د لورالايي په مېختر سیمه کې دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په لورالايي، ږوب، مرغه کبزيي او ګوال اسماعیل زيي سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستانۍ ملېشې د پلټنې عملیات کوي.
وسله والو د تېرې یکشنبې یا اتوار پر شپه لیاقت علي خان سره له اتو نورو مساپرو د کلا سیف الله له تنګې سیمې تښتولي ول چې پکې د لیاقت علي خان مړی د یادې ولسوالۍ یا ضلعې له ګوال اسماعیل زیو تر لاسه شوی دی.
د ږوب کاري کمېټې د وسله والو له لوري د مساپرانو تېښتولو خلاف نن په ږوب ښارګوټي کې هړتال دی او یوه لویه ولسي غونډه کوي
بلوچستان کې له ۲۰۰۸م کال راهیسې د بلوڅانو خراب شويو مړيو موندلو لړۍ پېل شوې، چې د ډېری بلوڅ ملتپالو په خبره د پاکستان استخبارات يې وژني، د پاکستان استخبارات یې تورونه ردوي.
د کورنیو چارو د وزارت د مالوماتو له مخې په کال ۲۰۱۴ کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې، او تر ټولو لږ وګړي وژل شوي دي.
د بلوچستان د انتخاباتو کمېشن وايي، نن د بلدیاتي ټاکنو په لړ کې د مزدورانو او کروندګرانو پر خالي څوکیو رایې اچول کېږي. د کمېسیون یوه چارواکي سید سلطان بایزید تېره ورځ مشال راډيو ته وویل، د هغې صوبې په بلدیاتي ادارو کې د مزدورانو
د خالي په ورځ حکومتي سرتېرو د بلوڅ مېشتې ډېره بګټي سیمې په سري نالہ گوټهـ مندرا کې په عملیاتو کې اته بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژلي او په دې عملیاتو کې ددوی يو سرتېری وژل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې د ډیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د ارمي پبلیک سکول تر پېښې وروسته که يوخوا د دغه هيواد بېلا بېلو سیمو په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات روان دي.
د جرمني سفیر ډاکټر سېریل نن (سېشنبه) ویلي دي، چې د پر امنه او باثوباته پاکستان لپاره ضروري ده، چې افغانستان هم پرامنه وي.
ډاکټر عبدالمالک بلوڅ زیاتوي، د ريکوډک غرونه خو د نړۍ له تر ټولو زیاتو طبعي سرچینو ډک دي، خو د دغې صوبې يوه وچه کلکه ډبره به هم د دې صوبې د وګړيو د خوښۍ پر ضد ونه پلوري؛.
؛ که چېري اتلسم بدلون ختم کړل شو، نو نېشنل پارټۍ به په خپلو تګلارو ته له سره کتنه وکړي، او د دې به بېخي زیاتې خطرناکې نتيجې وي؛.
د کوټې په سرکي سړک له بړېڅ مارکېټ سره څېرمه په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په شمول دیارلس تنه نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان صحت وزير رحمت بلوڅ وايي هغه خلک چې د ګوزڼ څاڅکې خپلو ماشومانو ته نه ورکوي او دې کار ته په ښه نظر نه ګوري، هغه يواځې او يواځې د جهالت په تورو تيارو کې اوسي
د ګوزڼ پر کارکوونکو تر برید وروسته نورو کارکوونکو په کوټه کې د ګوزڼ کمپاين درولی او اعلان يې کړی دی، چې تر کومه ورته کلک امنيتي تدابیر ورکړل شوي نه وي، په کمپاين کې به برخه وانخلي.
د بلوچستان صحت څانګې چارواکو بیا په سرکاري روغتونونو کې لیکپاڼې ځوړندې کړې، چې پرې لیکل شوي، ټولو ځوانانو ډاکټرانو ته يې تنخاوې د هغوی بانکي کاتو «اکاونټونو« کې استولې.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې يوې بمي چاودنې يو ماشوم وژلی او د څلورو پوليسو په ګډون دېرش ولسي وګړي یې ژوبل کړي دي. لومړنۍ پلټنې ښيي چې د دغه بمي برید هدف د کوټې د ترهګرۍ ضد عدالت جج نذیر احمد لانګو و خو هغه له بریده روغ وتی دی. د خداینور ناصر ویډيو
د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، حکومت يې د وچکالۍ او سیلاونو له متاثره خلکو سره مرستې کوي، او په لومړي سر کې يې حکومت د دې لپاره د يو ارب روپيو اعلان کړی دی.
یو ځانمرګي بریدګر د مولانا فضل الرحمن له ګاډي سره نژدې خپلځان والوځولو. چې پکې هغه ته د سر زیان ونه رسېده خو د دغه ګوند د جلسې ګڼ برخوال ژوبل شول.
حزب الله د کوټې يو رکشه چلوونکی ځوان دی، وايي، له تېر يوه کال راهیسې په کوټه کې رکشه چلوي او په دې موده کې يې هېڅ يو داسې هم لیدلی نه دی، چې د پياده خلکو لپاره دي جلا لار وي
د بلوچستان مرکز کوټې امنيتي چارواکي وايي، د دغه ښار په هزارګنجي سیمه کې د جمعرات په سهار نامالومه وسله والو اته تنه وژلي او یو بل يې ژوبل کړی دی.
نور وښیئ