د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي د اوکراین د دولتي ساتونکو ادارې مشر له دندې ګوښه کړی دی


د اوکراین ولسمشر وولودیمیبر زېلېنسکي یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیبر زېلېنسکي یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د دولتي ساتونکو د خدماتو ادارې مشر سېرهې (سېرګې هم بلل کېږي) رود له دندې ګوښه کړی دی.

زېلېنسکي دا ګام تر هغې دوه ورځې وروسته واخیست چې د دولتي ساتونکو دوه غړي د ولسمشر د وژنې په دسیسې (منصوبې یا سازش) جوړولو تورن شول.

ولسمشر زېلېنسکي د مې پر نهمه په یو امر کې د دولتي ګارډز یا ساتونکو ادارې مشر رود ګوښه کړ خو لا یې د هغه ځایناستی نه دی نومولی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د اوکراین د دولتي امنیتي خدماتو په نوم استخباراتي ادارې ویلي ول چې د دولتي ساتونکو د خدماتو ادارې دوه کرنلان د زېلېنسکي او د ځینو نورو لوړپوړو چارواکو د وژلو د پلان جوړولو په تور نیولي دي.

ادارې ویلي چې هغه کسان د روسیې د امنیتي خدماتو وفاقي ادارې په نوم استخباراتو ګومارلې ول، چې مسکو ته به یې پټ معلومات هم ورکول.

مسکو لا د اوکراینیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د دولتي ساتونکو د خدماتو اداره د اوکرایني ولسمشر تر واک او د پارلېمان تر نظارت لاندې اداره ده چې دنده یې د لوړپوړو حکومتي او دولتي چارواکو او د هغوی د کورنیو د غړو امنیت ساتل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG