فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر ایجنسۍ د تعلیم محکمې ښځینه چارواکې نوریه سید وايي، په قبایلو کې د جینکو تعلیم په اړه ډېره پوهه راپیدا شوې ده او تعلیم یوازینې لاره ده چې زموږ د کامیابۍ او د مخکې تګ سبب وګرځي
د باړې کډوال وایي د جګړو او پوځي عملیاتو په وخت یی کورونه او ولسي ادارې ویجاړې شوي دي او تر ستنېدو پس دوی ته هغه سهولتونه ور نه کړل شول چې ژمنې یې ورسره شوې وې
د فاټا اصلاحاتو کمیټې له خوا د پاکستان وزیر اعظم ته په قبایلي سیمو کې د سیاسي او انتظامي اصلاحاتو او د دغه سیمې د آینیي حیثیت بدلون په اړه د سپارښتونو رپورټ وړاندې کړل شوی دی.
د قبايلي سيمې خېبر اېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې سيمې ته د بې کوره شوو کډوالو تر راستنېدو وروسته دوی په ښوونځيو کې د ماشومانو د داخلولو لړۍ پېل کړې چې تر دې دمه يې ۲۰ زره ماشومان داخل کړي دي.
دغه کډوال وایي، د جګړو او نا امینو له لاسه له تېرې اوږدې مودې راهیسې د خپلو دودونو له مخې د اخترونو له لمانځلو محرومه دي.
د افغان وګړو لپاره د پاسپورټ او ویزې له شرطه پس اوس په تورخم دروازه ډېر کم خلک تګ راتګ کوي نو ځکه یې کاروبارونه هم ورسره کم شوي دي.
د خيبر ایجنسۍ باړې هغه خلک چې په دې وروستيو کې د کډوالۍ له ژونده بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي، وايي حکومت ورسره د مالي مرستې کړې وعدې نه دي پوره کړي. دوی وايي په پوځي عملياتو او جګړو کې يې کورونه، ښوونځي او هسپتالونه وران شوي چې بيارغونې ته يې سخت ضرورت دی.
د دوشنبې یا ګل پر ورځ د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د خیبر بازار زخه خېلو ته ورغلی وو او هلته یې د شنبې یا خالي پر ورځ په سېلاو کې د لاهو شویو کسانو کورنیو پوښتنه وکړه او ورسره یې مالي مرستې وکړې. په سېلاو کې ۲۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ول. ویډیو وګورئ.
د خېبراېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په تیر اووه (۷) کاله کې په باړه او خوا وشا سیمو کې د وسلوالو پرضد د پو ځي عملیاتو او بد امنې له امله د دغې سیمې د تعلیم په شرح ډير اثر پرېوتی دی
په قبایلي سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسیني کیمپېن پیل شوی چې تر شورو یا چارشنبې به روان وي. روغتیايي ټیمونه کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکوي. د قبایلي سیمې خیبر ویډیو وګورئ.
د قبایلي سیمې خیبر اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې د لېشمنایسېس (لېشمېنیا) ناروغۍ مخنیوي لپاره دې ورته پشه خانې (مچر دانۍ) ورکړي او په روغتونونو کې دې ورته د درملنې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي. د مشال راډیو خبریال د جمرود روغتون ته ورغلی او دا ویډیو یې رالېږدولې.
خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي.
د باړې او تیرا ځېنې متاثره شوي کسان د دغې سروې شکایت کوي او وایي په دې سیمو کې یو شمېر کورونه پاتې شوي دي او چې د چا سفارش وي د هغوي کار کېږي او د غریبو خلکو کورونه څوک په سروې کې نه شاملوي او باید دا هم په سروې کې شامل کړل شي.
د تورخم لار د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له پنځو ورځو راهيسې روانو ډزو له کبله بنده شوي وه چې نن خلاصه شوه. پاکستان غوښتل دغلته يوه دروازه جوړه کړي خو افغان سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.
په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده.
پر تورخم د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له روانې نښتې نه یوازې پر ډیورنډ کرښه میشتو دواړو غاړو پښتنو ته په تګ راتګ کې ستونزه جوړه کړې بلکې له مالونو ډک ګادي نن چارشنبه پر درېیمه ورځ هم په دې انتظار ولاړ دي چې کله به د افغانستان لور ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي. د ګاډو ډریوران وايي، روژې او ګرمي
په تورخم کې د پاکستانیو او افغان سرتېرو تر نښتې وروسته د دوشنبې (ګل) پر ورځ پاکستانیو چارواکو په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګولی دی. د ګرځبندیز یا کرفیو له کبله د تورخم دروازه تړل شوې او ګڼ مال وړونکي ګاډي درېدلي دي. پر دې موضوع ویډیو وګورئ.
کرزی وايي، دا دی یو سل څو کاله وشول چې دا کرښه پر موږ کښل شوې ده خو د دواړو غاړو ولسونو دا منلې نه ده. او ازاد تګ راتګ یې کړی دی.
پر تورخم ګودر یوازې سختو ناروغانو او ژوبلو افغان وګړو ته اجازه وه چې پاکستان ته ننوځي
د خېبرپولیټیکل چارواکي وايي، د جون له لومړۍ نېټې به پر تورخم دروازه د افغانستان هېڅ یو وګړی د سفري اسنادو پرته پاکستان ته نه شي ورننوتلی.
نور وښیئ