د پاناما اسنادو د معاملې او ضابطه کار جوړولو لپاره د پاکستان وزير اعظم نواز شريف یو وارې بیا د اپوزيشن ګوندونو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده ۔ حکومت وایي دوی غواړي چې په شریکهضابطه کار جوړ کړل شي ترڅود احتساب دا سلسله روانه شي.
دواړه سترګې پرون (شنبه) ماسخوتن دوو کسانو ته ولګول شوې او هغوی اوس لیدلای شي. د عبدالستار اېدي دا ګام ډېر ارزښت لري. کاش چې موږ هم د هغه پر پل، پل کېږدو.
د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت له وفاقي حکوته غوښتي چې د روانې میاشتې تر ۳۰ مې ڼېټې وروسته دې د افغان کډوالو موده نه غځوي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرېنډي ويلي دي چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان کوششونه ستایي او اداره به یې د کډوالو ستنېدولپاره سازګاره حالات پيدا کوي او د مسلې هوارولو کوشش به کوي.
د مذهبي چارو کار پوه قبله آياز مشال ريډيو ته وويل چې اسلام د مينې محبت او مذهبې آزادۍ مذهب دې او په قرآن و سنت کې هم په زوره د چا مذهب بدلولو اجازت نشته۔
اپوزيشن وايي، که چرې د حکومت لخوا په ضابطه کارو څه مثبت جواب رانغلو نو تر اختر وروسته به احتجاجونه پیلوي.
د خېبر پښتونخوا په چترال ضلع کې يو کيلاشې جيني د اسلام مذهب قبلولو نه پس د ځايي مسلمانانو او کېلاشیانو تر مينځ له شخړې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د اوسنيو معاملاتو هوارولو لپاره اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، د دواړو ملکونو تر مينځ دا ځل د تعميراتو په لړ کې يو بل په اعتماد کې د نه اخيستو له کبله شخړه رامخې ته شوې ده.
د بشري حقونو رپورټ تر مخه په 2015 کال د غيرت په نوم د ښځو د وژنو شمېره تر یو زروپورې وه.
د قانوني چارو وزیر زاهد حامد قامي اسمبلۍ ته د ۱۶ کسیزه کمېټۍ جوړولو وړاندیز وکړ خو اپوزیشن وویل چې د مې پر ۱۸مه د ۱۲ کسیزه کمېټۍ پر جوړولو سلا شوې وه نو هم هغه کار باید وشي.