د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۱۱۳ نویو غړو لوړه کړې


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د عمومي غونډو د تالار یو پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د عمومي غونډو د تالار یو پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نویو منتخبو غړو تر راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه کړې ده.

د اسمبلۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه په ځنډ پیل شوه چې پکې سپیکر مشتاق احمد غني ۱۱۳ غړو ته سوګند ورکړ.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

انتخاباتي کمېشن لا په هغه صوبه کې د ځانګړو استازو د ټاکنې امر نه دی خپور کړی او چې کله یې خپور کړي نو هغوی به هم سوګند وکړي.

د فبرورۍ پر اتمه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره انتخابات وشول او انتخاباتي کمېشن د دوو حلقو ټاکنې وځنډولې.

سپیکر غني د غونډې پر مهال وویل چې د اسمبلۍ نوی سپیکر او د هغه مرستیال به د فبرورۍ پر ۲۹مه انتخابېږي.

دا غونډه پر داسې مهال شوې چې عوامي نیشنل ګوند د انتخاباتي درغلیو پرضد د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج کړی دی. انتخاباتي کمېشن او د پاکستان نګران حکومت ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې ټاکنې بشپړې شفافې او منصفانه وې.

د نتیجو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو په اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

له دې پرته جمعیت علمای اسلام (ف) اووه، پاکستان مسلم لیګ (ن) پینځه، پیپلز ګوند څلور، جماعت اسلامي درې او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ګټلې دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۷۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

همدا لامل دی چې انتخاباتي کمېشن لا د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې پر ځانګړو څوکیو د منتخب شویو استازو امر نه دی خپور کړی.

په همدې حال کې د فبرورۍ پر ۲۸مه دبلوچستان اسمبلۍ نوي غړي هم لوړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب او سیند اسمبلیو غړو تېره اوونۍ لوړې وکړې او د روانې اوونۍ په پیل کې یې د صوبې اعلاوزیران هم منتخب کړل.

ټاکل شوې چې د پاکستان قامي اسمبلۍ نوي غړي د فبرورۍ پر ۲۹مه د خپلې پینځه کلنې دندې سوګند وکړي.

XS
SM
MD
LG