د ایټالیا د صدراعظم ماریو دراګي دفتر د نومبر پر ۲۵مه په یوه اعلامیه کې وویل چې هیواد یې ایټالیا ته د شربت ګلې لېږدول وروسته له هغې تنظیم کړل چې لومړی هغې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د سرچینې په خبره دوو وسله والو موټر سایکل سپرو په سیمه کې په ګزمه بوختو طالبانو باندې ډزې کړي خو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.
دغې ادارې د نومبر پر ۲۵مه په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دې موده کې یې د ۵۳۵۰ ولسي ټولګیو ملاتړ کړی چې دغه شمېر ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د لېودولو جواز د نومبر پر ۲۴مه د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.
لومړی د مړیو شمېر ۳۱ ښودل شوی وو خو بیا د فرانس کورنیو چارو وزارت دا شمېر ۲۷ ته را کم کړ.
په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ ایسوسی ایشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.
د نومبر پر۲۳مه د بهرنیوچارو د وزارت په ویبپاڼه په خپور شوي یو نوملړ کې غونډې ته د امریکا غربي اتحادیان رابلل شوي خو چین او روسیه په کې شامل نه دي.
نور وښیئ