محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د سیند صوبې په یوه لیرې پرته سيمه ترپارکر چې د وچکالۍ او خوړو کمبوښت او په زیات شمېر د ماشومانو مړينې له کبله تل په خبرونو کې وي، خو په دې سيمه کې تر مسلمانانو زيات هندوان او د نورو مذهبونو منونکي ژوند کوي، د هر مذهب منونکي د يو بل د عبادت ځايونو ته هم ښه په ډاډ زړه ځي. د مشال راډيو خبریال محمد
له مشال راډيو سره په خبرو کې د اېم کيو اېم د رابطه کمېټۍ غړي ګلفراز خټک وویل چې د ښاروالۍ ټاکنې نه کول د ولس په حق ډاکه اچول دي.
د مجلس وحدت المسلمين مرکزي مشر اعجاز بهشتي په خپلو څرګندونو کې پر سعودي عرب تور ولګاوه چې د ترهه ګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې ترهه ګري خوروي.
د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه، په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ.
مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې اېف سي ار قانون دې زغرده ختم کړل شي او قبایلي سيمې دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي.
نواز شریف د هندوانو مذهبي اختر دیوالي کې د ګډون پر مهال په خپله وینا کې وویل، يواځې اسلام نه بلکې هر يو مذهب دا ښودنه کوي چې د ظالم نه بلکې د مظلوم مرسته کول پکار ده.
د کارخانې د پښتنو مزدورانو مشر اسماعيل مشال رېډيو ته وويل چې لږ تر لږه اتلس سوه مزدوران د کارخانې چارواکي نه مستقل کوي چې د پاکستان د مزدورانو لپاره جوړ قانون خلاف ورزي ده
پاکستان دا وخت د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو ګڼل شوی دی
په پاکستان کې د صحت محکمې چارواکي وايي، چې په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکول غواړي.
د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه راغلې زلزلې که يو خوا د عامو خلکو کورونه ړنګ کړي او زيان یې ورته رسولی نو بل اړخ ته یې په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰۰ زیاتې تعليمي ادارې هم زيانمنې کړې دي چې پکې شاو خوا ۱۰۰ سکولونه په مکمله توګه تباه شوي دي، دې سره سره د سوات پوهنتون پشمول يو شمېر داسې تعليمي ودانۍ هم شته چې په دېوالونو کې درزونه راغلي او خطرناک ګرځول شوي دي.
د موسمیاتو ادارې یوه چارواکي مشتاق شاه پر ګل یا دوشنبه مشال راډيو ته وویل، په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې به د بارانونو روانه لړۍ د نهې یا سې شنبې تر ورځې روانه وي.
اسلام اباد: د پاکستان د سند صوبې په جېکب اباد کې یو ځانمرګي برید د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اتلس کسان وژلي دي.
په ټول ملک کې د نهم او لسم محرم د جلوسونو له کبله د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي ، په لويو او وړو ښارونو کې د جلوسونو لارې د هر قسمه تګ راتګ لپاره بندې کړې شوي ، دې سره سره د امنيت وضع ټينګ ساتلو لپاره د ملک بيلا بيلو برخو کې د موټرسائيکل په غبرګه سورلۍ بنديز لګول شوی او په حساسه سيمو کې د موبایل سروس هم بند کړل شوی دی.
ليکوال نورالبشرنويد وايي چې «د پښتنو پر رواياتو، تاريخ او کلتور د پنجاب او په ځانګړې توګه د بنيادګرو له خوا چې کوم ګوزارونه کېږي هغې اوس فلمي بڼه خپله کړې ده