شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
خیبر پښتونخوا کې د هلکانو او جینکو د سپورټس میله دوام لري. په دې لوبو کې۳۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي، چې پکې له ۱۰۰۰ زیاتې جینکۍ هم شاملې دي. په سیالیو کې برخه اخیستونکي جینکۍ وايي، که ورته دا ډول موقع ورکړل شي، نو د کور کارونو او زده کړو ترڅنګ په لوبو کې هم نوم جوړولی شي. ویډیویي رپورټ
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبر دی چې له مخې یې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانان نیول کېږي، د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي او بیا به یې افغانستان ته ستنوي.
ايمل ولي خان د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، تر څو چې د پاکستان ریاست په اخلاص د وسلوالو د ختمولو پرېکړه نه وي کړې، تر هغه به د پښتنو په سیمو کې امن رانشي.
وزيراعظم په ډاگه كړه چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسلوال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
سیتار او منګی چې د پښتنو د حجرو ښکلا ګڼل کېږي، په وروستیو کې یې دود لږ کم شوی دی. خو لا هم داسې خلک شته چې سیتار غږوي او مینه ورسره لري. د چارسدې زین الله جان استاد د تېرو ۴۶ کلونو راهیسې سیتار غږوي.
د غونډې ګډونوالې کشماله شاه مشال راډیو ته وویل چې له تعلیمي نصاب څخه دې هغه مواد ليرې کړل شي چې کرکه او تندروي خپروي. هغې وویل د دې پر ځای باید داسې مواد په نصاب کې شامل کړل شي چې زغم او همغږۍ ته وده ورکړي.
نن (د ډېسمبر پر۱۶ مه) د پېښور په آرمي پبلک سکول د برید ۱۰ کاله پوره شول. په ۲۰۱۴ ز کال کې په هغه سکول په برید کې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کونکي ول. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
د رپورټ ترمخه په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
فيصل کريم کنډي دا اعلان د نومبر پر ۲۹مه په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند له مشر اېمل ولي خان سره تر لیدو کتو وروسته شریکې خبري غونډې ته په وینا کې وکړ.
د صوبې د کروندې وزیر میجر ر محمد سجاد وایي، حکومت سره د پیسو او وسایلو کمی خو د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادار(یو اېس ای ډي) او نورو مرستندونه ادارو په مرسته د ستونزې د مخنیوي هڅه کوي.
د جسټس پراجیکټ پاکستان د راپور له مخې د پاکستان عدالتونه په ۳۱ جرمونو کې خلکو ته د مرګ سزاوې اوروي.
د چارسدې د خانخېلو سيمې مډل سکول د سیلابونو او بارانونو له امله زښت خراب شوی او د زده کوونکو او استادانو د پرله پسې غوښتنو سربېره هم رغول شوی نه دی.
پر لارو تړلو سربېره د سېپټېمبر اتمې جلسې ته د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د پي ټي ای غړي او پلویان ورغلي دي چې ورته د ګوند یوشمېر مخکښو مشرانو ویناګانې وکړې.
د طبیعي ناورینونو د انتظام ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپتېمبر پر دریمه په یو خبرپاڼه کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خيبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د کمر پرېوتو او په ملاکنډ کې د تندر پرېوتو په پېښو کې د یو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
میا افتخار حېسن ورته څرګندونې د اګست پر ۱۶مه هم د سوات په مېنګوره کې د خپل ګوند له خوا د بابړې د غمیزې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې وې.
نوموړي د اګست پر ۱۲مه په چارسده کې د بابړې په پېښه کې د وژل شویو د ۷۶م تلین په مناسبت د غونډې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې خیبر پښتونخوا صوبه "هغو قوتونو" ته سپارل شوې چې "دلته امن نه غواړي."
ادارې په مانسهره، کوهستان، چترال، ملاکنډ، کوز او بر دیر، سوات، شانګله، بونېر، بنو، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، اورکزیو، خیبر، مومند، نوښار، صوابۍ او ډېره اسماعیل خان کې د ورښتونو له وجې د سېلابونو امکان ښوولی دی.
لوري انتلونیز د جولای پر ۳۰مه په انلاین کانفرنس کې وویل چې پولیس او اېف سي د امنیت ټینګولو، ترهګرۍ مخنیوي او د نشه يي توکو پر ضد مؤثره عملیاتو ته دوام ورکړی دی او دوی د ښځینه اهلکارانو د اسانتیاوو او پرمختګ لپاره ځانګړې هڅې کوي.
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.
نور وښیئ