نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بېګاه شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو له یوه ستر زیرمتون څخه زرګونه فیره د درنو وسلو ګولۍ ترلاسه کړي دي.
په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوي دي.
په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې CARD-F مسوولین وايي، چې د غوښینو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
په کمپاین کې به د میشتیو وزیرستانیو کډوالو د ماشومانو په ګډون د خوست ولایت څه د پاسه ۳ لاکه ۱۳ زره ماشومانو ته و اکسین ورکول کېږي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د ژمنې سره سم يې په یاد ولایت کېپه ۲۵ جریبه ځمکه کې د کرېکټ د ملي لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي،چې په یو وخت به ۳۰ زره کسان په کې ځاییږي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس ډاکټر اکرم خپلواک په مشرۍ هغه پلاوی چې د افغان ولسمشر لخوا د منګلو او مقبلو د شخړې د حل لپاره ګمارل شوی،
ګلبدين حکمتيار له سیاسي ګوندونو او بېلابیلو ډلو وغوښتل چې پخواني اختلافونه هېر کړي او د روان کړکېچ په ختمولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان لوی څارنوالی د خپل نوي پنځه کلن سټراتيژیک پلان په طرحه کې د خلکو نظرونو ته د ځای ورکولو په خاطر د زونونو په کچه د نظر غوښتنې مشورتي ناستې پيل کړي دي.
په خوست کې د ښځو چارو ریاست مسؤلینې وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ...
د خوست چارواکي وايي، د اېچ ای وي پر وړاندې د کرکې له کبله په دې وايرس اخته لسګونو کسان پټ دي.
د خوست د لکڼو د ایوب خېلو د غره کلي په لمن کې د کرېکټ د ۳۴ لوبډلو هغه ټورنمینټ چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوی وو، د جمعې ورځې ناوخته مازدېګر د متون لوبډلې په بریا پای ته ورسید.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په نږدې سیمو کې يې ښوونځي نشته او زده کوونکي تر ښوونيځو په اوږدو مزلونه کوي.
د خوست ځيني قومي مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د اوسنیو سیاسي او امنیتي ستونزو د حلولو او د خلکو اقتصادي حالت ښه کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
که څه هم سږني لمریز کال کې چارواکي د خوست د کرنې په سکټور کې د یو شمېر پرمختګونو خبره کو، خو زیاتوي چې د ځینو فشارونو له کبله د یادې ادارې اړوند یو شمېر پروژې ځنډیدلي هم دي.
نن د سېشنبې په ورځ له غرمې مخکې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د برکي برک د ګاډو اډې مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې لږ تر لږه یوولس ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
د خوست لسګونه قومي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان له څو ورځو راهیسې ناستې او غونډې لري او د خوست د امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د تبدیلی له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سمیو کې يې په وروستۍ یوه اونۍ کې د جنايي جرمونو په تور۱۴ تنه نیولي دي.
د افغانستان هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، چې د خوست هوايي ډګر د ځغاست ـ لیکې جوړلو په تعقیب به ډېر ژر د هوايي ډګر پر اړوندو نورو تاسیساتو هم کار پیل شي او په نږدې راتلونکې کې به پروازونو ته چمتو شي.
د خوست یو شمېر قومي مشران او اوسیدونکي وايي، چې د افغانستان د اوسنیو سیاسي او امنیتي ستونزو حل لاره یوازې د دودیزې لويې جرګې رابلل نه دي، بلکې د نظام سره د ټولو مطرحو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو او اشخاصو په همکارۍ کې د ډېریو ستونزو هواریدل ممکن دي.
د خوست د تریزیو او علي شیرو سرحدي ولسوالۍ اړوند د هارونخېلو اوسیدونکي وايي، د دوی پر سړک باروړونکي او د سپرلیو ګاډي تر سرحده تګ او راتګ کوي، خو د سیلابونو د راوتو له کبله دا لاره په ساعتونو، ساعتونو بنده وي.
نور وښیئ