صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د جون پر ۲۱مه د پخواني سېنيټر عثمان کاکړ لومړی تلين ولمانځه. د ګوند مشرانو په کوټه کې د جلسې پر مهال يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې د عثمان کاکړ د مرګ پلټنو لپاره دې د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په مشرۍ يو کمېشن جوړ شي. نور حال په دې ويډيو کې.
عبدالله جان له شاوخوا ۳۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي. نوموړی وايي، د ژوند زیاتره برخه یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په مزدوریو او خوارۍ تېره کړه او هره ورځ دا هیله لري چې یوه ورځ به افغانستان ته ستون شي. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د پخواني مخکښ عثمان خان کاکړ په یاد کې په کوټه کې د جون پر ۱۸مه نېټه د هغه د انځورونو نندارتون جوړ شوی وو. په نندارتون کې د پښتنو انځورګرانو له خوا د عثمان کاکړ جوړ شوي شاوخوا ۶۰ انځورونه نندارې ته وړاندې شول.
د غير رسمي نتيجو له مخې تر اوسه پورې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازاده امېدوارانو، ورپسې جميعت علمای اسلام (ف) ډلې او د صوبې واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د بریا په حساب په درېیم نمبر ده.
د مې په ۲۹مه، د بلوچستان له ۳۴ ضلعو څخه په ۳۲ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لپاره خلکو رایې واچولې. د رايو اچولو په وخت سخت امنيتي تدابیر نيول شوي وو. کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ له لوري درې ورځنۍ څېړنغونډه د مې ۱۵مې پر ماښام د موسیقۍ په پروګرام پای ته ورسېده. د مې پر ۱۳مه پیل شوې څېړنغونډې ته ګڼ لیکوالان، پوهان او شاعران ورغلي ول. د "سهېلي پښتونخوا ادبي، تاریخي او کلتوري یون" تر سرلیک لاندې غونډې ته پوهانو خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په پشین کې د مۍ پر شپږمه د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د هغه د ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د اختر روایتي جلسه وشوه. په غونډه کې محمود خان اڅکزي د پاکستان پر روانو سیاسي حالاتو، د بلوچستان او افغانستان مسلو په ګډون په سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې. په غونډه کې د ګوند مرکزي او صوبایي مشران موجود وو. پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه جلسه هر کال په پشین کې د اختر پر څلورمه کوي. د ګوند باني بنیاد اېښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي د خپلو سیاسي هلوځلو پېل له هم دغه ځایه کړی وو. تفصیل د صمد شبنم په ویډیويي راپور کې و ګورۍ.
په بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو او روغتیا پالانو د مارچ له ۲۶مې څخه د ټولو سرکاري روغتونونو بېړنۍ څانګې (ایمرجنسي) د احتجاج په توګه تړلې دي. دوی دا ګام له هغه وروسته پورته کړ چې د مارچ پر ۲۴مه يې د خپلو غوښتنو منلو لپاره د بلوچستان د اعلاوزیر د کور مخې ته يې پرلت وواهه
په بلوچستان کې د څښلو د پاکو اوبو ستونځه اوس یوازی د کلیوالو سیمو پوری تړلې نه ده ، بلکه ددغه ستونزو سره ښاریان هم مخ شوي دي
د پښين حسيب الله د بلوچستان لومړی لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړېوال جام کې د پاکستان د ۱۹ کالونو کشره ملي لوبډله کې لوبېږي. حسيب الله وايي چې په پښين کې د لوبو اسانتياوې نشته خو په خپل ځاني زيار د کرکټ ملي ټیم برخه ګرځېدلی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" په اړه به د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مارچ پر ۱۱مه درې ورځنۍ جرګه کوي. محمود خان اڅکزي له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال ويلي چې په دې جرګه کې به د پښتنو د هر ګوند، ټبر او مسلک سره تړلي مخور ګډون کوي او د پښتنو ستونزې او حللار به ټاکي
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼو غړو او پلویانو په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي درېیم تلین لمانځلو لپاره جلسه کړې. د فبرورۍ پر دویمه جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، لوڼي د پښتنو ځوانانو ته له وطن سره د مینې او د وطن د خدمت درس ورکاوه. لوڼی د ۲۰۱۹ز د کال د فبرورۍ پر دویمه
د کوټې ګل کاکړ د نادرو ساعتونو یا ګړیو ساتلو شوقین دی. هغه په لیویز دفتر کې رسمي مامور هم دی خو وايي، ګړۍ، راډیوګانې او نور نوادرات جمع کول، ساتل او نندارې ته وړاندې کول یې له تېرو څو لسیزو راهېسې مشغله ده. نوموړی وايي، هغه ګڼي چې ګړۍ ورسره خبرې کوي. د مشال راډیو خبریال د ګل کاکړ د ګړیو نندارتون ته
د بلوچستان د پښین ضلعې برښور سیمي اوسېدونکو له ۲۴مې جنورۍ څخه په یاده سیمه کې تر مرګه د څه نه خوړلو هړتال کړی دی. د هغوی په وینا چې په سیمه مرغه کۍ د باراني اوبو د خوندي کولو لپاره په جوړېدونکي بند سم کار نه دی شوی. احتجاج کوونکي وايي چې تر هغه به څه ونه خوري تر څو چې یې غوښتنې منل شوې نه وي.
مظهر علي د کوټې ختیځ لور ته پروت مهردار غره کې د باراني اوبو خوندي کولو لپاره بند جوړوي. نوموړی په اونۍ کې دوه ځله پر پښو د دوه ساعته مزل کولو وروسته د غره سر ته ځان رسوي او بيا هلته له سهاره تر ماښامه کار کوي. مظهر علي وایي، که حکومت او ولس مرسته ورسره وکړي نو په غره کې به داسې نور بندونه هم وتړي.
د ځوانو ډاکترانو سازمان وايي، د جنورۍ پر ۱۲مه یې د احتجاجي لاریون پر مهال پولیسو لسګونه ډاکتران او روغتیاپالان نیولي دي. سازمان وايي، د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۰ روغتیاپالان ژوبل هم شول. د سازمان په خبره، احتجاج یې سوله ییز وو او روغتیاپالان د اعلا وزیر دفتر پر لوري روان ول
په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې څېړونکو او لیکوالانو د اکېډمۍ د کار او علمي کارونو مقالې وړاندې کړې. د اکېډمۍ مشر سید خیر محمد وايي، هغه اداره د څېړنو او ادبي کارونو ترڅنګ خلکو ته د پښتو لیک لوست هم ورزده کوي. د ډېسېمبر ۱۸مې او ۱۹مې غونډې په اړه رپورټ.
پښتو اکېډمۍ خپله ۵۰مه کلیزه د یو علمي سېمینار په جوړولو سره ولمانځله. یادې اکېډمۍ په ۱۹۷۱ کال کې خپل مزل پیل کړی و. د ۵۰مې کلیزې په ویاړ په جوړ شوي سېمینار کې د کوټې ترڅنګ د پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او افغانستان نه ورغلو مېلمنو ګډون وکړ.
نور وښیئ