د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهاجرو نړيواله ورځ: د کډوالو هیلې او کیسې


کډوال په جرمني کې - انځور له ارشيفه
کډوال په جرمني کې - انځور له ارشيفه

ملګري ملتونه د دیسمبر ۱۸مه د کډوالو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي. د دې لمانځنې موخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغوی د لاسته راوړنو او ټولنو ته یې د ګټو وررسولو ستاینه کول دي.

ملګري ملتونه وايي چې مهاجر نه یوازې خپلو پلرنیو ټاټوبو بلکې په کوربه هېوادونو کې "د پرمختیا مهم عاملین" دي. د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه راغلي دي چې مهاجر اکثر نورو هېوادونو ته تر تګ وروسته هلته "خپلې تجربې، مهارتونه او پوهه" وروړي او د هغو ټولنو "په وده کې مهم رول" ترسره کوي. ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت پر هېوادونو غږ کړی چې په خپل هېواد کې کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دې ادارې زیاته کړې چې کډوال د کوربه هېوادونو په پرمختيا کې بشپړه ونډه اخیستلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسناده بهرنيانو ایستل پيل کړي دي. په دوی کې ۱۷ لاکه یې افغانان دي. د پاکستان نګران حکومت ترمخه د پينځوو لاکو په خواو اوشا کې بې اسناده افغان کډوال یې خپل هېواد ته ستانه کړي دي او د نورو د ایستلو کار روان دی. خو ډيرو پاکستان مېشته افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې د اسنادو په درلودو سربیره یې هم پاکستاني پولیس په تکليفوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاندې کیرولاین ګلوک د ژمي پر مهال له پاکستانه د بې اسناده افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې وه. نوموړې د دیسمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري حالت وار له مخه خراب دی.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو تنظیمونو او سياسي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر ستنولو نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي. په اکتوبر میاشت کې هم ملګرو ملتونو په اعلاميه کې "له پاکستانه د افغانانو پر شړلو او ورسره پر ناوړه چلند، د هغوی نیول او د ملکیتونو او شخصي اثارو د ویجاړولو" پر راپورونو اندېښنه ښوولې وه.

په افغانستان کې مې ژوند ته خطر دی. نه شم تللی. په پاکستان کې د پولیسو له وېرې پټ ګرځو.
افغان کډوال، هنرمند فیض سخي

سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی. دا راز د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ ټولو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر پر لومړۍ د افغانانو د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم دوام لري. د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

له افغانستانه پاکستان ته کډوالي

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکيو مشال راډيو ته ويلي چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی. پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

فیض محمد سخي په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ استاد وو خو چې په ۲۰۲۱ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او پر موسیقۍ یې محدویتونه ولګول نو ده د پاکستان ویزه واخیسته او پېښور ته کډه شو. نوموړي اوس په هغه ښار کې د رباب زده کړې اکاډمي جوړه کړې خو وايي چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ایستلو اندېښمن کړی دی. موږ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له سخي سره خبرې کړې دي.

د مهاجرو نړیواله ورځ: د پوهنتون استاد فیض محمد سخي د رباب اکاډمي چلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00

اته دېرش کلونه په پاکستان کې

عبدالله جان د افغانستان د کندوز ولایت د دشت ارچي دی. خو جګړه مجبوره کړی چې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت شي. دی وايي، په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په یوشمېر پښتون مېشته سیمو کې یې ژوند تېر کړی دی، سخته مزدوري یې کړې ده او اوس یې هم کوي.

نوموړی يو له هغو افغان کډوالو دی چې د ژوند نيمايي کلونه یې په کډوالۍ کې تېر شوي دي. جان وايي نور وروڼه یې هم د پاکستان په نورو برخو کې کډوال دي. د مشال راډيو خبريال، صمد شبنم له جان سره د مهاجرو یا تارکین وطن د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي، ویډیويي مرکه کړې ده.

د مهاجرو نړیواله ورځ: عبدالله جان ټول عمر پاکستان کې سخته مزدوري کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د پاکستان ناامنۍ او خراب اقتصاد ځوانان کډوالۍ ته مجبور کړي

ملګري ملتونه وايي چې د کډوالۍ ګڼ لاملونه دي. د دې ادارې پر ويبسايټ لخوا په خپره شوې يوه مقاله کې په دغو لاملونو کې ناامني، جګړې، بې روزګاري او غريبي هم ياد شوي دي. په پاکستان کې په دې وروستيوو کې د ناامنۍ د زیاتېدو او اقتصاد خرابېدو له وجې ګنو ځوانانو منځني ختيځ ته مخه کړې ده.

په دوی کې يو د اورکزو ثاقب خان دی. دوبۍ کې مزدوري کوونکی د قبايلي سيمې دغه ځوان وايي خپل هغه ماشوم یې ډير يادېږي چې نوموړي د تګ په وخت په زانګو کې پرېښی وو. د نوموړي په خبره زوی یې اوس دوه کلن دی خو دی یې ليدو ته ځکه نه شي ورتللی چې لا یې هم کور ته د تګ لپاره ډېرې پیسې نه دي جمع کړي.

ځيني داسې مزدوران هم شته چې په متحده عربي اماراتو کې یې له ۲۰ کلونو زیات تېر کړی او خپلې ځوانۍ یې په مسافرۍ کې زړې کړې دي. دوی وايي که په وطن کې یې امن واي، روزګارونه به زیات وو او څوک به مسافرۍ ته نه مجبورېدل. دا ویډیو موږ د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې خپره کړې وه چې اوس یې د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت بیا خپروو. دا ويډيو د بشیر ګواښ لخوا په متحده عربي اماراتو کې د پښتنو کارکوونکو پر ژوند د جوړو کړيو ځانګړيو ویډیوګانو څخه ده.

په دوبۍ کې پښتانه مسافر مزدوران په څه حال دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

په پاکستان کې د بنګالي کډوالو ژوند

په پاکستان کې يوازې افغان کډوال ژوند نه کوي. د بنګله دېش په زرګونو وګړي هم دغلته کډوال دي. کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو نو له شرقي پاکستانه ډير بنګالیان کراچۍ ته کډه شول. خو وروسته د غربي پاکستان او شرقي پاکستان ترمنځ د ژبې، کلتور او سیاست کړکيچ پيدا شو. په ۱۹۷۱ کال کې شرقي پاکستان له غربي پاکستانه، تر ۹ مياشتنې جنګ او سیاسي مبارزې وروسته ازادي واخیسته او نوم یې بنګله دېش شو. ځيني بنګاليان له کراچۍ شرقي پاکستان ته کډه شول خو ځيني یې پاتې شول.

په کراچۍ کې اوسېدونکي بنګالیان وايي له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي خو لا هم د پاکستان شهریت یا تابعیت نه لري. دوی وايي، په دې هیله هلته ورغلي ول چې شناختي کارډ به ترلاسه کړي، خو لا هم ورڅخه بې برخې دي او خپل او د بچیو برخلیک ته اندېښمن دي. مشال راډيو د دیسمبر پر ۱۸مه د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له کراچۍ مېشتو بنګالیانو سره خبرې کړې دي.

د مهاجرو نړیواله ورځ: کراچۍ مېشتي بنګالیان تر اوسه د پاکستان شهریت نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د بریا کیسې

ملګري ملتونو د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې که کوربه هېوادونه کډوالو ته زمينه او موقعې برابرې کړې، کډوال یې په پرمختيا کې رغنده رول لوبولی شي. خينو افغان کډوالو همداسې کړې دي.

پیمانه اسد په ماشوموالي کې له خپلې کورنۍ سره د يوې کډوالې په توګه برتانيا ته تللې وه، خو اوس د لندن ښار د هېرو سيمې په ښاروالۍ حکومت کې د کارګر ګوند منتخبه استازې ده. پوښتنه دا ده چې له هغې سره د يوې افغانې، يوې ښځې او يوې مسلمانې په حيث په خپل ګوند کې څنګه چلند کېږي؟ دا پوښتنه پیمانه اسد په غربي ټولنه کې د پښتنو د ورګډېدو په اړه د مشال راډیو د ځانګړي پروګرام په دې ويډيويي رپورټ کې ځوابوي. دا ویډیو لومړی د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې خپره شوې وه، خو اوس یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت بیا خپروو.

له پیمانه اسد سره د افغانې، مسلمانې او ښځې په حیث د برتانيا په کارګر ګوند کې څنګه چلند کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:55 0:00

اړوند

XS
SM
MD
LG