طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پنجاب پر سیاست، اقتصاد او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه برابروي.
بل پلو د پيپلز ګوند مراد علي شاه د سیند صوبې نوی اعلا وزیر ټاکل شوی دی. د فرورۍ په ٢٦مه نيټه په سیند اسمبلۍ کې د اعلا وزیر ټاکلو لپاره ټولې ۱۴۸ رایې واچول شوې.
د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر سبطین خان په مشرۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور پر وخت د سهار د ۱۰ بجو پر ځای دوه ساعته وروسته پیل شوه چې پکې د صوبې اعلا وزارت څوکۍ ته د مسلم لیګ (ن) نومول شوې سیاستوالې مریم نواز په ګډون د نورو ګوندونو غړو سوګند وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۶۵ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۱۰۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالانو په لاهور کې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۸مه د ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې د مظاهرې پر مهال د غورځنګ یوشمېر غړي ونیول او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې انتقال کړل. ویډیويي رپورټ.
پولیسو ویلي دي چې پر همدې اساس یې څو ځلې مظاهرچیان منع کړل خو هغوی احتجاج نه ختماوه نو ځکه یې په پنجاب کې د غورځنګ د مشر رحیم وزیر په ګډون اووه فعالان نیولي او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې لېږدولي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې قلعه عبدالله مزمل خان کاکړ له لاهوره د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته نوماند دی. هغه وایي د لاهور په هغه حلقه کې خلک له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. لاهور د پنجاب مرکز دی چې پکې پښتانه لږکي دي نو ځکه هم تخاباتو د یو پښتون نوماندېدل نادره پېښه ګڼل کېږي. تفصیل په ویډیو کې.
د پنجاب په مرکز لاهور کې یو نرښځی د پولیسو په دفتر کې ولسي ستونزې هواروي او خلکو ته لارښوونې کوي. زنایه چودري یو کال مخکې هلته کار پیل کړی او وايي چې خلک یې ستاینه کوي. چودري وايي چې لوړې زده کړې هم کړې دي او پخوا به یې د خیر ښېګړې له سازمانونو سره کار کاوه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
لاهور مېشتي افغان کډوال تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغانان هم نیسي. په هغه ښار کې د خیبر پښتونخوا یوشمېر اوسېدونکو هم دعوه کړې ده چې پولیس یې د کډوالو په نامه نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. تفصیل په ویډیو کې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای اېس پي ار) د نومبر په څلورمه په خپور کړي بیان کې ویلي، وسله والو غوښتل په یاد هوايي مرکز کې موظفو سرتېرو او د دغه مرکز الوتکو ته زیان ورسوي خو مخه یې ونیول شوه.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ویلي دي چې له هېچا غچ نه اخلي او د هېواد د مسلو د هواري او راتلونکې لپاره کار کول غواړي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته هېواد ته ستون شو او په لاهور کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکي بس د اګست پر ۲۰مه سهار وختي د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر وکړ چې تر هغې وروسته په بس کې اور ولګېد.
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق ويلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د وزيرانو لوڼې او زامن له هغه هېوا بهر په پوهنتونونو کې زدکړې او ښوونې کوي، نو هغوی به پر نورو نجونو هم د علم دروازې نه بندوي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړي چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ترمخه د جون ۲۵مې په ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه زنانه وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان ضلع په ګړۍ کپوره کې د کور چت د غورځیدو له امله یوه ښځه او د هغه شپږکلن زوی ژوبل شوي دي.
د پاکستان په لاهور ښار کې پروت د "زمزمه" په نوم توپ د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي (دراني) په امر په ۱۷۵۷ز کال کې جوړ شوی وو چې وروسته په ۱۷۶۱ز کال کې د پاني پت په درېيمه جګړه کې د مرهټوو خلاف وکارول شو.
نور وښیئ