ځانمرګي بريدونه د پنجشنبې سهار وختي د پینځه نيمو بجو په شاوخوا کې د والي استوګنځي ته څېرمه پر دولتي ودانيو پيل شول چې وروسته جګړه پیل شوه. تر څه باندې يو ساعت وروسته، نښته پای ته ورسېده.
غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګېرو ولسوالۍ کې بهرنيو سرتېرو د طالب وسله والو پر يوه پټنځای بريد کړی دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
افغان ځواکونو د ننګرهار شيرزادو ولسوالۍ کې د تېرو شپږو ورځو چاڼیز «تصفيوي» عملياتو کې ۱۲۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژلي او ۵۳ تنه يې ټپيان کړي دي. غزني کې ۲۲ وسله وال وژل شوي.
د ګېرو ولسوال الله داد خيرخواه وايي، په دغه سيمه کې وسله وال د وسلو يوه ستره زېرمه هم جوړه کړې وه چې پکې به يې ماينونه جوړول، ځانمرګيو ته به يې واسکټونه پکې تيارول
د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، قومي مخورو وسله وال موندلي او ورڅخه غوښتي يې دي چې برمته شوي کسان راخوشې کړي.
نن (شنبه) سهار د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د واده پر دوو موټرو باندې په لاره کې خښ کړل شوي ماينونو ورچاودېدلې دي چې له امله يې تر اوسه پورې نهه تنه عام وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات شوی دي چې پکې يو ويشت تنه وسله وال وژل شوي، ژوبل شوي او ژوندي نيول شوي دي
د غزني سيمهييز چارواکي وايي، په دغه ولايت پر طالب وسله والو بريد شوی دی چې پکې پنځلس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.
د زابل په مرکز قلات ښار کې د پوليسو پر يوه رنجر موټر ماين ورچول شوی دی چې پکې څوارلس تنه ژوبل شوي دي. د ژوبلو شويو کسانو لويه برخه عام وګړي دي. پرون سهار هم د دغه ولايت په مرکز کې د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه.
د ګيلان اوسېدونکي وايي، دا مهال د خلکو په کورونو کې د ځای پر ځای شويو وسله والو لويه برخه پاکستاني پنجابيان دي چې د خلکو په زاريو هم نه پوهېږي.
د ملي اردو سرتېرو له یکشنبې راهيسې د اندړو ولسوالۍ په خانې کلا، دليل او دلبر سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دی چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې لا هم د پېروز په نامه عمليات دوام لري چې په خبره يې، له پرون راهيسې پکې څلور شپېته تنه نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل چارواکي وايي، په دغه ولايت کې اته تنه ملي او سيمهييز پوليس تري تم شوي او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم. دغه پوليس له نوبهار ولسوالۍ څخه قلات ته پر لارې وو چې ورک شوي دي.
د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې دوه تنه ايټالويان او د هغوی افغان ملګري نيولي دي . دوی وايي دغه کسان د کانونو په مالومولو او کيندلو پسې راغلي وو او کوم قانوني اسناد يې هم نه درلودل.
د غزني چارواکي وايي، لا يې هم په ګيلاني کې د طالبانو پر ضد پيل شوي عمليات پای ته نه دي رسېدلي او اوس هم روان دي.
چارواکي وايي، په غزني کې د طالب وسله والو او سيمهييزو پوليس تر منځ نښته پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.
له تېرې جارشنبې شپې راهيسې د غزني په دوو ولسواليو کې عملياتو او نښې شوې دي چې پکې لس تنه وسله وال وژل شوي او ديارلس نور ژوبل دي
د افغانستان په زابل ، غزني او ميدان وردګو کې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر زرګونه خلک د رايې ورکولو د مرکزونو پر خوا روان دي او غواړي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر وټاکي.
نن جمعې پر سهار په غزني کې يو درې سوه درې موټر له سړکه اوښتی دی چې له امله يې تر اوسه پورې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي. په مړو او زخمي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
نن د چارشنبې پر غرمه په غزني ښار کې چاودنه شوې ده چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. چارواکي وايي، چاونه د ريموټ کنټرول ماين وه او هدف يې د اندړو ولسوالۍ يو امنيتي چارواکی وو. سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
نور وښیئ