په میانمار (چې پخوا برما بلل کېده) کې د مارچ ۲۸مې په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۶۰۰ لوړ شوی دی. چارواکو اندېښنه ښوولې چې په میانمار او ګاونډي تایلینډ کې د زلزلې له وجې د وژل شویو شمېر لا زیاتېدای شي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
یو اېس اې جي اېم د مارچ پر ۲۴مه تر اورېدنې لږ ساعت مخکې ژمنه وکړه چې ازادې اروپا راډیو ته د کانګرس له تایید کړې بودیجې څخه شاوخوا اووه نیم مېلیونه ډالره ورکوي. دا پیسې د مارچ په لومړیو دوو اونیو کې د راډیو د لګښتونو لپاره وې چې یو اېس اې جي اېم نه وې ورکړې.
د ایران د حکومت د نوې پالیسۍ تر مخه به غیرقانوني کډوال د درملنې، تعلیم او په کرایه د کورونو اخستو اجازه نلري او له یو شمیر نورو حکومتي اسانتیاو به بې برخې وي.
د مشال او ازادۍ راډیوګانو یوې اورېدونکې هیلې درخواست احمدزۍ پر فېسبوک په یوه لیکنه کې ویلي دي چې دواړه راډیوګانې د خلکو د "د فکرونو روښانه کولو وسیلې" دي.
اوچا د مارچ پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو د رسنیزو چارو پر ووبپاڼه په تازه راپور کې ویلي دي چې یوازې په فبرورۍ کې یې د بشري مرستو د رسوونکو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي او د شتمنیو او تاسیساتو په نخښه کولو اووه پېښې ثبت کړې دي.
په نړۍ کې پولیس او امنیتي ادارې عموماً د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښلن ګیس، ربړي مرمۍ یا زیات فشار لرونکې اوبه کاروي، خو په وروستیو کې د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې زده کوونکو د احتجاج پر مهال یو تېز او وېروونکی غږ واورېد. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په موافقه کې مهمه خبره د انرژې د بېخبنا ده. روسیې د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو، چې پکې برېښنا کوټونه، د برېښنا تارونه او ټرانسفرمرونه شامل دي، لویې حملې کړي دي. دا د روسیې د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې په مټ یې اوکرایني ولسي وګړي وېرول غواړي.
اوس داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو مشران د اذربایجان د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د دښمنۍ ختمولو لپاره د سولې موافقه لاسلیک کړي. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.
د قرغیزستان او تاجکستان ولسمشرانو د مارچ پر ۱۳مه د پولې موافقه لاسلیک کړه. دواړو هېوادونو اوس د پرمختګ هوډ ښوولی دی. خو ایا واقعي به داسې وشي؟ ځواب په دې رپورټ کې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته