د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ ۵۸ غړو د خپلې دندې لوړه کړې ده


د بلوچستان اسمبلۍ غړي د لوړې مراسمو پر مهال په تالار کې ناست دي - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
د بلوچستان اسمبلۍ غړي د لوړې مراسمو پر مهال په تالار کې ناست دي - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د بلوچستان د اسمبلۍ نویو منتخبو غړو تر راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه کړې ده.

غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه وشوه چې پکې د اسمبلۍ یو مشر غړي زمرک خان پیرعليزي د سپیکر چارې تر سره کړې او ۵۷ نویو غړو ته یې سوګند ورکړ. د دې لامل دا وو چې تلونکی سپیکر جان محمد خان جمالي د صحت خرابوالي له وجې غونډې ته حاضر نه شو.

پیرعليزي تر لوړې وروسته وویل چې د اسمبلۍ غړي به د فبرورۍ پر ۲۹مه د هغې جرګې سپیکر او د هغه مرستیال منتخبوي.

د بلوچستان د اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی چې ورڅخه یې ۵۱ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۱۱ د ښځو او درې د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

دا غونډه پر داسې مهال شوې چې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډیموکرېټک پارټۍ) غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو پرضد په کوټه کې د اسمبلۍ له ودانۍ سره نېږدې احتجاج کړی دی.

له دې پرته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ او هزاره جمهوري ګوند هم په ګډه د اسمبلۍ مخې ته د احتجاج او د ودانۍ محاصرې اعلان کړی وو خو وروسته یې مظاهره و نه کړه.

د نتیجو له مخې، پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۰، ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند پینځه، نیشنل پارټۍ درې او عوامي نیشنل ګوند دوه څوکۍ ګټلې دي او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ترلاسه کړې دي.

پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند وار له مخه په بلوچستان کې د ګډ حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په څېر په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۳۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۱۱۳ نویو غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه سوګند وکړ.

تر دې مخکې د پنجاب او سیند اسمبلیو غړو تېره اوونۍ لوړې وکړې او د روانې اوونۍ په پیل کې یې د صوبې اعلاوزیران هم منتخب کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG