محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پيپلز ګوند له خوا د سيند صوبې لپاره مرادعلي شاه نوی اعلا وزير نومول شوی دی چې د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې به لوړه کوي، د ۵۴ کلن مرادعلي شاه تعلق د سيند صوبې د جامشورو سيمې او د لکياري سيدانو له کورنۍ سره دی.
د دې کلتوري ورځې لمانځلو موخه دا ده په کراچۍ کې میشت پښتانه ځوانان خبر کړي چې پښتانه خپل ځانګړی کلتور لري او دوی يې بايد هېر نه کړي.
د پیپلز ګوند ویاند وايي، د اعلا وزير په ګډون ټوله کابینه کې بدلون راوړل کېږي.
د شنبې پر مازیګر په پاکستان کې د خیر ښېګڼې تر ټولو لویې ادارې اېدي فاونډېشن مشر عبدالستار ایدي جنازې لمونځ ته د ولسمشر او ټولو ځواکونو مشرانو په ګډون د صوبو لوړپوړي چارواکي او په زرګونه خلک ورغلي ول. د ده جنازې پر وخت هم د اېدي امبولانسونه چلېدل ځکه چې همدا یې وصیت وو. نور په رپورټ کې.
په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ وروسته باران موسم يخ کړی د بجلۍ د کرنټ له کبله دوه کسان مړه شوي دي.
د ائي اېس پي ار خبرپاڼه د جنرال راحيل شريف په حواله وايي چې د کراچۍ عمليات اوس داسې پړاو ته رسېدلي چرته چې وسله وال او د هغوي مرستيال يواځې کړی شوي دي
د کراچۍ يو شمېر هنرمندانو د خالي په شپه دا غوښتنه وکړه چې د قوال امجد صابري د وژنې وروستو دې دوی ته تحفظ ورکړل شي. د ښار له شپېتوو څخه زياتو هنرمندانو په تاڼه کې يو درخواست هم ورکړی چې پکې له حکومت څخه د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د سختو ګامونو د پورته کولو غوښتنه شوي.
د جماعت احمديه وياند سليم الدين وايي چې په لنډو ورځو کې په کراچۍ کې د احمدي ټولنې دا دوېم تن دی چې وژل کېږي
په پاکستان کې پر ښځو د تېري پېښو ضد په کراچۍ کې یوه سټېج ډرامه ښودل شوې ده. دا ننداره د کراچۍ خبریالانو په مرکز کې ښودل شوې چې انتظام یې د ښځو غورځنګ (تحریک نسوان) کړی وو. د ډرامې نندارچیانو وویل، د ښځو ځورونې پېښو زیاتېدو لوی لامل د ځورول شویو ښځو غلي پاتې کېدل دي. رپورټ وګورئ.
متحده قامي مومنټ د خپل نيولی شوي غړي منهاج قاضي هغه تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو چې اتلس کاله وړاندې وژل شوي، د سيند صوبې پخواني ګورنر او تعليم پوه حکيم محمدسعيد په قتل کې د متحده قامي مومنټ لاس وو.
په کراچۍ کې د باچاخان په نومه یو ولسي روغتون تعمیرېدلو خو اوس یې د نامه ستونزه راپورته شوې ده
په کراچۍ کې د باچا خان په نوم د روغتون د جوړولو کار کلونه واخیستل. د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وايي، د روغتون جوړولو لپاره درې کاله وخت ټاکل شوی وو خو پینځه کاله یې وشول او لا هم نه دی جوړ. ځېنې خلک وايي، د روغتون نوم له باچا خانه بدل کړل شوی دی. ویډیو وګورئ.
پروسږ کال يواځې په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له کبله تر دوولس سوه زيات کسان مړه شوي ول.
پوليس چارواکي وايي چې د وژلې شوو کسانو پېژندګلو د ساتونکي شاهد خان، تاراچاند او هيرا لالا په نومونو شوې ده.
د نومیالي سوک وهونکي محمد علي په مړینه د کراچۍ په لیارۍ سیمه کې دوعا شوې او د یوې ورځې لوبه د نوموړي په نوم کړل شوه. د سیمې اوسېدونکي او د سوک وهنې یوه مرکز مشر وايي، محمد علي کراچۍ ته ورغلی وو. نومیالی امریکايي سوک وهونکی محمد علي د شنبې یا خالي پر سهار وختي مړ شو. نور په رپورټ کې.
د پوليسو مشر وايي چې د پېښې له ځایه يو لیک هم ترلاسه شوی چې پکې په سندۍ ژبه کې پر بهرنیانو د نورو بريدونو دړکې هم ورکړل شوې دي.
په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعالانو په پېښور کې د علیشې په نوم یوه مخنث یا نرښځي وژلو په غبرګون شمعې بلې کړې دي. دوی وویل، حکومت دې داسې قانون جوړ او عملي کړي چې په هېڅ ادارې کې د جنس پر اساس له خلکو سره توپیر و نه پالل شي. نور په رپورټ کې.
په کراچۍ کې د مدني ټولنې غړو د اسلامي نظریاتي شورا یا کونسل وروستیو څرګندونو پر ضد مظاهره کړې. د مدني ټولنې غړو وویل، کونسل له ښځو سره توپیر پالي او په اکثرو غونډو کې یې ((ښځې)) موضوع ګرځولې وي. څو ورځې مخکې اسلامي نظریاتي کونسل ویلي ول چې مېړه یا خاوند کولای شي چې خپله ښځه ووهي. رپورټ وګورئ.
تر کلونو وروسته د کراچۍ په پښتون مېشته سیمه سلطان اباد کې فرهنګي غونډه شوې. د مې پر ۲۲مه په سلطان اباد کې په شوې غونډه کې د موسیقۍ محفل هم جوړ کړل شوی وو. د غونډې ګډونوالو وویل، د ښار ناامنیو د دوی کلتوري هلې ځلې هم اغېزمنې کړې وې. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتونخوا د مدني ټولنو شبکه وايي چې مرکزي حکومت د فارن کنټريبيوشن بل په نوم يو داسې قانون راولي چې ترمخه به يې مدني ټولنې او غيرسرکاري تنظيمونو ته د مرستندويه ادارو له خوا مرستې ورکولو لړ کې يو شمېر ستونزې رامخي ته شي.
نور وښیئ