د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو منتخبو غړو لوړه کړې ده


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي غونډو د تالار پخوانی انځور.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي غونډو د تالار پخوانی انځور.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو منتخبو غړو د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې سوګند کړی دی.

د اسمبلۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۹مه د پېښور پر وخت د سهار د ۱۰ پر ځای پر ۱۱ بجو پیل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي چې د هغې غونډې له وربللو انکار وکړ نو تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف یې د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه وټاکله.

ولسمشر عارف علوي د پارلېماني چارو د وزارت سپارښتنلیک بې له لاسلیکه ورستون کړ او لامل یې دا ښوولی وو چې تر اوسه د ښځو او مذهبي لږکیو د ځانګړو څوکیو وېش نه دی شوی او پارلېمان نیمګړی دی نو ځکه غونډه نه وربولي.

علوي، چې پخوا د پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ هم پاتې شوی، دا نیوکه تر هغې وروسته کړې ده چې د تحریک انصاف غړي د قانوني ستونزو له کبله د اتمې فبرورۍ په انتخاباتو کې په خپلواک حيثیت ولاړ ول.

د فبرورۍ پر ۲۹مه د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف، پخواني وزیراعظم شهباز شریف، د پیپلز ګوند ګډ مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري، د هغه ګوند بل مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پیپلز ګوند بل مخکښ خورشید شاه هم لوړه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو او غړو چې په سني اتحاد کونسل (شورا) کې شامل شوي، هم سوګند وکړ. په هغو کې د وزیراعظمۍ څوکۍ ته د ګوند نوماند عمر ایوب، د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان، شېر افضل مروت، زرتاج ګلې او علي محمد خان لوړه وکړه.

د تحریک انصاف غړو د خپل مشر عمران خان تصویرونه په لاسونو کې نیولي ول او د مسلم لیګ (ن) د مشر نواز شریف د لاسلیک پر مهال یې نعرې ووهلې.

د دې په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) غړو هم د عمران خان پرضد نعرې ووهلې.

د غونډې پر مهال د مسلم لیګ (ن) غړي ایاز صادق د اسمبلۍ د سپیکر او د پیپلز ګوند غلام مصطفا شاه د ډېپټي یا مرستیال سپیکر لپاره د نوماندۍ اسناد دایر کړي دي.

د قامي اسمبلۍ غړي به د سپیکر او د هغه د مرستیال تر ټاکلو وروسته د هېواد نوی وزیراعظم منتخبوي.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د ځینو نورو ګوندونو سره یو ځای د وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۲۰مه د مسلم لیګ (ن) له مشرتابه سره تر ناستې وروسته خبري غونډې ته وویل چې دواړو ګوندونو د حکومت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د اړینو غړو شمېر پوره کړی دی.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي. د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهبازشریف هغې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت جوړولو په درشل کې دي چې متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، مسلم لیګ (ق) او استحکام پاکستان ګوند به یې هم برخه وي.

په مذاکراتو کې هوکړه وشوه چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

داراز، د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه هم ویلي دي چې د سني اتحاد کونسل په مرسته په وفاق کې حکومت جوړوي.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

د قانون له مخې هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ جمع کړي خو سني اتحاد کونسل داسې کوم نوملړ نه دی جمع کړی.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات وشول.

د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې پاکې او منصفانه بولي خو د ۹۲ څوکیو ګټونکي تحریک انصاف په ګډون دپاکستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې له هغوی سره پراخې درغلۍ شوې دي.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، نېشنل ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند د دې لپاره اتحاد کړی دی چې په شریکه د عامو انتخاباتو د نتیجو پرضد احتجاجونه کړي دي.

هغوی د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال تور پورې کړی دی چې " د جاسوسي ادارو په لاسوهنې سره له هغوی څخه ګټلې څوکۍ بیرته اخیستل شوې دي."

بلخوا په بلوچستان کې پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم د ورته تورونو پر اساس احتجاجونه کړي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د انتخابي نتیجو پرضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د لوړې پر وخت هم له ودانۍ سره نېږدې احتجاج وکړ.

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر ګوندونو احتجاجونه کړي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG