پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، په عملیاتو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي چې پکې د څلورو ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي شامل دي. خو د پېنټاګان ویاند جان کېربي وویل د حملې پرمهال درې ولسي وګړي یعنې د القریشي ښځه او دوه ماشومان، وژل شوي دي.
عبدالخالق الوردي په ۲۰۲۱ز کال کې د مراکش د کم عمره ځوانانو د فوټبال لوبډلې روزونکی دی. الوردي معلول دی خو وايي، هوډ او له لوبې سره مینې دې مقام ته ورساوه. دی غواړي تر دې د لوړو سطحو د لوبډلو روزونکی شي خو د دې لپاره لا زیاتې تجربې او زده کړو ته اړتیا لري. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي.
دا پرېکړه د افغانستان لپاره د پاکستان د وزارتونو د همغږۍ دفتر د جنورۍ پر شپږمه په یوه غونډه کې کړې چې مشري یې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر کوله.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د سې شنبې (نهې) پر ورځ په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې په مقدمه کې يې پر ګوند بې بنياده تورونه پورې شوي دي او دوی د ټولو پيسو حساب ورکولو ته حاضر دي.
د اسلام اباد غونډه پر داسې مهال وشوه چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې مېلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.
د هند لسګونه زره بزګرانو په نوي دلي کې خپله یو کلنه احتجاجي ناسته پر داسې مهال ځنډولې چې حکومت ورته د مالي مرستو د دوام او نورو غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړ. دا مظاهره کوونکي د هند له بېلا بېلو برخو پلازمېنې ته ورغلي ول او د هغو درې قوانینو ضد یې پرلت وهلی وو چې حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د زراعت د عصري
دا خبره بایډن د ډېسېمبر پر نهمه په واشنګټن کې د ولسواکۍ انلاین سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړه.
زه چې وکیل وم داسې هېڅ مې و نه لیدل چې ګواکې یو قاضي دې له چا پیسې غوښتې وي او یا چا دې قاضي ته پیسې ورکړې وي او ورڅخه دې یې د خپلې خوښې فیصله اخیستې وي. داسې هېڅ کار هغه وخت نه وو شوی.
دې ادارې د ډېسېمبر پر اتمه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هغه هېواد زیاتره خلک فکر کوي چې تر پولیسو او عدلیې وروسته تر ټولو زیاته درغلي د ټېکو او د قراردادونو د داوطلبیو پرمهال کېږي.
د کورونا وایرس اومېکرون (یعنې B.1.1.529) بڼه څه شی دی؟ ساینسپوهان ولې په کورونا وایرس کې تازه لوی شمېر بدلونونو اندېښمن کړي دي؟ ایا موږ تر اوسه پوهېدلي یو چې اومېکرون تر کومه بریده خطرناک دی یا ایا دا بڼه د اوسنیو واکسینونو پر وړاندې مقاومت ښيي او که نه؟ د دې پوښتنو ځواب د بېلا بېلو اژانسونو له
دا د ترک نسله یوغوریانو، ترکستانیانو او قازقانو تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده
په تېرو وختونو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت دوو مهمو ګوندونو متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم) او پاکستان مسلم لیګ پر دې موضوع څه نه ول ویلي، خو اوس هغوی هم د برقي مشینونو د کارولو د مخالفت اشارې ورکړې دي.
د بېلاروس او پولینډ پر پوله زرګونه کډوال جمع شوي چې په ناقانونه توګه اروپايي ټولنې ته اوښتل غواړي. د دې له وجې د نومبر پر نهمه ډېپلوماټیکه ترینګلتیا زیاته شوه ځکه چې اروپايي ټولنه د پولینډ او روسیه د بېلاروس ترڅنګ درېدلې ده. په عین وخت کې پر پوله د بشري ناورین نښې نښانې هم ښکاري. پر دې موضوع د بېلا
په انډونیشیا کې یوشمېر داسې کوډګر دي چې په ولسي غونډو کې د باران مخنیوي لپاره دمونه او دوعاګانې کوي. په هغه هېواد کې اکثر ناڅاپي بارانونه کېږي چې محفلونه، ودونه او نورې ولسي غونډې ګډوډوي. اوس چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره محدودیتونه نرم شوي او ولسي غونډې بیا پیل شوې دي، نو ځینې خلک
په افریقايي هېواد مډغاسکر کې د اب و هوا بدلون د اوږدمهالې وچکالۍ لامل شوی او اوسمهال یې شاوخوا ۴۰ فیصده وګړي د خوړو له زښت کمښت سره مخامخ دي. اخوا په مرکزي افریقايي هېواد کې حکومت هڅې پیل کړي چې د منګروف په نوم د یو خاص ډول ونې ځنګلونه وساتي. هغه ونه خورا زیات کاربن ډای اکسایډ جذبوي. په فضا کې کاربن
د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ له یوې نړیوالې ادارې څخه په سرټېفېکېټ ترلاسه کولو د نړۍ د ولسمشر لومړی دفتر شو چې په پاکه انرژۍ چلېږي. د ولسمشر د دفتر په ودانۍ کې شاوخوا ۲۵۰۰ شمسي بیټرۍ لګېدلې دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اب و هوا بدلون له لوی ګواښ سره له مخامخو هېوادونو یو بلل کېږي. د رویټرز اژانس
موږ په دې اړه د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ته ټېلېفونونه وکړل، ورته مو پر وټس ایپ پیغام واستاوه، خو ځواب یې رانکړ. موږ پر دې موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته ټېلېفونونه وکړل خو هغه ځواب و نه وایه.
ګوښه شوي افغان ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اګست پر ۱۵مه یې چې کابل پرېښود، خو درې ورځې وروسته یې پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام
پاریس مېشته ادارې د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن تر درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته په بیان پر اسلام اباد غږ وکړ چې د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې دې "ژر تر ژره پرمختګ" وکړي.
نور وښیئ