نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
خوستوال وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرولو پروړاندې ستونزو یې نرخ تر نیمايي کم کړی دی. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لارې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنی شوی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
دوی وايي، له یوې خوا پوهنتونونه په پرله پسې توګه رخصت دي او بل لوري ته خلک په ځانګړې ډول ځوانان په خپل راتلونکې باور نه لري او فکر کوي چې په اوس وخت کې زده کړه او تحصیل دوی لپاره کومه ګټه نه رسوي.
په خوست کې ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي وايي، ولایتي روغتون یوشمېر اړینې اسانتیاوې نه لري. روغتیاپالان او چارواکي هم مني چې ستونزې شته خو وايي، په وروستیو کې ورسره نړیوالو ادارو مرستې کړې دي. چارواکي هیله من دي چې د دواګانو او نورو اسانتیاوو نه شتون مسله به ژر هواره شي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د ۶۱ نجونو په ګډون ۲۸۳ ځوانان د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو له یو خصوصي انسټیټوټ څخه فارغ شول.یاد فارغ شوي نجونې او ځوانان دې په انديښنه کې دي چې هغوی ته به د کارکولو زمینه برابره شي او کنه؟ دوی وايي، په ډېرو سترو هیلو يې نیمه لوړې زده کړې پیل کړې، خو اوس يې راتلونکې نامالوم دی. په دې اړه
دوی وايي، نه کار پیدا کیږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت لخوا داسې مرستې کیږي، چې ګوزاره ورباندې وکړي.
موږ د وزیرستانیو کډوالو د ستونزو او غوښتنو پر موضوع د پکتیکا له ولایتي او د یو اېن اېچ سي ار له چارواکو سره بیا بیا رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.
یاده مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری لخوا ورکول کیږي، په نورو پړاونو کې به د پاتو کورنیو سروې هم ترسره شي.
یو شمېر خلک د برښنايي توکو له پلورنځیو نوي تلویزیونونه او اړوند وسایل اخلي او ځینې بیا استعمال شوي تلویزیونونه او ډېش انتنې د ښار په ورکشاپونو کې ترمیموي.
وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې د راتلونکي ژمي لپاره دې، ورسره د خوارک، پوښاک او سونګ توکو د مرستو تابيا وشي.
د خوست د مرکز اړوند د ایوب خېلو په سیمه کې د فوټبال د ۶۰ لوبډلو ترمنځ ټورنمینټ چې درې میاشتې مخکې پیل شوی وو، د همت لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.د لکڼو د ایوب خېلو د جبې میدان پای لوبې ته د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو زرګونه ننداره چیان ورغلي ول او ننداره چیانو به د خپلې خوښې لوبډله په
بزګران او بڼ لرونکي وايي، په دې وخت کې سبزۍ او تازه میوې دومره لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتې کیږي او د ټول کال خواري يې هیڅ ځای نه نیسي.
دوی د اکتوبر پر ۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ، د غلام خان لارې بندیدو دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او حتا نشي کولای په اسانۍ خپل بیماران د درملنې لپاره بوځي.
خوستي سوداګر د نړیوالو هوايي پروازونو د نشتون له کبله بهر ته د زڼغوځیو په صادرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. هغوی انديښنه څرګندوي، که مالونه يې په وخت صادر نه شي، نو د زڼغوځیو کیفیت کمیږي او سوداګرو ته به مالي زیان ورسېږي. نور تفصیل نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې.
د افغانستان په ۹ ولایتونو کې زڼغوځي کیږي، چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍ ته صادریږي.
دوی له طالبانو غواړي چې په دې هېواد کې د بې کارۍ او د فقر کچې د ټیټولو په خاطر دې د ګاونډیو او نړۍ د هېوادونو سره اړیکې پراخې او سوداګریزه راکړه ورکړه دې ډېره کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي.
د خوست اوسېدونکي وايي، ولایتي روغتون د وسایلو او درملو له کمښت سره مخامخ دی. دوی وايي، خلک د اقتصادي ستونزو له وجې اوس هم روغتون ته ورځي. دوی وايي، د خپلو ناروغانو لپاره درمل له شخصي درملتونونو اخلي او ډېرۍ معاینې یا ټېسټونه هم له روغتونه بهر کوي. د خوست په لوی روغتون کې د اسانتیاو کمښت په داسې حال
دوی زیاتوي، په ګمرک کې د میوو او ترکاریو لارۍ درول کیږي، چې د ترکاریو د خرابیدو لامل کیږي او بل دا چې پاکستانی لارۍ د دې اجازه لري، چې خپل مالونه تر کابله ولیږدوي، خو افغاني لاریو ته بیا دا اجازه نه ورکول کېږي.
د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی، چې د پاکستان هېواد لخوا ورته مرستې رالیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو ادارې تړلي وي او له دې کبله يې کارونه له یوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي.
نور وښیئ