نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د نومبر په ۲۵مه سهار وختي په کراچۍ کې په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل شول. د اور وژنې ادارې له اتو ساعتونو وروسته په اور قابو وموند. تر دې مهاله د اور لګېدنې علت نه دی په ډاګه شوی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په کراچۍ کې د اور وژنې د ادارې یو چارواکي افسر علي د نومبر په ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د اور لګېدو دا پېښه تېره شپه د راشد منهاس سړک په یو سوداګریز مرکز کې مخې ته راغلې ده چې پکې لږ تر لږه ۵۰ دوکانونه هم سوځېدلې دي.
ترین تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې يوه اوونې وړاندې په حیدر اباد کې پولیسو ۶۴ پښتانه نیولي ول چې یوازې اته پکې افغانان او نور ټول د پاکستان شناختي کارډ لرونکي پښتانه ول.
پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې "هېڅ سرتېري یا افسر ته د پاکستان د کوم وګړي یا اسناد لرونکو بهرنیانو" د ځورولو اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې ستنوي.
په کراچۍ کې د نرښځيانو اتحاديې د نومبر پر ۱۹مه د مورت مارچ په نوم داسې غونډه وکړه چې په ګڼ شمېر نرښځيانو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.
د نومبر پر ۱۸مه د ځوانو ډاکترانو د ټولنې یوشمېر مخکښه مشرانو او غړو د کراچۍ د خبریالانو د مرکز مخې ته مظاهره وکړه او چارواکو ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې ډاکتر محمد اسماعیل اڅکزی پیدا کړي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیونو او په زور له پاکستانه د ایستلو ضد یو ځل بیا احتجاج شوی دی. د نومبر ۱۸مې د احتجاج تابیا د افغان کډوالو د مرستو لپاره جوړې کمېټۍ کړې وه چې د ګوندونو غړو، وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو هم پکې ګډون وکړ.
د حیدراباد اوسېدونکي جان محمد خان د نومبر پر ۱۶مه، مشال راډیو ته وویل چې په حیدراباد، جامشورو، بدین او نورو ښارونو کې پولیس پښتانه کاروباریان نیسي، تاڼو ته یې بیايي او بیا ورڅخه د پیسو تر اخیستو وروسته یې خوشې کوي.
د نومبر پر ۱۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د کمېټې غړو په خبري غونډه کې تور پورې کړ چې پولیس ځيني اسناد لرونکي افغان کډوال هم باسي.
د ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید د نومبر پر نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د عامو پښتنو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي چې حکومت یې د افغان کډوالو په نوم ځوروي.
د هغې کمېټۍ يوې غړې او د بشري حقونو فعالې وکيلې سارا ملکاني تر اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په درخواست کې یې غوښتنه کړې وه چې له قانوني عمل پرته دې افغانان له پاکستانه نه ایستل کېږي ځکه چې دا د هغوی د بشري حقونو د تروړلو معنا لري.
په کراچۍ کې د پاکستان قبايل موومېنټ په نوم ډلې تور پورې کړی چې پوليس په سيند صوبه کې د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي.
د غورځنګ د کراچۍ يو مشر محمد الله مسيد مشال راډيو ته وويل چې ترين له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرضد فعالیت کاوه نو ځکه ورباندې پوليسو "د درواغو مقدمې جوړې" کړې دي.
د غورځنګ د سيند صوبې مشر عبدالرحمان د نومبر په درېیمه په کراچۍ پريس کلب کې دخبري غونډې پر مهال وويل په کراچۍ او سيند صوبې په نورو سيمو کې پولیس پښتانه ځوروي او کاروباروونه يي بند وي.
په کراچۍ کې پولیسو سلګونه افغانان نیولي دي او په کېماړۍ کې یې د بې اسناده بهرنیانو لنډمهالي کیمپ ته بیولي دي. یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل چې پر اسنادو لرلو سربېره یې نیولي دي. وروسته پولیسو ومنله چې ۲۶۲ افغانانو اسناد لرل چې بیا یې خوشې کړل. ویډیويي رپورټ.
د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍیې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
د کراچۍ په کیمپ کې مېشت افغانان وايي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي. دوی وايي، د کار لپاره ښار ته نه شي تللی او تور پورې کوي چې پولیس یې نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له لومړۍ څخه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. ویډیويي رپورټ.
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
د پاکستاني حکومت له خوا د افغان کډوالو نيولو او بيرته افغانستان ته په زور ليږلو پرضد په اسلام اباد، لاهور ، ملتان او کراچۍ کې عورت مارچ تنظيم د اکتوبر پر ۲۹ احتجاجي مظاهرې کړې دي. دوی په نګران حکومت سختي نيوکي کړی
نور وښیئ