له سوات سره تعلق لرونکې د تعلیم جهاني مبارزه او نوبل انعام وړونکې ملاله یوسفزۍ او د هغې پر دوو ملګرو شازیه رمضان او کاینات ریاض د دوه زره دولسم کال د اکتوبر پر نهمه نېټه طالبانو برید کړی وو.
افغان لیکوال نجیب الله منلی د غونډې ګډونوالو ته وویل؛ ټول افغانان د ملالې په دې ویاړ خوښ دي او دا د سیمې په سطحه لویه لاسته راوړنه بولي.
د سوات خلکو ملالې یوسفزۍ ته د سولې نوبېل جایزې پر اعلان خوښي ښودلې او دا یې د هغې پلرنۍ سيمې سوات او د پښتنو لپاره يو وياړ بللی. د ملالې يوسفزۍ د نوبېل جايزې په اړه د سوات د خلکو نورې څرګندونې د نیاز احمد خان په ويډيويي رپورټ کې
'د دنيا په بيلابيلو برخو کې هغې ته د نوبل انعام ورکول ولمانځل شو خو د هغې په خپله سيمه سوات کې ځايي اوسيدونکي د طالب وسله والو له وېرې په خلاص زړه د نوموړې ملاتړ نشی کولی.'
تر ټولو کم عمره نوبل انعام ګټونکې، ملالې يوسفزۍ په اړه د پاکستان د ځينو سياسي ګوندونو غړي وايي چې هغه د پښتنو وياړ دی او دا انعام به يې لا نوره وهڅوي چې د تعليم لپاره خپله مبارزه لا پسې تېزه او ښه کړي.
Residents of her home town of Mingora, in Pakistan's Swat district, told RFE/RL that Malala Yousafzai's Nobel Peace Prize is an honor for the region and for all of Pakistan.
د ناورېژي سولې نوبېل کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.
ملاله یوسفزۍ تېر کال هم د سولې نوبېل جایزې لپاره نومول شوې وه خو دا ځل یې میدان یووړ.
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته