باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
په ننګرهار کې د لاسي صنایعو په برخه کې زیاتې مېرمنې په کار بوختي دي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د خپلو تولیداتو لپاره ښه بازار او مارکېټ ولري.
جلال اباد: د تېرې یکشنبې په ورځ چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند مقام خان هديره کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه، اتلس تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي وو او دولس نور ټپیان شوي وو.
د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې په دې وروستيو کې جنايتي جرمونه، غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې، په همدې اړه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې هدفي وژنې سیاسي او که جنايي دي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي دي.
د ولايتي شورا استازي او مدني فعالان په ننګرهار کې د نا امنيو علت د ځايي چارواکو بې کفایتي او په امنيتي ادارو کې فساد ګڼي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت يا يوناما په ننګرهار ولايت کې د دوشنبې پر ورځ د یوې جنازې پرمهال په ځانمرګي برید د خپګان څرګندونه کړې ده.
د جلال اباد ښار صرافانو د يوه لاريون په تر سره کولو سره چارواکو د خپل امنیت غوښتنه وکړه، دوی وايي چې د تېرو شپږو میاشتو راهيسې دوی تښتول کېږي، په دوکانونو يې ډاکې اچول کېږي، مرګ ژوبله ورته اوړي خو د عاملينو پر وړاندې يې حکومت جدي ګامونه نه پورته کوي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو چې په تېرو شپږو مياشتو کې په جنايي او تروریستي پېښو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې نیولې وې، د چارشنبې په ورځ د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په ننګرهار کې د لاسي صنایعو او تاریخي اثارو دوه ورځنی انځوریز نندارتون د پنجشنبې په ورځ په فوټبال لوبغالي کې پرانیستل شو.
د اېمل په نوم ځوان يوه مياشت وړاندې د کامې ولسوالۍ اخوند کلا څخه تښتول شوی وو او افغاسنتان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې هغه راخلاص کړي.
په ننګرهار کې د ختيځې سيمې دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې د نظام د ملاتړ اعلان وکړ.
دا پېښه پر داسې وخت شوې چې د ختیځ ولایتونو ولسي مشران او خلک په شېرزي لوبغالي کې د افغان حکومت په ملاتړ تر غونډې وروسته کورونو ته روان ول. خوږیاڼي زیاته کړه
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سيمه کې د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو د پخواني قومندان شېخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی چې په ترڅ کې يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،د ملي امنيت منسوبینو د وسلو يوې لویې زېرمې په راسپړلو او جوتولو سره یې د ترهګرو کړو مخه نيولي ده.
د ګونګیانو په ټولنه کې زیات شمېر کسان داسې دي چې بال بچ او کورنۍ ورتر غاړې دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د کار کولو زمینې ورته برابرې کړي
د افغانستان د زراعت وزارت د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې ګروندګرو ته د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو په موخه د دوه سوه څلوېښت ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيلوي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ولس غږ وکړ چې د سولې په راوستو کې لاس په کار شي، "هر ننګرهاری ورور، خور، که مشر دی او که ځوانان دي، ټول به د يوه ملي مسوولیت په توګه د سولې د تحقق او ملي پخلاینې لپاره به انشاالله په ننګرهار کې کلکې هلې ځلې پيلوي."
په جلال اباد ښار کې د څه باندې درې سوه پنځوس زرو ډالرو په ارزښتد درېيو پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې. په دغو پارکونو کې يو هم د ښځو په بڼ کې جوړېږي چېرته چېدوه سوه ښځې د لاسي مصنوعاتو په برخه کې زده کړې کوي.
د دغه ولسوالۍ سړک تر اوسه پورې خام دی او هغه هم ډېر خراب دی. په دې سفر کې ما خلکو ته وعده ورکړه چې دغه ولسوالۍ ته د غځېدلی سړک لومړۍ مرحله به په نېږدې ورځو کې پیلېږي
په ننګرهار کې د نجونو نړلوالې ورځې په تړاو په یوه غونډه کې ویناوالو ویل چې په تعلیمي ادارو کې د ښځینه استادانو کمی او نشتوالی د دې سبب شوی چې نجونه په مینځ کې زده کړې پرېږدي.
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې غړی کريم صادق هم د دغه شپنیو لوبو نندارې ته راغلی و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له همدغو سياليو له لارې دوی د کريکټ په برخه کې استعدادونه مومي او بيا يې په بېلابېلو اکاډمیو کې روزي
نور وښیئ