د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر سلیم سواتي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر او ثریا بي بي د مرستیالې سپیکرې انتخابات ګټلي دي


بابر سلیم سواتی د فبرورۍ پر ۲۹مه تر لوړې وروسته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سپیکر په توګه دنده پیل کړه.
بابر سلیم سواتی د فبرورۍ پر ۲۹مه تر لوړې وروسته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سپیکر په توګه دنده پیل کړه.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نویو غړو د سني اتحاد کونسل یا شورا بابر سلیم سواتی د سپیکر په توګه منتخب کړی دی.

د اسمبلۍ تلونکي سپیکر مشتاق احمد غني د فبرورۍ پر ۲۹مه وویل چې د اسمبلۍ ۱۰۶ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې سواتي ۸۹ ووټونه اخیستي او بریالی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د پیپلز ګوند نوماند احسان الله میاخېل ۱۷ رایې واخیستې.

غني وروسته سواتي ته د خپلې دندې سوګند ورکړ.

تر دې وروسته د اسمبلۍ غړو د سني اتحاد شورا ثریا بي بي د مرستیالې سپیکرې په توګه منتخبه کړه.

د هغې په مقابله کې د پاکستان تحریک انصاف پارلېمېټېریینز ارباب وسیم ولاړ وو چې انتخاب یې وبایله.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۱۱۳ غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه تر راتلونکو پینځو کلونو پورې د خپلو دندو لوړه وکړه.

د هغې غونډې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو پرضد د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج وکړ.

انتخاباتي کمېشن او د پاکستان نګران حکومت ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې ټاکنې بشپړې شفافې او منصفانه وې.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

انتخاباتي کمېشن لا په هغه صوبه کې د ځانګړو استازو د ټاکنې امر نه دی خپور کړی او چې کله یې خپور کړي نو هغوی به هم سوګند وکړي.

د فبرورۍ پر اتمه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره انتخابات وشول او انتخاباتي کمېشن د دوو حلقو ټاکنې وځنډولې.

د نتیجو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو په اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

له دې پرته جمعیت علمای اسلام (ف) اووه، پاکستان مسلم لیګ (ن) پینځه، پیپلز ګوند څلور، جماعت اسلامي درې او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ګټلې دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په څېر په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۷۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

یوشمېر ګوندونو پېښور او کوټه کې د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

په همدې حال کې د فبرورۍ پر ۲۸مه د بلوچستان اسمبلۍ نويو غړو هم لوړه وکړه او د فبرورۍ پر ۲۹مه د هغې صوبې سپیکر او د هغه مرستیاله هم منتخب شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب او سیند اسمبلیو غړو تېره اوونۍ لوړې وکړې او د روانې اوونۍ په پیل کې یې د صوبې اعلاوزیران هم منتخب کړل.

XS
SM
MD
LG