د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونډې مور يوازینی زوی د ۴ خوېندو تعليم لپاره دوبۍ کې مزدوري کوي


د کونډې مور يوازینی زوی د ۴ خوېندو تعليم لپاره دوبۍ کې مزدوري کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

د څلورو خوېندو يوازینی ورور فیضان علي په دوبۍ کې د دې لپاره مزدوري کوي چې په صوابۍ کې یې خويندې تعليم او کونډه مور ښه ژوند وکړي. هغه وايي خپل وطن ته په راتلونکو شپږو کلونو کې د ستنېدو اراده نه لري ځکه چې لا یې دومره پیسې نه دي ګټلي. فیضان علي په صوابۍ کې هم ښه روزګار درلود خو په دوبۍ کې د خپل کار شروع کولو ارمان هغه متحده عرب امارتو ته ورساوه. نوموړي د خپل کاروبار شروع کولو لپاره کافي پیسې نه درلودې نو ځکه اوس په يو ریسټورنټ کې مزدوري کوي. د نوموړي کیسه په دې ويډيو کې وګورئ چې په متحده عرب اماراتو کې د پښتنو د ژوند په اړه د مشال رېډيو د ځانګړيو راپورونو برخه ده. دا راپورونه بشیر ګواښ جوړ کړي دي. ويډيو له دوستانو سره شريکه کړئ.

XS
SM
MD
LG