د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنرمندان د خیبر پښتونخوا له نوي حکومته د ستونزو د هواري هیله لري


په پېښور کې ځینې کسان د نشتر هال مخې ته ولاړ دي - پخوانی انځور.
په پېښور کې ځینې کسان د نشتر هال مخې ته ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو ټولنې له نوي حکومته هیله لري چې د مهمو مسلو هواري ته به یې جدي پام وکړي.

د "هنري ټولنې" په نوم د ناحکومتي سازمان عمومي سېکرټر او سندرغاړي فضل وهاب درد د مارچ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، غواړي چې ژر د نوي حکومت له چارواکو سره ژر وګوري او د هنرمندانو مهمې ستونزې ورته مخې ته کېږدي.

دی وايي، په تېرو وختونو کې حکومت له بېوزله هنرمندانو سره مالي مرسته مقرر کړې وه نو ځکه غواړي چې "د مشرانو هنرمندانو لپاره مياشتنۍ مالي مرستې دوامدارې وساتي. دا مشران هنرمندان روغتيايي مسلې هم لري، د هغو د حل په برخه کې بايد مرسته ورسره وشي."

فضل وهاب درد وویل چې بله ستونزه د نشتر هال (نښتر تالار) د تړلو ده چې له وجې یې د پېښور هنرمندان اوس کار نه لري "او په کور ناست دي. په دې تالار کې به شوګانې او د موسيقۍ پروګرامونه کېدل، يو خوند به وو، مزه به وه. له حکومته مو غوښتنه ده چې د پېښور نشتر هال د کلتوري پروګرامونو لپاره بیا خلاص کړي."

د نوموړي په خبره، هنري ټولنه په ۲۰۲۰ز کال کې په پېښور کې جوړه شوې وه چې اوسمهال یې د راجسټر غړو شمېر۱،۸۰۰ ته رسېدلی دی.

په پېښور کې د هنرمندانو د یو بل بنسټ، ارټېسټ ایکشن فاونډېشن، یو غړی او سندرغاړی ډاکتر عرفان خلیل هم د نشتر هال مسله مهمه بولي او وايي چې حکومت یې باید ورته په اسانه شرایطو په کرایه ورکړي. "که موږ ته نشتر هال په اسانو شرايطو راکړي نو پروګرامونه به پکې پيل کړو او هنرمندان به مو په روزګار شي. خو موږ چې کله هم له کلچر (فرهنګ) له محکمې څخه دا هال د يو پروګرام لپاره غوښتی دی نو خورا لوړه کرايه يې راته ويلې ده. معنا دا چې د راکولو زړه يې نه وي."

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د خیبر پښتونخوا پخواني نګران حکومت د سیلګرۍ وزارت ته د هغه تالار د سپارلو اعلان وکړ.

د اطلاعاتو او سیلګرۍ چارو پخواني نګران وزیر میا فیروز کاکاخېل هغه مهال ویلي ول چې دا کار د صوبې د هنرمندانو په مشوره او په هغه تالار کې د کېدونکو غونډو د بهترولو لپاره کوي.

نشتر هال په ۱۹۸۵ز کال په پېښور کې د موسیقۍ، کلتور او د ډرامو د ودې او نندارې لپاره کې پرانیستل شوی وو. په تالار کې د ۶۰۰ کسانو د ناستې انتظام موجود دی.

په لومړیو وختونو کې د نشتر هال انتظامي چارې اباسین ارټس کونسل ترسره کولې چې وروسته د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې ته وسپارل شوې.

ډاکتر عرفان خلیل زیاتوي چې له خیبر پښتونخوا حکومته د هنرمندانو لپاره کاري موقعې غواړي. "حکومت د هنرمندانو لپاره د وظايفو يوه لړۍ پيل کړې وه. خو موږ خیرات نه بلکې خپل حق غواړو."

د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا په تېرو دوو حکومتونو کې وخت په وخت د هنرمندانو لپاره د مياشتنيو مالي مرستو پروګرامونه پيل شوي ول، خو په دوامداره توګه و نه چلېدل.

د ۲۰۲۴ز د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکو نوماندانو تر بریالي کېدو وروسته هغوی د درېیم ځل لپاره په صوبه کې حکومت جوړ کړی دی او اعلاوزیر علي امین ګنډه پور زاهد چنزېب د فرهنګي چارو سلاکار ټاکلی دی.

په داسې حال کې چې د صوبې نوي حکومت لا هم د کلتور په اړه خپله پالېسي نه ده اعلان کړې، ځينې پېښور مېشته هنرمندان وايي، د تحریک انصاف پخواني حکومت کارکردګۍ ته په کتو له نوي حکومته هم تمه نه لري چې د هنر ودې لپاره به ښه او اغېزناکه کار وکړای شي.

د ټېلېوېژن او سټېج ډرامو نوميالی اداکار خالد خټک وايي، هنرمندان بايد د حکومتي مرستو په انتظار و نه اوسي بلکې خپله دې ځانونو ته کار پیدا کړي. "زه خو په داسې پېښور کې نه شم پاتې کېدای چې کار پکې نه وي. دلته ټېلېويژن چېنل تا نه غواړي، په شخصي سېکټر کې کار نه شته او د کلتوري [چارو] اداره دې هم پوښتنه نه کوي. زه ولاړم او په اسلام اباد کې مې له شخصي ټېلېوېژن چینلونو سره کار پيل کړ."

خټک وايي چې د کراچي، پنجاب او بلوچستان پېژندلي اداکاران هم د کار په تکل د پاکستان نورو برخو ته تللي دي او د حکومتي مرستې په تمه نه دي ناست.

دی زیاتوي چې د دې لامل دا دی چې ټول هنرمندان غواړي چې کار وکړي، پیسې وګټي چې په زړښت کې یې په کار راشي.

د هنګو له نومیالي سندرغاړي ګلنواز ولي څخه مې چې وپوښتل چې د هنرمندانو د لویو مسلو د هواري په برخه کې د خیبر پښتونخوا له نوي حکومته څه هیله لري، نو یوازې یې راته د استاد خیال محمد په خوله مشهور شوی لاندینی شعر راته ووایه:

داسې سل خزانه راغلل، داسې سل سپرلي تېر شوي
دغه عمر د جهان دی، کله څنګه او کله څنګه
XS
SM
MD
LG