خالد خان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
خیال زمان اورکزي پر اعلا وزیر پروېز خټک تور ولګاوه چې ټول واک اختیار یې اول خپلې کورنۍ، خپلې ضلعې او ښار او بیا تر خپلو ملګرو او دوستانو محدوه کړی دی.
عوامي نیشنل ګوند غواړي چې یوازې د وزیراعظم او د هغه کورنۍ نه، بلکې د هغو ټولو خلکو په اړه دې، ((بې له توپیره، پلټنې وشي چې په ټاپو وزمه هېوادونو کې یې شرکتونه یا کمپنۍ جوړې کړې وې.))
په چترال کې د کېلاش (کالاش) د چیلم جوش کلنۍ مېله پای ته رسېدلې. د تېر کال پرتله دا ځل دې څلور ورځنۍ مېلې ته کم سیلانیان ورغلي ول. د دې لامل دا وو چې په وروستیو میاشتو کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله سړکونه او لارې خرابې شوې وې. د مېلې په اړه دا ویډیو وګورئ.
د پنجاب یوه پونده کورنۍ پېښور ته ورغلې او په ښار کې د اوښې شېدې (پۍ) خرڅوي. دا کورنۍ د خلکو مخې ته اوښه لوشي او شېدې یې خرڅوي. خلک وايي، دا پۍ یې د روغتیا لپاره ښې دي. په اړه یې دا ویډیو وګورئ.
د دوشنبې یا ګل پر ورځ په پېښور کې د باور په نوم فلم د جوړېدو غونډه وشوه چې ورته هنرمندان، لیکوالان او اداکاران ورغلي ول. دا فلم د پښتنو د ټولنیزو ستونزو انځور وړاندې کوي. غونډې ته ورغلیو ګډونوالو ویناګانې وکړې. ویډیو وګورئ.
په پېښور کې د نومیالیو لیکوالانو سعد الله جان برق، نورالبشر نوید او شمس بونېري په ویاړ یوه غونډه شوې چې ورته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د مشر مېلمه په توګه وربلل شوی وو. په ویډیو کې د غونډې بېلا بېلې برخې ښودل شوې دي.
د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – مشال مرکه – کې دا اونۍ په خیبر پښتونخوا کې د سیکانو یو مشر او د پيښور ضلع کونسل پخوانی غړی ډاکټر صاحب سینګ میلمه دی.
چارسده: د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون به د دوشنبې په ورځ د زده کووکو لپاره بیرته پرانستل شي.
د قاضي ظفرالله مېرمن پر ارمي پبلک سکول برید کې ووژل شوه. قاضي طاهره د ارپبلک سکول پرنسپله وه.
پښتونخوا اولسي تحريک وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت کوشش کوي چې د چين د کاشغر او بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي راهدارۍ پروژې ګټې پنجاب واخلي او پښتانه له خپله حقه محرومه کړي. د دې تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې پنجاب به داسې کولو ته نه پريږدي.
د خییر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک وايي ، دوی هڅه کوي چې د منظور شوي قوانین د صوبې تر واک لاندې سیمو ته هم وغځوي.
د خيبر پښتونخوا پخوانی وزيراعلی او د عوامي نيشنل ګوند يو مشر اميرحيدر خان هوتي وايي چې د مئ په دېرشمه شوو بلدياتي ټاکنو کې د درغليوو له وجې د حکومت د استعفال لپاره تحريک بيا پيلوي. هغه د حکمران ګوند تحريک انصاف له مشر وغوښتل چې د حمهوريت کمزوري کولو لپاره دي منفي سياست نه کوي.
د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي اېتلافي حکومت دریځ لري چې په هغو سیمو کې بیا انتخاباتو ته تیار دی چې پکې درغلي شوې. خو درېواړه اپوزیشن ګوندونه وايي، د دې حکومت په موجودګۍ کې په انتخاباتو کې د درغلی مخنیوی نشي کېدای.
په بره دیر کې یوه سیلانۍ سیمه ده چې پکې له غرونو اوبه بهېږي او د اوړي (دوبي) په موسم کې ګڼ خلک یې لیدو ته ورځي. پر دې موضوع دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا تاریخي ښار پېښور د نړۍ په هغه یو څو ښارونو کې شمېرل کېږي چې خواوشا دوه نیمه زره کلن لرغونی تاریخ لري او تر اوسه اباد دی. د تاریخ پاڼه خپرونه کې پر پېښور د تېرو وختونو د کلتورونو او او لرغونو اثارو په باب غږېږو. د خپرونې کوربه خالد خان دی.
په تاریخ پاڼه خپرونه کې د لرغونی اټک کلا په اړه معلومات درکوو چې د ۱۵۸۱م کال د مغل د اکبرباچا پر وخت د اباسین سیند پر غاړه له خیر آباد سره جوړه شوې ده. د خپرونې کوربه خالد خان دی.
په تاریخ پاڼه خپرونه کې د پېښور لرغونی قیصه خوانۍ قیصه درته کوو چې څنګه هلته د ۱۹۳۰م کال د اپریل میاشتې پر۲۳مه نېټه د انګریزانو لخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي ول. د خپرونې کوربه خالد خان دی.
لرغونپوهان وايي، په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یې داسې غارونه او اثار موندلي دي، چې زرګونه کاله وړاندې پکې د غار دوې انسانانو پکې ژوند کولو.
د پېښور ښار تاریخي او لرغوني دیوال په اړه ویل کېږي چې د دغه دېوال اثار له پخوا موجود ول.
هنډ ښار د هندو شاهي دویم مرکز وو او بیا چې کله سلطان محمود غزنوي و راجه نندپال ته ماتې ورکړه نو د اښار یې خپله ولکه کې واخیستو
نور وښیئ