د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالخالق اڅکزی د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر او غزاله ګوله یې د مرستیالې په توګه منتخبه شوې ده


عبدالخالق اڅکزی د فبرورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان اسمبلۍ په ودانۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي.
عبدالخالق اڅکزی د فبرورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان اسمبلۍ په ودانۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي.

د مسلم لیګ (ن) عبدالخالق اڅکزی تر د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر او د پیپلز ګوند غزاله ګوله یې د مرستیال په توګه منتخب شوي دي.

دوی دواړه د فبرورۍ پر ۲۹مه مستقیماً منتخب شول ځکه چې په مقابله کې یې بل ګوند نوماند نه وو درولی.

عبدالخالق اڅکزی د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې چمن اوسېدونکی دی. نوموړی د پاکستان له پوځه د کیپټن په رتبې یا عهدې تقاعد شوی دی.

دی په ۱۹۷۰ز کال کې زېږېدلی او خپل سیاسي ژوند یې په ۲۰۰۰ز کال کې پیل کړ. نوموړی له ۲۰۰۴ز څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د چمن ناظم او بیا یې په ۲۰۰۸ز او ۲۰۱۳ز کال کې د صوبايي اسمبلۍ غړي په توګه دنده ترسره کړه.

اڅکزي د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په انتخاباتو کې د ازاد نوماند په توګه بریا ترلاسه کړه او وروسته په مسلم لیګ (ن) کې شامل شو.

غزاله ګوله د بلوچستان د صحبتپور سیمې اوسېدونکې ده چې په ۱۹۶۲ز کال کې د پنجاب په راولپېنډۍ کې زېږېدلې ده.

هغه په ۲۰۰۸ز کال کې د پیپلز ګوند له لوري د ښځو پر ځانګړې څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وه او بیا یې د ښځو د حقونو او پرمختیا چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړې سږ کال هم د پیپلز ګوند له لوري د ښځو پر ځانګړې څوکۍ د اسمبلۍ غړې ټاکل شوې ده.

یوشمېر ګوندونو پېښور او کوټه کې د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د بلوچستان اسمبلۍ ۵۸ غړو تر پینځو کلونو پورې د خپلو دندو سوګند وکړ.

د بلوچستان د اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی چې ورڅخه یې ۵۱ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۱۱ د ښځو او درې د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

د لوړې غونډه پر داسې مهال وشوه چې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډیموکرېټک پارټۍ) غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو پرضد په کوټه کې د اسمبلۍ له ودانۍ سره نېږدې احتجاج وکړ.

انتخاباتي کمېشن او د پاکستان نګران حکومت ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې ټاکنې بشپړې شفافې او منصفانه وې.

د نتیجو له مخې، پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۰، ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند پینځه، نیشنل پارټۍ درې او عوامي نیشنل ګوند دوه څوکۍ ګټلې دي او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ترلاسه کړې دي.

پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند وار له مخه په بلوچستان کې د ګډ حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په څېر په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۳۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۱۱۳ نویو غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه سوګند وکړ.

تر دې مخکې د پنجاب او سیند اسمبلیو غړو تېره اوونۍ لوړې وکړې او د روانې اوونۍ په پیل کې یې د صوبې اعلاوزیران هم منتخب کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG