شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د جرګې یوه غړي او د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي سیاستوال عمران ماهر وویل چې که د امنیت غوښتنه یې پوره نه شوه نو بیا پرلت وهي
د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اعلاوزیر محمود خان په مشرۍ غونډه وشوه. حکومت تر هغې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د معلوماتو تر غونډولو وروسته به ټولو اغېزمنو ته په شفافه ډول د تاوانونو پیسې ورکوي.
د
د اطلاعاتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویل، د صوبايي حکومت او ضلعي انتظامیې چارواکو په باجوړ کې له پرلتوالو سره خبرو ته دوام ورکړی دی او ورته ډاډ ورکوي چې حکومت د امنیت ټینګښت ذمه وار دی.
په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف مشران له دې انکار کوي چې ګواکې وسله وال په منظمه توګه په صوبه کې داسې شتون لري چې د حکومت واک وننګوي.
د اګست پر ۱۹مه نېټه پیل شوي دې پرلت کې د جمیعت علما اسلام (فضل الرحمن)، جماعت اسلامي، پيپلز پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند او د ځينو نورو سياسي ګوندونو په ګډون د سيمي سوادګران، ځوانان، مدني فعالان ګډون لري.
د باجوړ په مرکز خار کې پرلت پر داسې مهال پیل شوی چې په ډمه ډوله کې په چاودنه کې دوه پولیسان وژل شوي دي. د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې بمي چاودنه د اګست ۱۹مې پر مازیګر په چوترې کلي کې د پولیسو له پوستې سره نېږدې شوې ده چې پکې یو سرتېری ژوبل هم دی.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان د اګست پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې له لومړۍ ورځې د خبرو لړۍ جاري ساتلې ده خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.
د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه کمېشن یوازې پر نهو څوکیو انتخابات کوي.
مولانا فضل رحمان په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې په عدالتونو او الیکشن کمیشن هم فشار دی، که داسې نه وای نو هغوی به د ایین او قانون مطابق فیصلې کړې وای.
د پاکستان د پارلېمان هغې جرګې دا پرېکړه لیک تر هغې وروسته منظور کړی دی چې د جولای پر ۲۶مه سپریم کورټ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.
د جولای پر ۱۵مه، د باجوړ په سالارزو کې د یاد ګوند لخوا وربلل شوې یوې جرګې ته په وینا کې د دغه ګوند یو مشر سید باچا وویل، دوی دا پرېکړه ځکه کړېده چې د هغه په وینا سیل ځایونو ته د مېرمنو په ورتګ فحاشي خورېږي.
ایاز امیر د جولای د لومړۍ نېټې په ورځ ناوخته له دنیا نومي شخصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، ماسختن مهال د پینځو ـ شپږو کسانو لخوا هغه وخت ورباندې حمله وشوه چې دی له دفتره کور ته روان وو.
رانا ثنا الله د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ملي امنيت شورا تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وويل چې د ټي ټي پي پر "هېڅ داسې غوښتنه به خبرې اترې نه کېږي چې د ايين په چوکاټ کې نه وي."
په لاهور کې د پاکستان د نارنجي مېټرو (اورېنج مېټرو) اورګاډی سروېس په ۲۰۲۰ز کال کې پیل شو. د لاهور یوه اوسېدونکې وايي، په هغو ګاډو کې ځان خوندي احساسوي. امنیتي کارکوونکي د مېټرو په تمځایونو کې د خلکو سامانونه هم تالاشي کوي چې د ورانکاریو مخه ونیولای شي. نور معلومات په ویډیو کې.
بشارت خان وايي، په وروستیو کې د مومندو په ۱۷ بېلابېلو ځایونو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول چې حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو ووژل. د دې اورونو لګېدو لاملونه لا نه دي په ډاګه شوي خو چارواکي وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
په خيبر پښتووخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ميرکلام وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وعده وکړه چې د خپلو خلکو لپاره به ټول حقونه غواړي.
دا بلونه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړې اسیه خټک د عوامي نېشنل ګوند غړې شګفته ملک په مرسته د جون په پیل کې وړاندې کړي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) د مې پر اتمه نېټه په بیان کې ويلي چې ځينې سياستوالان، خبريالان او څېړونکي په ولسی ځايونو او پر "ټولنيزو رسنيو مستقيماً او په ارادي توګه" په حوالو ورکولو د پوځ او د دې ادارې د مشرتابه په اړه خبرې کوي.
نور وښیئ