوی د لاهور په تفریحي پارک کې وروستۍ ځانمرګې حملې ته په اشاره وویل، اسلام ان د جګړې پر وخت هم ((د ښځو او ماشومانو وژنې اجازه نه ورکوي.))
د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري د پانسۍ او د مذهب سپکاوي جنايي قانون ممکنه بدلون ضد په اسلام اباد کې مظاهرې او احتجاجي ناسته روانه ده. د ممتاز قادري پلویان له پارلېمان سره نېږدې ورغونډ دي چې پکې سلګونه یې پولیسو نیولي دي. دا ویډیو وګورئ.
د پاکستان په لاهور ښار کې د یکشنبې ورځې له ځانمرګي بره وروسته نن د دوشنبې په ورځ د وزیراعظم نوازشریف او د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف په مشرۍ کې بیلا بیلې غونډې شوې دي.
د ۲۰۱۴ م کال په ۱۵ م جون د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد ضرب عضب عملېات پیل کړل چې له وجې يې تر لسو لکو زیات خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړل شول.
سېد عالم مسود وفاقي حکومت د چين ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې پر غربي سړک د کار پېلولو ژمنه کړې او د توانايي منصوبې به هم سر ته رسوي خو تراوسه یې پوره نکړې.
د ټول فاټا اتحاد مشر ملک خان مرجان وايي، په شمالي وزیرستان کې د خلکو کورونو او کاروبار ته زیانونه رسېدلي دي نو دوی غواړي چې خپلې سيمې آبادې کړي. دی وايي، حکومت ته خواست کوي چې پښتنو قبایلو دې په سپک نظر نه ګوري.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د کرکيلې یو کارپوه فضل منان وايي، له اوسنیو ورښتونو د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډوېژنونو کې د مېوو باغونو ته زیان رسېدلی شي، ځکه چې ونو ګل نیولی دی.
حكومتي چارواکو وايي دا ديارلس اربه روپۍ به د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوو قبايلي کډوالو په بيا بحالۍ او هغوی ته د ژوند د بنيادي سهولتونو په برابرولو لګيږي. تر دې مخکې هم حکومت ورته اعلانونه کړي خو د قبايلو خلک ترې خوشاله نه دي.
د پوهنتون زده کووکي ادعا کوي چې د هلکانو هاسټلونو مشر په پوهنتون کې د اسلامي جمعیت طلبه د تنظیم سازۍ لپاره مرسته کوي او غوښتنه یې ده چې دی دې له خپلې دندې هیسته کړل شي. خو نوموړی تورونه ردوي.
د وزیراعظم کور یوه چارواکي مشال رېډېو ته وویل چې، نواز شریف د سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزیز په بلنه په درې ورځنۍ دوره سعودي عرب ته روان دی
د شمالي وزیرستان ملک غلام خان وايي چې د متاثرینو بحالۍ لپاره رالېږلې بهرنۍ پیسې که په دوی ولګېږي نو ژوند به يې داسې نه وو.
د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د ټیټوالي په باب ولس وايي چې حکومت خو له تېرې څه مودې راهیسې د تېلو په نرخونو کې تر څلوېښتو (۴۰) روپیو زیات ټیټوالی کړی وو خو له بده مرغه دوی ته يې په عملې توګه هېڅ ګټه ونه رسېدله.
تر غونډې وروسته د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د ناامنیو له کبله سرشمېرنه او کورشمېرنه ((اوس شونې نه ده)) نو ځکه یې ځنډوي.
نور وښیئ